سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
په پاکستان کې چاودنې او په روسیه کې د افغانستان په اړه غونډې ارزونه - دېرش دقیقې
د دېرش دقیقو په دغه خپرونه کې په پاکستان د جمعې په ورځ د چاودنو په اړه رپوټ او له میلمه سره بحث شوی. د خپرونې په دویمه برخه کې په روسیه کې د مسکو فارمټ غونډې د پایلو په اړه له میلمه سره بحث کتلای شئ.
ځوان شاعر په جلا وطنۍ کې- ژوند په امریکا کې
د دې اوونۍ په خپرونه کې له افغان شاعر زبیر هجران سره خبرې کوو چې له څو کلونو راهیسې په امریکا کې ژوند کوي. ښاغلی هجران په جلاوطنۍ کې د ژوند پر ننګونو او فرصتونو او دا چې څنګه توانېدلی له افغانستان او شعر او ادب سره خپله اړیکه ټینګه وساتي، خبرې کوي.
بایډن پر ټرمپ انتقاد او د دموکراسۍ پر دفاع ټینګار وکړ
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۸ (تلې شپږمه) د دموکراتیکو بنسټونو د ساتنې په اړه په خپلې وینا کې ددغه هېواد پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ باندې سختې نیوکې وکړې او ادعا یې وکړه چې نوموړی د هیواد دموکراتیکو ارزښتونو او بنسټونو ته ګواښ دی.
د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه زوی میرویس ظاهر ومړ
د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه زوی شهزاده میرویس ظاهر د ورپېښې ناروغۍ له امله نن د جمعې په ورځ سپتمبر ۲۹ (تلې ۷) په کابل کې وفات شوی دی.
د امریکا ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکو د نوماند ټاکلو دوهمه مناظره له نیوکو ډکه وه
اوو جمهوري غوښتونکو کاندیدانو چې غواړي د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره د خپل ګوند نوماند شي، دا اونۍ په خپله دوهمه تلویزیوني مناظره کې پر یو بل نیوکې وکړې.
پاکستان ته کډه شوې د رګبي افغانه لوبغاړې راتلونکي ته هیله منه ده
پاکستان ته کډواله شوې د افغانستان د نجونو د رګبي ملي لوبډلې لوبغاړې، مريم غني زاده وايي هیله یې لرله چې د لوبو په ډګر کې خپل هېواد ته وياړ ور په برخه کړي، او که څه هم اوس په کډوالۍ کې د بې وسۍ احساس کوي خو راتلونکي ته هیله منه ده.
ملګرو ملتونو د مدیترانې بحیرې له لارې اروپا ته د تلونکو کډوالو د تلفاتو په اړه اندیښنه ښودلې
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) د جمعې په ورځ، سپټمبر ۲۹ (تلې اوومه) وویل، چې د هغو کډوالو شمیر چې د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته د تللو پر مهال مړه یا ورک شوي، د تیر کال د همدې مودې په پرتله، درې برابره دی.
متقي د مسکو فارمت غونډې ته:د سیمې د ناارامولو لویه دسیسه مو شنده کړې
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان د وضعیت د ارزولو په اړه د مسکو فارمټ غونډې ته ویلي، چې د طالبانو حکومت د سیمې د ناامنه کولو یوه لویه دسیسه له منځه وړې ده.
د بلوچستان او خبیر پښتونخوا ایالتونو چاودنو کې په لسګونو کسان وژل شوي
د پاکستان د بلوچستان ایالت د مستونګ په سيمه کې د مسلمانانو د پیغمبر د زیږیدنې د ورځې په مناسبت په یوه جوړه شوې غونډه کې په چاودنه کې لږترلږه ۴۴ تنه وژل شوي اوله ۵۰ څخه زیات نور ټپیان شوي دي.
غیردولتي موسسو کې د ښځو په کار د طالبانو بندیز د مرستې رسونې په چارو اغیز کړی ـ سروې
سیګار وايي، چې د بشري مرستو رسونو ادارو کې د افغان میرمنو د کار بندیزددغو موسسو په فعالیتونو باندې د اغیزو په اړه د ملګروملتونو له خوا یوه شوې سروې ښيي، چې دې پریکړې د مرستو رسونې د موسسو کارونو باندې ناسمه اغیزه کړې ده.
اسلام اباد د طالبانو حکومت له خوا د ټي ټي پي د ۲۰۰ غړو نیول تائید کړل
د پاکستان د لنډ مهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني د طالبانو د حکومت له خوا د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" د وسله والې ډلې د ۲۰۰ وسله والو د نیولو راپورونه تائید کړي دي.
جیلاني: په پاکستان کې مېشت ناقانونه افغان کډوال شړو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست جلیل عباس جیلاني د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۸ (میزان اووم) وویل چې حکومت یې پرېکړه کړې ده چې ټول هغه افغان کډوال او نور بهرنیان، چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې اوسېږي، وشړي.
د کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان لومړۍ تمریني لوبه له جنوبي افریقا سره کوي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په هند کې نن جمعه سپتمبر ۲۹(میزان اووم) خپله لومړۍ تمریني لوبه د جنوبي افریقا سره کوي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.