د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د ډزو تبادله - د اشنا د شنبې خبرې خپرونه
د اسرائیلو په شمالي پوله کې د حزب الله او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ د ډزو تبادله شوې، اسرائیلي پوځیان وایي د احتمالي تاوتریخوالو لپاره چمتو دي.
امریکایي مقام: که یرغمل خوشې شي د غزې په جګړه کې به 'مهم' ځنډ راشي
د منځني ختیځ په چارو کې د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن سلاکار د شنبې په ورځ نومبر ۱۸ )لړم ۲۷) وویل چې که په غزه کې د حماس له خوا یرغمل شوي کسان خوشې شي، نو د اسراییل او حماس ترمنځ په جګړه کې به "د پام وړ وقفه" راشي.
هېواد ته د افغان کډوالو جبري ستنېدل - یوه موضوع څو زاویې
نړیوالې مرستندویې ادارې وایي ستنېدونکي افغان کډوال د یوې تیاره راتلونکې سره مخ دي. د ژغورنې نړیوالې کمېټې په وینا په تورخم کې اړتیاوې زیاتې دي او هره ورځ د سلګونو کډوالو په ستنیدلو سره په دغه سیمه کې د کورنیو شمېر مخ پر زیاتیدو دی.
دیابت یا د شکرې ناروغۍ څه شی دی او څنګه یې مخنیوی کیدای شي - بو علي سینا
د بوعلي سینا ددې اونۍ په خپرونه کې؛ د نشه یي توکو د زیانونو په اړه د پوهاوي کچې په لوړولو کې د لیکوالانو ونډه، د ځواني دانې (ځوانکۍ) د درملنې لارې چارې، د ښځینه میاشتنې ناروغیو د بندیدو او د سرطان د اخته کیدو ترمنځ اړیکه، د مثانې انتاناتو د نه درملنې اختلاطات، په افغانستان کې د سیروم تولید فابریکې فعالیت او د روغتیا نړۍ اړوند یو شمېر نور خبرونه شامل دي.
پخواني افغان پوځیان د امریکا کانګرس ته: زمونږ برخلیک ته پاملرنه وکړئ
د افغانستان د پخواني پوځ په زرګونو منسوبینو په یو سرخلاصي لیک کې د امریکا د متحده ایالاتو له کانګرس څخه د هغوی ناسم وضعیت ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې ده.
ملګري ملتونه: له پاکستان څخه په جبري ډول د کډوالو ستنول افغانستان کې بحران لا پراخوي
د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنري(UNHCR) وايي چې له پاکستان څخه افغانستان ته د ژمي د موسم د پیل سره سم په ناڅاپي ډول د سلګونو زرو افغان کډوالو ستنیدل به په دغه هیواد کې بشري بحران لاپراخه کړي.
ماشومانو ملاتړ اداره: ستنیدونکي افغان کډوال په لوړه کچه په ناروغیو اخته کیدو له ګواښ سره مخ دي
د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې (Save the Children) له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د ستنیدلو ماشومانو په اړه اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې زرګونه ستنیدونکي کډوال مخ په زیاتیدونکي ډول په لوړه کچه په خطرناکو ناروغیو د اخته کیدو له ګواښ سره مخامخ دي.
امریکا په عراق کې د ایران له ملاتړ برخمنو ملیشو باندې بندیزونه ولګول
د متحده ایالاتو حکومت جمعه نومبر ۱۷ (لړم۲۶) په عراق کې د کتایب حزب الله ملیشو په شپږ غړیو چې ایران یې تر شا ولاړ دی، بندیزونه ولګول.
کاکړ: په اوکراین مو وسلې ندي پلورلي
د پاکستان سرپرست صدراعظم انورالحق کاکړ وایي هیواد یې هیڅ داسې وسلې ندي پلورلي چې په اوکراین کې جګړې کې ترې کار واخیستل شي او پدې هکله رپوټونه یې "مغشوش والی" وباله.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
امریکا په جاپان د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو پلور منظور کړ
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت جمعه نومبر ۱۷ (لړم۲۶) د توماهاک-۴۰۰ په نامه د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو پېر لپاره د جاپان غوښتنه ومنله.
اردوغان په یو بحث پارونکي سفر جرمني ته ولاړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ نومبر ۱۷ (لړم ۲۶) د یو جنجالي سفر په ترڅ کې د جرمني له مشرانو سره د خبرو اترو په خاطر برلین ته ورسید او د جرمني له ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر سره یې وکتل.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
امریکا او چین په اسیا-ارام سمندر حوزه کې د سوداګریزو ملګرو موندلو سیالي کوي
د اسیا - ارام سمندر حوزې د اقتصادي همکارۍ (اپیک) په غونډه کې د امریکا ولسمشر جو بایډن د دې حوزې ۱۹ هیوادونه د امریکا سره ملګرتیا کولو ته پداسې حال کې هڅولي، چې د چین ولسمشر هم د دغه غونډې په لړ کې د اسیايي مشرانو او مخکښو شرکتونو د رئیسانو سره په ناستو کې ورته هڅه کړې ده.
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