معلوماتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ او افغانستان کې پر رسنیو محدودیتونه - سپینې خبرې
په افغانستان کې د رسنیو کارکوونکي وايي په تیرو دوو کلونو کې یې معلوماتو ته لاسرسی محدود شوی او له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. طالبان ولې د آزادو رسنیو له خوا د خبري پوښښ سره مخالفت ښيي؟ په افغانستان کې معلوماتو ته پر لاسرسي د محدودیت لاملونه څه دي؟ د سپینې خبرې پدې خپرونه کې په افغانستان کې د رسنیو پر فعالیت او ستونزو له مېلمنو سره خبرې شوي دي.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ او په افغانستان کې د بلې رسنۍ تړل - اشنا خپرونه
په دغه خپرونه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د ورځې پرمهال په افغانستان کې پر رسنیو د بندیزونو، د مسکو د غونډې، د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو د مناظرې او ګڼو نورو موضوعاتو او خبرونو تفصیل وړاندې کېږي.
د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان او پاکستان د استازو لفظي شخړه - اتصال
افغان استازی، نصیر احمد فایق وايي چې پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي خو پاکستانی لوری وايي چې فایق په ملګرو ملتونو کې د هیچا استازیتوب نه کوي. د خپرونې لومړی بحث همدې موضوع ته ځانګړی شوی او په دوهم بحث کې په پاکستان کې د افغانو کډوالو ستونزې څېړو.
د قره باغ بېلتون غوښتونکی حکومت منحل کیږي
په داسې حال کې چې ارمنستان ته د ناګورنو قره باغ له غرنۍ سیمې څخه د زرګونو ارمني توکمه اوسیدونکې د کډوالې لړۍ دوام لري، د دغه بېلتون غوښتونکې سیمې د حکومت مشر د پنجشنبې په ورځ، سپټمبر ۲۸ (تلې۶مه) د خپل حکومت د منحل کېدو خبر ورکړ.
د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو په لړ کې بایډن د دموکراسۍ د ساتلو په اړه وینا کوي
د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو وړاندې د دغه هېواد د برحال ولسمشر جو بایډن او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د سیالیو په لړ کې، ټاکل شوې ده چې بایډن د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۸ (تلې شپږمه) په اریزونا کې د دموکراتیکو بنسټونو د ساتنې په اړه کلیدي وینا وکړي.
سټولټنبرګ: اوکراین د بل هر وخت په پرتله اوس ناټو ته نږدې دی
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۹ (تلې ۶) کیف ته د سفر پر مهال وویل چې د شمالي اتلانتیک د پوځي تړون (ناټو) سره د اوکراین اړیکې هیڅکله دومره نږدې نه وې لکه اوس چې دي.
معلوماتو ته د لاس رسي نړیواله ورځ؛ طالبانو دایکنډي ولایت کې یوه راډیو وتړله
د افغان خبریالانو یو مرکز وايي، چې په تیرو دوو کلنو کې د طالبانو د حکومت له خوا رسنیو او خبریالانو ته د خبرې پوښښ په برخه کې ۱۳ خپرې شویو کړنلارو په افغانستان کې معلوماتو ته د خبریالانو لاس رسی ډیر محدود کړی دی.
مقاومت عالي شورا: مسکو فارمټ دې د سیمې په کچه د ټولو ښکیلو غاړو په ګډون غونډه جوړه کړي
د مقاومت عالي شورا د مسکو فارمت د جمعې د ورځې د غونډې د تنظیموونکو څخه غوښتي، چې د افغانستان روان بحران ته د حل د لارې د لټولو لپاره دې د ملګروملتونو او د دغه هیواد د ښکیلو غاړو په ګډون یو سیمه ییزه غونډه جوړه کړي.
طالبان: افغانستان کې هیڅ بهرنی وسله وال نشته دی
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بهرنیو وسله والو ډلو د شتون په اړه د د ملګروملتونو په غونډو کې د ځینو هیوادونو د چارواکو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې په دغه هیواد کې هیڅ کوم بهرنی وسله وال حضور نلري.
