ستر نړیوال قدرتونه د اټومي وسلو د ازموینې په ځایونو کې نوي تاسیسات جوړوي
سي ان ان ټلویزیون د سپوزمکۍ پرمټ د اخیستل شوي عکسونو په حواله په یو رپوټ کې لیکلي، چې روسیې، امریکا او چین په وروستیو کلونو کې د خپلو اټومي ازموینو په ساحو کې نوي تاسیسات او تونلونه جوړ کړي دي.
د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان د وضعیت ارزونه – دېرش دقیقې
په دې خپرونه کې د ملګرو ملتونو په ۷۸ عمومي غونډه کې د افغانستان او په ځانګړې توګه د امنیتي وضعیت په اړه د ځینو هیوادونو د مشرانو اندېښنې ارزول کېږي. د نجونو او مېرمنو د زده کړو په وړاندې د شته خنډونو په اړه هم بحث کېږي.
نتنیاهو: اسرائیل د سعودي عربستان سره د اړیکو د ټینګولو په 'درشل' کې دی
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د جمعې په ورځ سپتمبر ۲۲ (وږي ۳۱) د ملګرو ملتونو په عمومي غونډّ کې وویل چې اسرائیل له سعودي عربستان سره د اړیکو د ټینګولو په "درشل" کې دی او په وینا یې فلسطینیان به یې پر وړاندې "ویټو" ترلاسه نکړي.
په امریکا کې د میشتو افغان ډاکټرانو کلنۍ غونډه -ژوند په امریکا کې
په امریکا او کاناډا کې د مېشتو افغان ډاکټرانو دویمه کلنۍ غونډه په ویرجینیا کې جوړه شوه. د دې غونډې موخه په امریکا کې د طبي متخصصینو ترمنځ د اړیکو رامنځته کول، د کدرونو د کار ستاینه او هغو ډاکټرانو ته لارښوونه او مرسته کول وو چې په دې وروستیو کې امریکا ته کډوال شوي دي. په دې کتنه کې په افغانستان کې د لوړو زده کړو له موسسو او روغتونونو سره د مرستو او همکاریو پر پروګرامونو هم خبرې وشوې.
د امریکا، اروپايي ټولنې او پاکستان چارواکو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي
د امریکا، اروپايي ټولنې او پاکستان چارواکو د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي غونډې په څنډه کې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
طالبانو پاکستاني پلاوي ته د ټي ټي پي ډلې د فعالیتونو د مخنیوي ډاډ ورکړی - سرچینې
پاکستاني دپلوماتیکي سرچینې وايي، چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې افغانستان لپاره د پاکستاني د ځانګړي استازي په مشرۍ د یو پلاوي سره په کتنه کې له افغانستان څخه پاکستان ته د تروریستي ډلو د ورپیښو ګواښونو د مخنیوي لپاره د پخو اواساسي ګامونو د پورته کولو ژمنه کړې ده.
پاکستان د کرکټ نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه
د پاکستان کرکټ بورډ د غواري کمیټه وايي، د دوی تیز توپ اچوونکی نسیم شاه ژوبل شوی او پر ځای یې د نړیوال کرکټ جام دپاره حسن علي اخیستی دی.
له ۳۸ فیصدو زیاتو افغانانو د کرونا واکسین اخیستی دی – راپور
د ملګروملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، چې په افغانستان ۱۴ میلیونو او ۹۶۷ زرو کسانو ته چې ددغه هیواد د وګړو ۳۸.۱ فیصده کیږي د کرونا د ویروس دوه ډوزه واکسین تطبیق شوی دی.
امریکا: د افغانانو د لنډمهاله اوسیدانې محافظتي پروګرام د ۱۸ میاشتو لپاره تمدید شو
د امریکا د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزیر د پنجشنبې په ورځ سپټمبر۲۱( وږي ۳۰) د افغانانو موقتي اوسیدانې د ساتنې (Temporary Protected Status) د پروګرام تمدید او افغانانو ته ددغه پروګرام بیا تخصیص اعلان کړ.
ملګروملتونو کې نن د افغان میرمنو او نجونو پر وضعیت خبرې کیږي
په ملګروملتونو کې د افغانستان د ماموریت سرپرست نصیر احمد فایق وايي، چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ سپټمبر۲۲(وږي۳۱) د ملګروملتونو د ۷۸ عمومي غونډې په څنډه کې د افغان میرمنو او نجونو د وضعیت د ارزولو لپاره یوه غونډه جوړه شي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
د کډوالو نړیواله اداره: سیلابونو په لیبیا کې ۴۳زره کسان بېځایه کړي
د کډوالو نړیوالې ادارې د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۱ (وږې۳۰) وویل چې په لیبیا کې د سیلابونو له کبله، چې زرګونه کسان یې مړه کړل، شاوخوا ۴۳زره کسان بېځایه شوي دي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د اذربایجان او ارمني بېلتون غوښتونکو ترمنځ د سولې د خبرو اترو لومړی پړاو ترسره شو
اذربایجان او د ناګورنو قره باغ د سیمې ارمني توکمه بېلتون غوښتونکو د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر ۲۱ (وږي۳۰مه) د سولې لومړنۍ مخامخ خبرې وکړې.