د پاکستان د سند د کورنیو چارو وزیر: ټول غیرقانوني کډوال شړو
د پاکستان د سند ایالت د کورنیو چارو وزیر حارث نواز وايي، حکومت یې پتېیلې ده چې ټول غیرقانوني کډوال له پاکستان څخه وشړي.
ایا د کابل منزوي ساتل به پایله ولري؟ ستاسو غږ
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د کابل انزوا به نتیجه ورنکړي. آیا د کابل په انزوا سره د افغانانو او افغانستان ستونزې هواریدلای شي؟ پر همدې موضوع په ستاسې غږ ننني پروګرام کې د ګرانو اوریدونکو نظریات اخلو.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
قطر: د افغان ښځو حقوق او طالبانو مشروعیت سره تړلي دي - سپینې خبرې
د قطر صدراعظم محمد بن عبدالرحمان آل ثانی، د طالبانو مشر هیبت الله اخندزاده ته ویلي، چې د افغانستان نړیوال مشروعیت، د نجونو او ښځو په تعلیم او کار پوري تړلی دی. طالبان ولې نه غواړي دا غوښتنه ومني او پر ښځو لګول شوي بندیزونه لرې کړي؟
د لندن یو شمېر پولیسو له وسلو ګرځولو انکار کړی
د انګلستان د پایتخت لندن یو شمېر پولیسو وروسته له هغه له ځان سره د وسلو ګرځولو څخه انکار وکړ چې د دوی یو همکار د یو بې وسلې کس په وژلو تورن شو.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
په افغانستان کې د سختې لوږې او بېړني حالت خبرداری - د اشنا د دوشنبې خبري ټولګه
د خوړو نړیوال پروګرام وایي، سږ کال د نړۍ په ۵۱ هیوادونو کې ۴۰ میلیونه وګړي د سختې لوږې د بیړني حالت سره مخ دي چې پنځلس میلیونه یې افغانان دي. د امریکا په کانګرس کې د بودجې پر سر جنجال، د افغانو نجونو په تړاو د یوه نوي فلم ننداره، او نور مطالب د امریکا غږ په دغه خپرونه کې لیدلای شئ.
د قطر صدراعظم د طالبانو مشروعیت د مېرمنو د حقونو سره تړلی ګڼي - د اتصال د دوشنبې خپرونه
د قطر صدراعظم محمد بن عبدالرحمن الثاني وایي، د طالبانو مشر ته یې ویلي چې د افغانستان نړیوال مشروعیت د ښځو په کار او نجونو په زده کړو پورې تړلی دی. د اتصال په دغه خپرونه کې همدا موضوع او د الزایمر ناروغي څېړل کېږي.
افغان تکواندو کار د چین د هانګژو په اسیايي سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه
د چین د هانګژو په اسیايي لوبو کې افغان تکواندوکار محسن رضايي په ۵۸ کیلوګرامه وزن کې خپلو تاجیکستاني او جاپاني سیالانو ته له ماتې ورکولو سره د برونز مډال وګاټه.
کابلوف: د افغانستان په اړه د مسکو غونډې ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر بلل شوی
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ته یې د افغانستان په اړه په مسکو کې جوړیدونکې مشورتي غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
ډبلیو ایف پي: نړۍ کې له ۴۰ میلیونو سختې لوږې سره مخ کسانو له ډلې ۱۵ میلیونه یې افغانان دي
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د نویو ارزونو پراساس په یو راپور کې ویلي، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ په ۵۱ هیوادونو کې ۴۰ میلیونه وګړي د سختې لوږې د حالت سره مخ دي، چې پنځلس میلیونه یې افغانان دي.
د کابل – جلال اباد لار لا هم تړلې ده
د کابل جلال اباد لویه لار، چې د ماهیپر په سیمه کې د غره د یوې برخې ښویېدلو له امله تیره اونۍ تړل شوې وه لا هم د موټرو د تګ راتګ پرمخ تړلې ده.
افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، چې افغانستان کې یې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین څلور ورځینی کمپاین نن پیل کړی دی.
د پنټاګان مشر پر دفاعي موضوعاتو د خبرو لپاره افریقایي هیوادونو ته تللی
د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټن یکشنبه سپټمبر ۲۴ (تلې ۲) د جیبوتي او سومالیا د جمهور رئیسانو سره وکتل او ټاکل شوې چې په همدې روانې اوونۍ کې به کینیا او انګولا ته هم ولاړ شي.
زیلینسکي: لویدیځ ته مې سفر "ډیر ګټور" و
د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي یکشنبه سپټمبر ۲۴ (تلې ۲) وویل چې متحده ایالاتو او کاناډا ته یې تازه سفر "ډیر ګټور" و او زیاته یې کړه چې دواړو هیوادونو ورسره د دفاعي مرستو ژمنې وکړلې.