امریکايي سناتور د بډې اخیستلو په قضیه کې خپله بې ګناهي څرګنده کړه
د امریکا د متحدو ایالتونو د سنا غړي باب میندیز د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۲۷ (میزان پنځمه) د نیوجرسي په ایالت کې د دریو سوداګرو څخه د بډې اخیستلو په قضیه کې خپله بي ګناهي څرګنده کړه. دا په داسې حال کې ده چې د هغه دموکرات همکارانو د هغه د استعفا غوښتنه کړې ده. تېره اوونۍ د نیویارک فدرال څارنوال دغه ۶۹ کلن سناتور او مېرمن یې د سرو زرو او سلګونه زره ډالرو رشوت په اخیستو تورن کړل. څارنوال وویل چې سناتور میندیز د خپل نفوذ څخه په ګټې اخیستلو د مصر د حکومت سره مرسته کړې او د سوداګرو په اړه یې د امنیتي ځواکونو په تحقیقاتو کې مداخله کړې ده. د سناتور ۵۶ کلنې مېرمنې ناداین میندیز، دوو سوداګرو هوزي اوریبي او فرد دیبس د قاضي په مخکې په خپلې بې ګناهۍ ټېنګار وکړ. په دغې قضیې کې بل درېیم سوداګر وایل هانا تېره ورځ خپله بې ګناهي څرګنده کړې وه. میندیز د دموکرات ګوند د مقرراتو په اساس، په سنا کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر په توګه خپله دنده پرېښې. خو له سنا څخه د استعفا غوښتنه یې رد کړې ده او ویلي دي چې د دغو تورونو په ضد به مبارزه کوي. په امریکا کې ۵۰ ایالتونه دي او هر ایالت دوه سناتوران لري. په سنا کې د دموکرات ګوند اکثریت سناتورانو له هغه څخه غوښتي چې استعفا وکړي. دموکرات په سنا کې ۵۱ څوکۍ په لاس کې لري، په دوی کې یې درې مستقل سناتوران دي چې له دموکراتانو سره یو ځای دي. پاتې ۴۹ نورې څوکۍ بیا له جمهوریت غوښتونکو سره دي. د دغه سناتور له کور څخه د سرو زرو او نقدو پېسو ضبط شوي تصویرونه هم په تورونو کې شامل دي. څارنوال وايي چې یو سوداګر وایل هانا د میندیز او مصري مقاماتو ترمنځ ملاقات برابر کړی. مقاماتو په سناتور باندې فشار راوړی چې پوځي مرستې امضا کړي او د دې کار په بدل کې یې د هغه ښځه په هغه شرکت کې شامله کړې، چې هانا کنترولوه. دا درېیم ځل دی چې سناتور میندیز د څارنوالانو له لورې له تحقیق سره مخامخ کېږي، خو هېڅکله هم محکوم شوی نه دی.
په تاشکند کې هوایي ډګر ته نژدې چاودنه شوې او اور لګېدلی
په اوزبیکستان کې رسنۍ وايي چې په مرکز تاشکند کې هوايي ډګر ته نژدې د پنجشنبې په شپه کې چاودنه شوې او اور بل شوی.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
په پاکستان کې په یوې چاودنې کې اته تنه ووژل شول
د پاکستان د کراچۍ په ښار کې پولیسو د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۲۷ (میزان پنځمه) وویل چې په یو کور کې دننه د راکټ یوه سرکلوله چاودېدلې او اته تنه یې وژلي دي.
افغان لوبغاړی نوین الحق ولې له یوې ورځنیو نړیوالو لوبو څخه استعفا کوي؟
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی نوین الحق وايي، چې د ۲۰۲۳کال د نړیوال جام له سیالیو وروسته به له یوې ورځنیو نړیوالو لوبو سره خدای په اماني کوي.