د پاکستان پوځ وايي افغانستان سره یې نژدې درې اورپکي وژلي
د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۶ (میزان څلورمه) وویل چې د خیبرپښتونخوا په ایالت کې یې د اورپکو په یو پټنځای برید کړی او درې اورپکي یې وژلي دی.
د افغانستان د کرکټ لوبډله هند ته ورسېده
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن سه شنبه سپتمبر ۲۶ (میزان څلورمه) د نړیوال جام د سیالیو لپاره هند ته ورسېده.
ایران کې څلور کسان د زهرجنو شرابو د خرڅلاو په تور په اعدام محکوم شول
د ایران قضائیه قوې د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۶ (تلې څلورمه) وویل، په دغه هېواد کې څلور کسان د ککړو شرابو د خرڅلاو په تور په اعدام محکوم شوي دي.
چین پر خپلو شرکتونو او اشخاصو د ایران سره د تړاو په سر د امریکا بندیزونه وغندل
بیجینګ د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۶ (تلې څلورمه) وویل پر هغو چینایي شرکتونو او اشخاصو د متحده ایالاتو د بندیزونو "سخت مخالفت" کوي چې د متحده ایالاتو د مالیې وزارت وايي د ایران د ډرون او پوځي الوتکو له پراختیا سره اړیکې لري.
سعودي عربستان د اسرائیل له خوا اشغال شوې لویدیځې غاړې ته پلاوی لېږلی
سعودي عربستان چې د امریکا په منځګړیتوب له اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو په اړه خبرې کوي، د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۶ (تلې څلورمه) اشغال شوې لویدیځې غاړې ته یو پلاوی ولیږه.
طالبان: پاکستان ۶۰ نور افغان کډوال له زندانونو خوشې کړي
په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او په زندانونو کې د اچولو د لړۍ په دوام په کراچۍ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د قونسلګرۍ ویلي، چې د لسو ماشومانو په ګډون ۶۰ تنه افغان کډوال د کراچۍ له زندانونو څخه خوشې شوي دي.
د امنیت شورا افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره غونډه کوي
ټاکل شوې ده، چې د ملګروملتونو امنیت شورا غړي د سه شنبې په ورځ سپټمبر۲۶(تلې څلورم) په یوه غونډه کې د افغانستان په روان وضعیت خبرې وکړي.
د پاکستان – نیوزلینډ لوبډلو تر منځ په تمریناتي لوبې کې تماشه چیان نه پریښودل کیږي
په هند کې چارواکو دوشنبه سپټمبر ۲۵ (تلې۳) ویلي چې د پاکستان او نیوزلینډ د کرکټ د لوبډلو تر منځ د نړیوال جام په لومړنۍ تمریناتي لوبې کې به تماشه چیان لوبغالي ته د ورتګ اجازه ونلري.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
امریکا د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته اجازه نه وه ورکړې چې واشنګټن ته ولاړ شي
متحده ایالات وایي تیره اوونۍ یې د ایران د بهرنیو چارو زویر حسین امیر عبداللهیان ته اجازه نه وه ورکړې چې واشنګټن ډي سي ته ولاړ شي.
تر شاوخوا ۵ میاشتو غیب کیدو وروسته پاکستانی خبریال بیرته خپل کور ته ستون شو
په پاکستان کې په ملي کچه یو نوموتی خبریال عمران ریاض خان چې څه باندې پنځه میاشتې وړاندې پولیسو نیولی و او د مرګ او ژوند هیڅ درک یې نه و څرګند، دوشنبه سپټمبر ۲۵ (تلې ۳) بیرته خپل کور ته ستون شوی.
د ابرامز زغره وال امریکایی ټانکونه اوکراین ته ورسیدل: زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د دوشنبې په ورځ، سپټمبر ۲۵ (تلې دویمه)، وویل چې د اوکراین پوځ د ابرامز امریکايي زغره وال ټانکونه ترلاسه کړي دي.
د افغانستان د تياتر، راډيو او ټلويزيون هنرمند عبدالغياث واحدي مړ شو
د افغانستان د تياتر، راډيو او تلويزيون تکړه او وتلی هنرمند، عبدالغياث وحيدي د ورپېښې ناروغۍ له امله په کابل له نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
د پاکستان د سند د کورنیو چارو وزیر: ټول غیرقانوني کډوال شړو
د پاکستان د سند ایالت د کورنیو چارو وزیر حارث نواز وايي، حکومت یې پتېیلې ده چې ټول غیرقانوني کډوال له پاکستان څخه وشړي.
ایا د کابل منزوي ساتل به پایله ولري؟ ستاسو غږ
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د کابل انزوا به نتیجه ورنکړي. آیا د کابل په انزوا سره د افغانانو او افغانستان ستونزې هواریدلای شي؟ پر همدې موضوع په ستاسې غږ ننني پروګرام کې د ګرانو اوریدونکو نظریات اخلو.