امریکا د ناګورنو-قره باغ له ځپل شویو سره څه باندې ۴ میلیون ډالر مرسته کوي
امریکا وايي چې په ناګورنو-قره باغ کې د کړکیچ له کبله د ځپل شویو خلکو سره ۴.۱ میلیون ډالر مرسته کوي.
حماس وايي له اسرائیل سره اوربند ته نږدې شوی
د حماس سره د لسګونو یرغمل شوي بندیانو د خوشې کېدو په اړه هیلې په داسې حال کې زیاتې شوي چې د حماس د ډلې مشر او منځګړي هېواد قطر د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۱ (لړم ۳۰) وویل چې دغه ډله په غزه کې له اسرائیل سره د اوربند تړون ته نږدې شوې ده.
پوزه ولې وینې کیږي او مخنیوی یې څنګه کیږي؟
د مختلفو عمرونو نارینه او ښځې کله ناکله له پوزې څخه د وینې له بهېدو شکایت کوي چې دغه حالت مختلف لاملونه لري.
روسیې او هند د بنګال په خلیج کې ګډ سمندري تمرینات پیل کړي
روسیې د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۱ (لړم ۳۰) وویل چې د بنګال په خلیج کې له هند سره ګډ سمندري تمرینات کوي.
اذربایجان فرانسه په قفقاز کې د جګړې په پارولو تورنه کړه
د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۱ (لړم ۳۰) فرانسه تورنه کړه چې د باکو سرسخت مخالف هېواد ارمنستان ته د وسلو په ورکولو سره په قفقاز کې جګړه پاروي.
طالبان وايي پاکستان د تجارتي کاروانونو په مخ د تورخم لاره بنده کړه
د ننګرهار په ولایت کې د طالبانود حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن – سپین بولدک د سرحدي لارې د تړلو وروسته تورخم سرحدي لار هم د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.
معترضې ښځې: طالبان د مدني فعالانوپه نیولو د عدالت غوښتنې غږ نشي ځپلی
د کندز ولایت د افغانستان د معترضو ښځو د غورځنګونو اتیلاف یو شمیر غړو په یو سر تړلي ځای کې په یوه غونډه کې ټینګار کړی چې د طالبانو له خوا د مدني ټولنې د فعالانو نیول او په زندان کې اچول د هغوی د عدالت غوښتنی مخه نشي نیولی.
ملګرو ملتونو د راستنیدونکو افغانانو لومړنیو اړتیاو لپاره ۱۰میلیونه ډالر ځانګړي کړي
د بشرپاله مرستو په چارو کې د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیال مارټین ګریفیټس وايي چې له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د لومړینو اړتیاو د پوره کولو لپاره یې لس میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.
د بایډن ۸۱ کلن کیدل، د جمهوري ریاست انتخابات او د رایو ورکوونکو اندیښنې
د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن دوشنبه نومبر ۲۰ (لړم۲۹) خپله ۸۱یمه کالیزه په سپینې ماڼۍ کې په ټوکو ولمانځله خو د جمهور رئیس عمر د امریکایي رایې ورکوونکو لپاره ټوکه نه بلکې اندیښنه ورکوونکي ده.
بوریل: د فلسطیني دولت جوړیدل د اسرائیل امنیت لپاره د تضمین تر ټولو غوره لار ده
د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل دوشنبه نومبر ۲۰ (لړم۲۹) وویل چې د اسرائیل د امنیت لپاره د تضمین تر ټولو غوره لار د فلسطین دولت جوړیدل دي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
د اسرائیل ځواکونو د غزې په شمال کې د حماس په ضد جګړو ته زور ورکړی
راپورونه وايي چې د اسرائیل پوځ په غزې کې د خپلو ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د حماس ډلې د جنګیالیو په ضد خپلو جګړو ته زور ورکړی دی.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د بګرام هوايي میدان ارزښت په څه کې دی؟ - سپینې خبرې
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د بیا واکمن کېدو په صورت کې د بګرام هوايي میدان د واک ترلاسه کولو دپاره د طالبانو سره تړون کوي. د بګرام پوځي هوايي میدان ستراتیژیک ارزښت په څه کې دی؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په همدې موضوع بحث کوو. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.