ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


غني: افغانستان د نړیوال ترورزم سره د جگړې لومړۍ کرښه ده

ولسمشر غني پر نړیوالو غږ وکړ چې د افغانستان په پېچلې جګړه کې ورسره د مرستې لاس ورکړي

19.02.2017 امریکا غږ

د ټرمپ پلویانو دده اقدامات وستائل

د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پلویانو د سرحدی امنیت او د غیرقانونی مهاجرو په تړاو د محافظه کارو رایه ورکونکو پوره ملاتړلري.

19.02.2017 امریکا غږ

افغانستان له زمبابوې نه د کرکټ دویمه لوبه هم وګټله

افغانستان د کرکټ د پنځو یوې ورځنیو سیالیو په دویمه لوبه کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړه. افغانستان دا لوبه په ۵۴ منډو وګټله.

19.02.2017 امریکا غږ

ننګرهار کې د پاکستان د توغندیزو بریدونو ضد مظاهره وشوه

د ننګرهار او کونړ په دریو ولسوالیو د پاکستاني لوري نه د توغندیزو بریدونو لړۍ روانه ده چې تر اوسه پکې دوه ملکیان وژل شوي او درې نور زخمیان دي

19.02.2017 امریکا غږ

سعودي او اسرائیل: ایران نړیوال تروریزم پالي

د سعودي د بهرنیو چارو او د اسرایلو د دفاع وزیرانو ایران تورن کړل چې په منځني ختیځ کې ګډوډي جوړوي او له افراطي ډلو ټپلو سره مرسته کوي.

19.02.2017 امریکا غږ

غني: که طالبان تر اوړي سوله ونه کړي، بندیزونه دې پرې ولګول شي

افغان ولسمشر غني د قطر د بهرنیو چارو له وزیره سره په کتنه کې ویلي، که طالبان تر پسرلي پورې سوله ونه کړي، نو په دوحه کې دې ددې ډلې دفتر وتړل شي.

19.02.2017 امریکا غږ

د پاکستان له راکټي بریدونو وروسته افغان امنیتي چارواکي ننګرهار ته تللي

له تیرو دریو ورځو راهیسې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د افغانستان د ختیځو ولایتونو په سرحدي ولسوالیو کې د شاوخوا ۴۰۰ راکټي بریدونو وروسته نن د افغان حکومت یو لوړپوړی امنیتي پلاوی د دغې موضوع د څیړلو لپاره ننګرهار ولایت ته تللی دی.

19.02.2017 امریکا غږ

غني: افغانستان د ۲۰ نړیوالو تروریستي ډلو سره په جنګ دی

ولسمشر محمد اشرف غني د مونیخ په کنفرانس کې نړیوالو ته وویل چې افغانستان د ۲۰ نړیوالو ترهګرو ډلو سره د جنګ په لومړۍ کرښه کې دی

18.02.2017 امریکا غږ

ملگري ملتونه د میانمار له مشرۍ غواړي د روهنگیانو غم وخوري

د میانمار په مشره انگ سانسوچې باندی بین المللی فشار زیات شویدې چې د روهنگیا دمسلمانو د بدي ورځي په غم خوړلو کې ناکامه شویده.

18.02.2017 امریکا غږ

سعودي عرب شاوخوا ۴۰زره پاکستانیان شړلي دي

سعودي په تېرو شاوخوا څلورو میاشتو کې لږ تر لږه ۴۰۰۰۰ زره پاکستانیان له خپلې خاورې شړلي دي.

18.02.2017 امریکا غږ

د امریکا د دفاع وزیر وايي د ناټو دفاع مو اساسي ژمنه ده

د امریکا دفاع وزیر جم مټیس اروپايي متحدینو ته ویلي دي چې د امریکا امنیت په اروپا پورې تړلی دی او د ناټو دفاع یوه اساسي ژمنه ده.

18.02.2017 امریکا غږ

شهیم:د پاکستان لست څېړو، خو هغوی باید اقدام وکړي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د پاکستان ۷۶ کسیز لست څیړي، خو ټینګار کوي چې پاکستان دې هم د افغان حکومت له خوا د سپارل شوو لیستونو په تړاو عملي اقدامات ترسره کړي.

18.02.2017 امریکا غږ

د داعش د نیول شویو غړو له خولې یې واورئ

په ننګرهار کې چارواکو د داعش پر ضد عملیات پیل کړي او په دغه لړ کې یو شمېر نیولي هم دي.

18.02.2017 امریکا غږ

افغان پوځ وايي دوو کلونو کې یې د داعش ۱۹۹۵ غړي وژلي

د افغانستان دفاع وزارت وايي په یو کال کې یې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د داعش د جګړه مارې ډلې ۱۹۵۵ کسان وژلي دي.

18.02.2017 امریکا غږ

سره صلیب له وسله والو وغوښتل چې کار کوونکي يې پرېږدي

د سره صلیب نړیوالې کمیټې له ښکېلو خواوو غوښتي چې د دوی هغه دوه کارکوونکي خوشي کړي چې د روان کال د سلواغې پر شلمه نامعلومو وسله والو د دې هېواد د جوزجان په ولایت کې برمته کړي دي.

18.02.2017 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more