د ملګرو ملتونو مرستیاله: له دیارلسمې پیړۍ څخه یویشتمې پیړۍ ته د طالبانو په راوستلو باید کار وشي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آمینه محمد د چهار شنبې په ورځ جنوري ۲۵ (سلواغې پنځمه) وویل باید له دیارسمې پیړۍ څخه یویشتمې پیړۍ ته د طالبانو په راوستلو کار وشي.
روسیې او پاکستان طالبانو سره په 'عملي تعامل' ټینګار وکړ
روسیې او پاکستان د چهار شنبې په ورځ جنوري ۲۵ (سلواغې پنځمه) د دوه اړخیزو مذاکراتو پرمهال له افغان طالبانو سره په عملي تعامل ټینګار وکړ.
روسیه: اوکراین کې به د امریکا ټانکونه وسوځي
د روسیې جمهوري ریاست نن چهار شنبې جنوري ۲۵ (سلواغې پنځمه) وویل د ابرامس په نامه هغه محاربوي ټانکونه چې د امریکا له خوا کیف ته ورکول کیږي، په اوکراین کې به وسوځي.
پمپیو په خپل کتاب کې: اشرف غني ما ته "تر ټولو نا محبوب" رهبر و
د امریکا د بهرنیو چارو مخکني وزیر مایک پمپیو په خپل نوي چاپ شوي کتاب کې د افغانستان مخکنی ولسمشر محمد اشرف غني د ده لپاره تر ټولو «نامحبوب رهبر» یاد کړی او ویلي دي چې هغه د سولې په لاره کې «اغزی» کې و.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
ګریفټس: هیله ده طالبان د ښځو د کار په اړه لیکلی لارښود خپور کړي
د ملګرو ملتونو مرستیال مارتین ګریفټس وايی چې نړیوال بشري مرسته رسوونکي له طالب مشرانو سره خبرې کوي او هڅه یې دا ده چې په بهرنیو ادارو کې د ښځینه کار کوونکو لپاره نوره استثنی هم ورکړل شي او طالبان په دې اړه یو لیکلی لارښود خپور کړي.
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
د پاکستان پولیسو د عمران خان د ګوند یو لوړ پوړی مقام نیولی
په پاکستان کې پولیسو د عمران خان د ګوند تحریک انصاف یو لوړ پوړی مقام فواد چوهدري د انتخاباتو د څار کمېسیون ته د ګواښ کولو په تور نیولی دی.
د اشنا د چهارشنبې خبري خپرونه
د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.
کریس هپکینز د نیوزلنډ نوی صدراعظم شو
د نیوزلنډ د مخکنۍ صدر اعظمې جسیندا اردرن له غیر مترقبه استعفا وروسته نن چهارشنبه جنوري ۲۵ (سلواغه پنځم) کریس هپکینز د دغه هېواد د ۴۱ صدراعظم په توګه وټاکل شو.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
جرمني یوکراین ته د خپلو ځانګړو ټانکونو استول تصویب کړل
د امریکا متحده ایالتونه او جرمني اوکراین ته پرمختللي ټانکونه ورکوي چې د روسیې په مقابل کې په روانې جګړې کې ورسره مرسته وکړي. د جرمني د صدراعظم یو ویاند اولاف سکولز نن چهارشنبه جنوري ۲۵ (سلواغه پنځمه) په یوې اعلامیې کې وویل چې برلین به کیف ته د « Leopard 2» ۱۴ ټانکونه ورکوي. اعلامیه وايي چې دا ټانکونه به مستقیمآ د جرمني ځواکونو له پوځي ګودام څخه ورکول کېږي. جرمني مقامات وايي چې د دغو ټانکونو د استعمال لپاره به په جرمني کې د اوکراین ځواکونه روزي او لوژیستک او مهمات به هم ورته برابروي. ټاکل شوې چې د جرمني صدراعظم سکولز به د چهارشنبې په ورځ ناوخته د خپل هېواد پارلمان ته دا تصمیم رسمآ اعلان کړي. د جرمني دا پرېکړه داسې مهال اعلانېږي چې متحده ایالتونه هم اوکراین ته د « M1» ابراهمز ټانکونو په ورکولو غور کوي. والسټریټ ژورنال تېره ورځ راپور ورکړ چې د واشنګټن دا پرېکړه له جرمني سره د دپلوماتیک تفاهم یوه برخه ده چې اوکراین ته به « Leopard 2» ټانکونه استوي. امریکایي رسنۍ وايي چې واشنګټن په دې غوره کوي چې څه باندې ۳۰ مغلق ټانکونه د اوکراين جګړې ته واستوي. یو امریکايي مقام چې په دې مسئلې خبر دی امریکا غږ ته وویل چې سپینه ماڼۍ د دې پلان په نهايي کولو کار کوي خو اوکرایني ځواکونه به وخت ته اړتیا لري چې په جګړې کې ددغو ټانکونو په استعمال پوه شي. دغه چارواکي، چې د موضوع د حساسیت له کبله نغواړي نوم یې خپور شي، وویل چې دا ټانګونه به د «پنټګان یوکراین امنیتي ابتګار» له لارې کیف ته ورکول کېږي. د «پنټګان یوکراین امنیتي ابتکار» د متحدو ایالتونو دفاع وزارت ته اجازه ورکوي چې د دفاعي شرکتونو او یا نورو منابعو څخه وسلې او مهمات وپیري او مستقیمآ یې د امریکا د وسلو له ګودامونو څخه وانخلي. دغه مقام وايي چې ممکن امریکا د « M1 Abrams » ټانګونه له نورو هېوادونه څخه وپیري، او اوکراین ته یې تر استولو مخکې برابر او ورغوي. په همدې حال کې د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک د امریکا او جرمني د دغو پرېکړو هرکلی کړی دی. ده هم ژمنه کړې وه چې اوکراین ته به د خپل هېواد « Challenger 2 » ۱۴ ټانکونه ورکوي. نوموړي په خپل ټویټر کې دا د «د ناټو د متحدینو او ملګرو په ځای پرېکړه بللې» چې په خبره یې «د اوکراین دفاعي ځواک» به غښتلی کوي. هغه لیکلي دي: «په ګډه خپلې هلې ځلې زیاتولی شو چې مطمین شو اوکراین دا جګړه ګټلای شي او دایمي سوله تامین کړو.» په همدې حال کې په واشنکټن کې د روسيې سفیر انتوني انتونوف د سفارت په فیسبوک کې د امریکا دا ممکنه پرېکړه د روسیې په «ضد یو بل پاروونکی ګام» بللی دی. هغه لیکلي دي چې « دا ښکاره ده چې واشنګنټن قصدآ غواړي چې یوه ستراتېژیک ماتې په موږ وتپي». سفیر لیکلي دي چې د «امریکا ټانکونه به هم د ناټو د نورو پوځي وسايلو په څېر ویجاړ» کړل شي. د روسیې د ولسمشر ویاند دمتري پسکوف دا «ناکام پلان» وباله او وویل چې د جرمني او امریکا ټانکونه به هم د «نورو په څېر وسوځول» شي. روسیې تېرکال په اوکراین یرغل پیل کړ، امریکا او متحدینو یې دا یرغل غندلی او له اوکراین سره پوخي او بشري مرستې کوي چې د مسکو په ضد دا جګړه وګټي.
ځانګړې مرکه
د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ.
امریکا او اروپايي ټولنه: د افغان ښځو او نجونو په څنګ کې درېږو او د حقونو ننګه یې کوو
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټینو بلینکن په افغانستان کې له زده کړو څخه د ښځو او نجونو په محرومیدو یو ځل بیا انتقاد کړی او ویلي دي، چې هیواد یې لا هم د افغان میرمنو او نجونو ترڅنګ ولاړ دی.
امیري: طالبانو د وکیلانو، قاضیانو او څارنوالو فعالیتونه په یوه شپه کې ختم کړل
د افغان میرمنو او بشري حقونونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري وايي، چې امریکا افغانستان کې د مدافع وکیلانو ترڅنګ چې طالبانو یې په یوه شپه کې فعالیتونه پاک کړل دریږي.