طالبانو بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د حقونو د دفاع لپاره یوه کمیته جوړه کړې
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي چې په بهرنیو هېوادونو کې د میشتو افغان کډوالو د مدني، فامیلي او خصوصي حقونو د دفاع لپاره د دغه حکومت د عدلیې وزارت د مرستیال په مشرۍ د حقوق پوهانو په ګډون یوه کمیټه جوړه کړې ده.
ملګري ملتونه: کوکنارو کرکیلې کې ۹۵ ٪ کموالی؛ 'بزګرانو ته بدیل معیشت برابرول بیړنۍ اړتیا ده'
د ملګروملتونو د نشه یي توکو او جرمنو په وړاندې ادارې (UNODC) یوه تازه سروې ښيي چې د تیر۲۰۲۲ کال د کوکنارو د کرکیلې د بندیدو په اړه د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د فرمان وروسته په دغه هیواد کې د کوکنارو په کرکیله کې ۹۵ فیصده کموالی راغلی دی.
د هسپانیې ساحلي ګارډ وایي سلګونه پنا غوښتونکي یې له ډوبیدو ژغورلي
د هسپانیې ساحلي ګارډ شنبه نومبر ۴ (لړم۱۳) ویلي چې د اتلانیک سمندر د کانري په ټاپوګانو کې یې تر پنځو سوو ډیر پنا غوښتونکي له ډوبیدو ژغورلي دي.
واشنګټن کې د فلسطینیانو په پلوۍ د زرګونو کسانو مظاهره
زرګونو کسانو شنبه نومبر ۴ (لړم۱۳) د متحده ایالاتو په پایتخت واشنګټن ډي سي کې د فلسطینیانو په پلوۍ مظاهره وکړه او په جمهور رئیس جو بایډن یې د اسرائیل سره د ملاتړ له کبله انتقادونه وکړل.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د اسرائیل او د لبنان د حزب الله ترمنځ نښتې شوي
د اسرائیل پوځ او د لبنان د حزب الله ځواکمنې ډلې د شنبې په ورځ نومبر په څلورمه (لړم ۱۳) په سرحدي سیمې کې نښتې وکړې او دواړو خواوو ادعا وکړه چې د پولې په اوږدو کې یې د یو بل پوستونه په بریالیتوب سره په نښه کړي دي.
د پاکستان په امنیتي ځواکونو د بریدونو زیاتوالی - نن او وضعیت
وسله والو، نن د پنجاب ایالت د میانوالی په ښار کی د پاکستان د پوځ د هوایی ځواک په یو مرکز برید کړی دی. ددی نه مخکی په دریو بریدونو کی، ۱۷ تنه پاکستاني پوځیان او امنیتي مامورین وژل شویدي. بلوڅو بیلتون غوښتونکو او پاکستاني طالبانو، پدې وختونو کې په امنیتي ځواکونو بریدونو ته زور ورکړی. وجه څه ده، پایله به څه وی ؟ د حل لاره یی څه ده ؟ د نن او وضعیت په خپرونه کې د نړیوالو سیاسي چارو کارپوه او شنونکی- ډاکټر حکمت الله حکمت سره په دې اړه بحث لرو.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
پاکستان هغه افغانان نه باسي چې په امریکا کې بیا میشتیدو ته په تمه دي
د پاکستان حکومت پداسې حال کې چې د غیرقانوني مهاجرت پر وړاندې مبارزه کوي، خپلو مقاماتو ته امر کړی هغه افغانان چې امریکا ته د تللو انتظار باسي، ونه نیسي.
ایران ته د طالبانو د یو لوړپوړي پلاوي سفر - سپینې خبرې
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وايي، چې ملا عبدالغني برادر، نن شنبې نومبر څلورمه د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر کړی دی. دغه پلاوی د ایران د چارواکو سره ، د دوه اړخیزو اړیکو، تجارت او ترانزیتی مسایلو په ګډون په یو لړ موضوعاتو غږیږی. پداسې حال کې چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري، د طالبانو حکومت تر کومه بریده په ایران کې د افغان کډوالو د ورته برخلیک په اړه اندېښمن دی؟
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
اسرائیل د اوربند څخه ډډه کوي- د اشنا خبري خپرونه
د امریکا غږ، اشنا د شنبې په خپرونه کې؛ په پاکستان کې د افغانو خبریالانو د اېستلو، د اوربند سره د اسرائیل د مخالفت او د کرکټ لوبو په هکله مهم راپورونه لرو.
د حماس-اسرائیل جګړه؛ بلیکن ترکیې ته سفر کوي
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د یکشنبې په ورځ نومبر پنځمه (لړم ۱۴) ترکیې ته سفر کوي چې د غزې تړانګې د اوسني وضعیت په اړه د هغه هیواد له چارواکو سره وګوري.