امریکا او چین په اسیا-ارام سمندر حوزه کې د سوداګریزو ملګرو موندلو سیالي کوي
د اسیا - ارام سمندر حوزې د اقتصادي همکارۍ (اپیک) په غونډه کې د امریکا ولسمشر جو بایډن د دې حوزې ۱۹ هیوادونه د امریکا سره ملګرتیا کولو ته پداسې حال کې هڅولي، چې د چین ولسمشر هم د دغه غونډې په لړ کې د اسیايي مشرانو او مخکښو شرکتونو د رئیسانو سره په ناستو کې ورته هڅه کړې ده.
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د عدالت نړیواله محکمه: اذربایجان باید قره باغ ته د خلکو "خوندي" ستنیدو ته اجازه ورکړي
د عدالت لپاره د ملګرو ملتونو نړیوالې محکمې د جمعې په ورځ، نومبر۱۷ (لړم ۲۶مه) اذربایجان ته لارښونه وکړه چې د ناګورنو قره باغ لانجمنې سیمې ته د خلکو خوندي راستنیدو ته اجازه ورکړي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
له پاکستان څخه د شړل شویو کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنې - حایل
له پاکستان څخه د کډوالو د شړلو لړۍ دوام لري. افغانستان ته د ستنو شویو سلګونو زره کډوالو د وضعیت په اړه نړیوالو خیریه ادارو اندېښنه ښودلې ده. ددغو کډوالو د ملاتړ مسئولیت د چا په غاړه دی؟ د حایل ددې اونۍ په خپرونه کې ورباندې بحث شوی.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
زرګونه اوکرایني ماشومان په زور بیلاروس ته وړل شوي - څیړنه
په یوې نوې څیړنه کې چې د یل پوهنتون لخوا د پنجشنبې په ورځ، نومبر ۱۶ (لړم ۲۵مه) خپره شوې وویل شوي، چې په ۲۰۲۲م کال کې په اوکراین باندې د روسیې د پوځي برید د پیل راهیسې له ۲۴۰۰ څخه ډیر اوکرایني ماشومان بیلاروس ته وړل شوي دي.
افغانستان کې د 'مشروع حکومت' رامنځ ته کېدو ته د پاکستان هیلې - دېرش دقیقې
پاکستاني چارواکي وايي په افغانستان کې د ټي ټي پي د پټنځایونو په اړه یې د طالبانو حکومت سره شواهد شریک کړې دي، خو طالبان وايي افغانستان په پاکستان کې دننه د امن د ټېنګولو مسؤلیت نه لري. د دېرش دقیقو په دې خپرونه کې ددې موضوع سربېره په افغانستان کې د "مشروع حکومت" د رامنځ ته کېدو په اړه د پاکستاني چارواکو د څرګندونو، په افغانستان کې د متحدو ایالتو د مرستو د څرنګوالي او د طالبانو لاس ته ددغو مرستو د لوېدو د اندېښنو په اړه بحث کېږي.
متحده ایالاتو کې د موټرو تجارت - ژوند په امریکا کې
د دې اوونۍ په خپرونه کې مو د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د موټرونو د یوه پلورنځي له خاوندانو سره خبرې کړې دي چې په امریکا کې د موټر د سوداګرۍ په اړه معلومات ترلاسه کړو.
د فرانسې یو سناتور د پارلمان یوې غړې ته په څښاک کې د نشه يي موادو د ورکولو په تور نیول شوی
په فرانسه کې څارنوالانو د جمعې په ورځ نومبر ۱۷ (لړم ۲۶) وویل چې ددغه هېواد یو سناتور د پارلمان پر یوې غړې د ممکنه جنسي تیري په نیت هغې ته په څښاک کې د نشيي موادو د ورکولو په تور نیول شوی دی.
امریکا کې د یو یهودي لاریون کوونکي د مړینې په تړاو یو کس نیول شوی
د متحده ایالاتو امنیتي چارواکي وايي، په کلیفورنیا ایالت کې د فلسطینیانو او اسرائیل په ملاتړ د مظاهره کوونکو ترمنځ اخ او ډب رامنځته شوی او په ترڅ کې یې یو یهودي وګړی له زخمي کیدو وروسته مړ شوی دی.
پاکستان: افغانستان سره مو د ټي ټي پي د پټنځایونو په اړه شواهد شریک کړي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د طالبانو له حکومت سره په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" د وسله والې ډلې د پټنځایونو په اړه د شواهدو د شریکولوخبر ورکړی دی.
ډبلیو ایچ او: ستنیدونو کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره ۱۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له پاکستان څخه د ۱.۳ میلیونو افغان کډوالو د ستنیدلو بهیر ته په پاملرنې ویلي چې د ستنیدونکو کډوالو دغه ناڅاپي بهیر د نورو عواملو سربیره د عامې روغتیا په برخه کې د پیښیدونکو ګواښونو په اړه اندیښنې زیاتې کړي دي.