داغستان کې د پاریدلو خلکو یوې ډلې په هوایي ډګر یرغل کړی چې اسرائیلو پسې ګرځیدل
د روسیې د داغستان په جمهوریت کې د پاریدلو خلکو یوې ډلې یکشنبه اکټوبر ۲۹ (لړم۷) وروسته تر هغه په هوایي ډګر یرغل وکړ او دننه ورغلل چې اوازه خپره شوه د اسرائیل څخه یوه الوتکه دې هوایي ډګر کې ښکته شوې.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
پاکستان کې د افغان کډوالو ملاتړ لپاره د "عورت مارچ" لاریونونه
د عورت مارچ په نامه د میرمنو یوې ډلې یکشنبه اکټوبر ۲۹ (لړم ۷) د پاکستان د لاهور، اسلام آباد، کراچۍ، لاهور او ملتان په ښارونو کې د پاکستان د حکومت هغې پریکړې په خلاف مظاهرې وکړلې چې له مخې یې پدې هیواد کې میشت غیر قانوني افغان کډوال ایستل کیږي.
پاکستان کې د اسلام پالو ګوندونو پلویانو د اسرائیل ضد لاریونونه کړي
په پاکستان کې د جماعت اسلامي ګوند زرګونو پلویانو یکشنبه اکټوبر ۲۹ (لړم۷) په پایتخت اسلام آباد کې په غزې کې په فلسطینیانو باندې د اسرائیل بمباریو پر ضد لاریون وکړ او د امریکا ضد شعارونه یې ورکول.
ملګرو ملتونو له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغانانو شړل وځنډوي
د ملګرو ملتونو ادارې خبرداری ورکړی دی چې د پاکستان له خوا د څه باندې یو میلیون "بې اسنادو" بهرنیو اتباعو د اخراج پلان عملي کول د بشري حقونو د ناورین لامل شي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ولی د طالبانو پر حکومت او مشرانو نړیوال بندیزونه لګیدلي؟ - سپینې خبرې
د افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي ویلي چې افغانستان باندې بندیزونه د ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې مخه نیسي. ولی د طالبانو پر حکومت او مشرانو نړیوال بندیزونه لګیدلي؟
سپینه ماڼۍ: اسرائیل دې د ولسي فلسطینیانو او حماس اورپکو ترمنځ فرق وکړي
د سپینې ماڼۍ ویاند وايي چې اسرائیل باید، هر څه چې کولای شي، د بې ګناه خلکو د حفاظت لپاره دې ترې کار واخلي او په غزه کې دې د حماس تندلارو او ولسي فلسطینیانو ترمنځ توپیر وکړي.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
په غزې د اسرائیل د ځمکنیو عملیاتو دویم پړاو – اشنا د یکشنبې خبري ټولګه
نن یکشنبې د امریکاغږ اشنا په خپرونه کې؛ په غزې تړانګې د اسرائیل د ځمکنیو عملیاتو د دوېم پړاو وروستی حال اورئ. په پاکستان کې د افغانو کډوالو وضعیت ته کتنه کوو، او په افغانستان کې د نجونو لپاره د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې د یوې لېسې زده کوونکو د انلاین زدکړو همکاري پېل کړې.
ايا پاکستان به د کډوالو په اړه په خپلې پریکړې بیا غور وکړي؟ - د اتصال خپرونه
په پاکستان کې د افغان کډوالو د پاتې کیدو په اړه نړیوال دریځ، پاکستان بې اسناده کډوال وباسي. نړیوال سازمانونه د پاکستان دغه پریکړه له بشري حقونو څخه سرغړونه بولي. که پاکستان له خپلې پرېکړې لاس وانخلي، د دغو ټولو افغان کډوالو برخلیک به څه وي؟ ایا په افغانستان کې د طالبانو حکومت ددې افغانانو لپاره منظم تدابیر لري؟ او د طالبانو لخوا په ښارونو کې د امنیتي کمرو لګول به جنایي پيښې کچه راټیټه کړي؟ په دې دوو موضوع ګانو په جلا بحثونو کې د میلمنو سره خبرې شوي.
رئیسي: د اسرائیل کړنې به هر کس مجبور کړي چې اقدام وکړي
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي نن د اکټوبر په ۲۹ (لړم ۷مه) یو ځل بیا پر غزې د اسرائیل په بریدونو باندې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې پر غزې د اسرائیل هوايي بریدونه "له سرې لیکې اوښتي دي".
په قزاقستان کې د ۴۲ کسانو د مړینې له کبله ملي ماتم دی
په قزاقستان کې د ډبرو سکرو په یو کان کې د اورلګیدو په نتیجه کې د لسګونو کسانو د مړینې په خاطر په ټول هیواد کې ملي ماتم اعلان شوی دی.
په هند کې د مسیحیانو د دوعا په مذهبي مراسمو چاودنه شوې
د هند د کېرالا په ایالت کې پولیس وايي چې بندري ښار کوچي ته نژدې د «کالاماسري» په نوم یو مرکز کې د مسیحیانو د دوعا په مذهبي مراسمو کې چاودنه شوې، یو تن وژل شوی او ۳۶ نور ژوبل دی.