ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د مسلکي کادرونو تګ افغانستان له کومو ستونزو سره مخ کړی؟ - اتصال

د افغانستان د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي د روغتيايي خدمتونو او ښځينه ډاکټرانو له نشتوالي شکایت کوي. ویل کېږي چې د طالبانو لخوا محدودیتونو او د کادرونو وتلو خلک د ستونزو سره مخ کړي دي. د اتصال په دې خپرونه کې ددغه وضعیت د دوام پر پایلو بحث شوی او همدارنګه د کرکټ نړیوال جام کې د افغانستان او پاکستان لوبه څېړل شوې ده.

23.10.2023 امریکا غږ

اذربایجان له ترکیې سره د ارمنستان پر پوله ګډ پوځي تمرینونه کوي

د اذربایجان د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ، اکتوبر ۲۳ ( لړم لومړی) د ارمنستان پولې ته څېرمه ددغه هېواد او ترکیې ترمنځ د ګډو پوځي تمرینونو د پیلیدو خبر ورکړ.

23.10.2023 امریکا غږ

یوناما: پر نجونو او ښځو د طالبانو له خوا محدودیونه لا زیات شوي

یوناما په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د خپلو تیرو راپورونو په دوام د روان کال د اګست او سپتمبر دمیاشتو په اړه په یوه تازه راپور کې ویلي چې طالبانو پر ښځو او نجونو باندې د پخوانیو محدودیتونو په دوام په دغو دوو میاشتو کې نور محدودیونه هم لګول دي.

23.10.2023 امریکا غږ

اسرائیل پر غزه او لبنان هوايي بریدونه کړي

د اسرائیل پوځ د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۲۳ (لړم ۱) پر غزې تړانګې باندې په داسې حال کې هوايي بریدونه وکړل چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د بشردوستانه اوربند د غوښتنې دپاره غونډه وکړه.

23.10.2023 امریکا غږ

طالبان: پاکستان افغان کډوالو ایستلو په مسله درې اړخیزې غونډې جوړیدو سره لا موافقه نه ده کړې

په داسې حال کې چې د پاکستان له خوا ددغه هیواد څخه قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو ټاکل شوې مودې ته اته ورځې پاتې دي، د طالبانو حکومت وايي دغه هیواد تراوسه په دې مسله د خبرو لپاره د ملګروملتونو په ګډون د یوې درې اړخیزې غونډې جوړیدو سره موافقه نه ده کړې.

23.10.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه: هرات کې زلزله ځپلې میرمنې د "مرګوني" حالت سره مخ دي

په افغانستان کې د میرمنو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وایي د هغو محدودیتو له کبله چې د طالبانو حکومت په میرمنو او نجونو لګولي، د هرات په ولایت کې زلزله ځپلې میرمنې "نه یوازې په سخت بلکې په مرګوني حالت کې دي".

23.10.2023 امریکا غږ

امریکا او غربي متحدینو یې یو ځل بیا اسرائیل سره خپل ملاتړ څرګند کړ

سپینه ماڼۍ وایي جمهور رئیس جو بایډن یکشنبه اکټوبر ۲۲ (تلې۳۰) د برتانیې، کاناډا، فرانسې، جرمني او ایټالیا د مشرانو سره د اسرائیل او حماس تر منځ جګړې په هکله خبرې کړې او یو ځل بیا یې د تل ابیب سره د خپل ملاتړ څرګندونه کړې.

23.10.2023 امریکا غږ

د صدام حسین لور په ۷ کالونو بند محکومه شوه

په عراق کې یوې محکمې یکشنبه اکټوبر ۲۲ (تلې ۳۹) د پخواني دیکتاتور صدام حسین لور په غیبي توګه په اوو کالونو بند تیرولو پدې خاطر محکومه کړه چې د خپل پلار بعث ګوند ترویج کولو لپاره یې ویناوې کړي.

