ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د اسرائیل پوځ په سوریې کې نظامي تاسیسات ویشتي دي

د اسرائیل پوځ په سیمه ایز وخت چارشنبه اکتوبر ۲۵ (لړم ۳) ویلي چې په سوریه کې دننه د دې هیواد نظامي تاسیسات یې پر اسرائیل د هاوان توغندیو واریدو په غبرګون کې ویشتي دي.

25.10.2023 امریکا غږ

پاکستان د غیر قانونی افغان کډوالو ایستلو لپاره ځانګړي مرکزونه جوړوي

پداسې حال کې چې د پاکستان د حکومت هغه مهلت ته چې ټولو غیر قانوني کډوالو ته یې ورکړی، د یوې اوونۍ څخه لږه موده پاتې، د دې هیواد حکومت پلان لري چې د غیر قانوني کډوالو د نیولو او بیرته خپلو هیوادونو ته د استولو لپاره ځانګړي مرکزونه جوړ کړي.

25.10.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

25.10.2023 امریکا غږ

بایډن د عربستان له ولیعهد سره د منځني ختیځ د امنیت په اړه خبرې کړي

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۴ (لړم دوهمه)  د سعودي عربستان د ولیعهد او صدراعظم محمد بن سلمان سره د منځني ختیځ د امنیتي‌ وضعیت په اړه تلیفوني خبرې وکړې.  

24.10.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

24.10.2023 امریکا غږ

اردوغان: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غزې کړکیچ ژور کړی  

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۴ (لړم دویمه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تورنه کړه چې «اسرائیل ته یې ځان ټیټ کړی او په غزې کې یې کړکیچ زیات» کړی دی. 

24.10.2023 امریکا غږ

دیني عالمان: د پولیو واکسین 'حرام' نه دی

د ګوزڼ یا پولیو واکسین د تطبیق په لاره کې یو خنډ ددغه واکسین د ترکیب په اړه هغه ناسم پوهاوی ښودل کیږي چې ګمان کوي په جوړولو کې یې داسې مواد کارول کیږي چې په اسلام کې حرام ګڼل کیږي.

24.10.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

24.10.2023 امریکا غږ

ګوزڼ ولې تر اوسه په افغانستان کې د خلکو ژوند ګواښي؟ - سپینې خبرې

نن د پولیو یا ګوزڼ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. دا ناروغي ولې تر اوسه په افغانستان کې د خلکو روغتیا او ژوند ګواښي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کلتوي معافیت مرستیال ګلاخان ایوب او ډاکټر نورالحق یوسفزي سره په دې اړه خبرې شوي دي.

24.10.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

24.10.2023 امریکا غږ

اسرائیل د حماس د ځینو مشرانو د وژلو ادعا کوي - د اشنا د سه شنبې خبري ټولګه

د امریکا غږ، اشنا ټلوېزیون د سې شنبې په خپرونه کې د پولیو د نړیوالې ورځې، د حماس د ځینو قوماندانانو د وژل کېدو او د لوبو په ډګر کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د تاریخي بریا په اړه راپورونه خپروو.

24.10.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه د افغانستان د ستونزې حل په دوو موضوعاتو پورې تړلی ګڼي - اتصال

د ملګرو ملتونو استازو د افغانستان د ستونزې حال د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو په لیرې کولو او نړۍ ته د دې ډاډ په ورکولو پورې تړلی بللی چې له افغانستان څخه به یې امنیت ته ګواښ نه پېښېږي. د اتصال په خپرونه کې دا موضوع څېړل شوې او همدارنګه په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ پر څرنګوالي بحث شوی دی.

24.10.2023 امریکا غږ

افغانستان د ۱۷۷ هېوادونو په منځ کې د ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد ګڼل شوی

د ښځو د سولې او امنیت لپاره د جورج ټاون انستیتوت وايي، چې افغانستان په روان ۲۰۲۳ کال کې ددغه انسیتیوت او د ناروې د سولې د څیړنو انسیتیوت له خوا د شویو ارزونو له مخې د ښځو د وضعیت په برخه کې د ۱۷۷ هیوادونو په نوملړ کې ترټولو شاته ځای نیولی دی.

24.10.2023 امریکا غږ

امریکا کې د غبار له کبله سلګونه موټر ټکر شوي او ۷ کسان مړه دي

د امریکا په جنوبي ایالت لویزیانا کې د یوې لویې لارې په اوږدو کې په هوا کې د دود او غبار له کبله په سلګونو موټر له یو بل سره ټکر شوي او اووه کسان پکې مړه شوي دي.

24.10.2023 امریکا غږ

یونیسف: تیره میاشت شپږ میلیون څخه زیاتو افغانانو ته خواړه او روغتیايي خدمتونه برابر شوي

د ملګروملتونو د ماشومانود ملاتړ اداره یونیسف په یوراپور چې د سه شنبې په ورځ اکتوبر۲۴(لړم دوییم) یې خپور کړی ویلي، چې د ملګروملتونو ادارو د روان کال د سپټمبر په تیره میاشت کې په افغانستان کې له شپږ میلیونو څخه زیاتو افغانانوته روغتیايي خدمتونه او خواړه برابر کړي دي.

24.10.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more