23.10.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

23.10.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

22.10.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

22.10.2023 امریکا غږ

په کم عمر کې واده کول څه زیانونه لري؟ - سپینې خبرې

افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر "سیګار" وايي په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې په جبري ډول او د کم عمرلرونکو نجونو ودول زیات شوي دي. په کم عمر کې واده کول څه زیانونه لري؟

22.10.2023 امریکا غږ

د اسرائیل-حماس جګړه: امریکا په منځني ختیځ کې د تشدد زیاتېدو په ضد خبرداری ورکړ 

د امریکا د دفاع وزیر لوید استن د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۲۲ (تلې۳۰) د اسرائیل-حماس ترمنځ د جګړې په ترڅ کې په منځني ختيځ کې د کړکیچ د هر ډول زیاتېدو په ضد خبرداری ورکړ. تر دغه خبرداري څو ساعته مخکې د امریکا د دفاع وزارت په سیمه کې خپل پوځي چمتوالی زیات کړ. د دفاع وزیر استن وویل چې متحدو ایالتونو «په سیمه کې زموږ په سرتېرو باندې د بریدونو د پام وړ زیاتوالي» احتمال لیدلی او په خبره یې ځواکونه یې د «ځواب ویلو» لپاره چمتو دي. نوموړي له امریکایي شبکی « ABC News» سره په خبرو کې وویل: «که هره ډله او یا هر هېواد د دغه تاوتریخوالي زیاتول غواړي او له دغه بدمرغه وضعیت څخه، چې موږ یې ګوور، ګټه اخلي، زموږ مشوره ورته دا ده چې: مه یې کوئ». نوموړي زیاته کړه: «موږ له ځانونو څخه د دفاع حق ساتو او د مناسب اقدام په اخیستلو کې به زړه نازړه نشو.» د نوموړي تر دغو څرګندونو څو ساعته مخکې پنټاګون وویل چې د «ایران او د هغه د نیابتي ډلو له لوري» د وضعیت د خرابېدو په ځواب کې خپل چمتوالی زیاتوي. لوید استن د هوايي دفاع د سیستمونو د فعالېدو امر کړی او اضافي ځواکونه یې خبر کړي چې ښايي ژر واستول شي. استین ونه ویل چې په سیمه کې د موجوده امریکايي سربېره به څومره نور ځواکونه واستول شي. تر دې مخکې استن په یوې اعلامیې کې ویلي وو چې له ولسمشر جوبایډن سره یې «په تفصیل بحثونه» کړي دي. هغه زیاته کړه: «دا اقدامات به په سیمه کې د مخنیوي هڅې قوي، د امریکایي عسکرو حفاظت ځواکمن او د اسرائیل په دفاع کې مرسته وکړي.» د متحدو ایالتونو حکومت دا ګامونه په اسرائیل باندې د حماس د تېرې اوونۍ د ناببره بریدونو څخه وروسته اخیستي، په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۴۰۰ اسرائیلیان ووژل شول او ۲۰۰ نور یرغمل ونیول شول. اسرائیل د حماس په ضد د جنګ اعلان کړی او په غزه کې د حماس تر ولاک لاندې د عامې روغتیا وزارت وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې ۴۶۵۰ تنه وژل شوي چې اکثریت یې ملکیان دي. اسرائیل وايي چې تراوسه یې د حماس ډلې ۱۵۰۰ جنګیالي وژلي دي. د اسرائیل پوځ، چې د ځمکنیو عملیاتو لپاره ځانونه چمتو کوي، وايي چې په غزې کې به د حماس په ضد بریدونه نور هم زیات کړي. په همدې حال کې له لبنان سره د اسرائیل په شمالي سرحد کې کې هم وضعیت خراب شوی. دغلته د اسرائیل عسکرو د حزب الله ډلې له جنیګالیو سره د ډزو تبادله کړې ده. حزب الله وايي چې د شنبې په ورځ یې د لبنان په جنوب کې څلور جنګیالي وژل شوي. د فلسطین د اسالامي جهاد ډله هم وايي چې د دوی یو جنګیالی وژل شوی. د ایران له ملاتړه برخمنو وسله والو ډلو ګواښ کړی، چې د اسرائیل د ملاتړ له کبله به په عراق او نورو سیمو د امریکا په ګټو بریدونه کوي. د دغه راپور معلومات د فرانس پرس اژانس څخه اخيستل شوي.

22.10.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

22.10.2023 امریکا غږ

په غزې تازه بریدونه او د مذاکراتو ناکامي – د اشنا د یکشنبې خبري ټولګه

د امریکاغږ اشنا د یکشنبې په خپرونه کې په غزې او لویدیځه غاړه د بریدونو وروستی حال او په قاهره کې د منځني ختیځ د سولې خبرو پاېلو په اړه راپور اورئ. د پاکستان نه د افغان کډوالو ایستلو په اړه د اروپايي ټولنې غوښتنه او د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د افغان لوبډلې راتلونکو لوبو ته کتنه شوې.

22.10.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more