په ټولې اروپا کې د فلسطینیانو په ملاتړ لاریونونه شوي
زرګونو کسانو شنبه نومبر ۱۸ (لړم۲۷) د فرانسې او برتانیې په ګډون په ګڼ شمیر اروپایي هیوادونو کې د فلسطینیانو په ملاتړ لاریونونه وکړل او په غزې کې د اوربند غوښتنه یې کوله.
جرمني دې هیواد ته د جګپوړي طالب چارواکي د سفر په هکله پلټنې کوي
د جرمني حکومت شنبه نومبر ۱۸ (لړم۲۷) تائید کړه چې دې هیواد ته یې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت یو جګپوړي چارواکي د "غیر مجوز" سفر په هکله پلټنې پیل کړیدي.
بایډن: غزه او لویدیځه غاړه باید د فلسطیني ادارې تر واکمنۍ لاندې وي
د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن شنبه نومبر ۱۸ (لړم۲۷) ویلي چې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې پای ته رسیدو وروسته د غزې تړانګه او لویدیځه غاړه چې اسرائیل قبضه کړې، باید د فلسطین ادارې تر واکمنۍ لاندې وي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
افغانستان ته ستنو شویو کډوالو لپاره سرپناه او روغتیايي اسانتېاوې- ستاسې غږ
د نن د ستاسې غږ خپرونه کې له پاکستان څخه افغانستان ته ستنو شویو کډوالو لپاره د سرپناه او روغتیايي اسانتېاو په اړه بحث کوو. موږ سره په ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰ باندې اړیکه ونیسئ او د موضوع په اړه مو راسره خپل نظر شریک کړئ.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزیتي ستونزې - نن او وضعیت
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یو مسوول وايي، سر له ننه افغانستان ته د افغان سوداګرو نږدې ۳۵۰۰ کانټینرونو لېږدیدل پیلېږي. د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان او پاکستان په ترانزیتي ستونزو او د حل په لارو چارو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مدیره پلاوي غړی، خانجان الکوزي سره خبری کوو.
د تروریزم ضد مبارزه کې به د روسیې او پاکستان ګډه همکاري څومره مهمه او ګټوره وي؟ - سپینې خبرې
د روسیې او پاکستان چارواکو په افغانستان او سیمی کی د امنیت لپاره موافقه کړیده چې دواړه به د تروریزم د مالي سرچینو د وچولو او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په نورو برخو کې په ګډه همکاري کوي. د تروریزم ضد مبارزه کې به ددې دوه هېوادونو مشترکه همکاري څومره مهمه او ګټوره وي؟
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د ډزو تبادله - د اشنا د شنبې خبرې خپرونه
د اسرائیلو په شمالي پوله کې د حزب الله او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ د ډزو تبادله شوې، اسرائیلي پوځیان وایي د احتمالي تاوتریخوالو لپاره چمتو دي.
امریکایي مقام: که یرغمل خوشې شي د غزې په جګړه کې به 'مهم' ځنډ راشي
د منځني ختیځ په چارو کې د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن سلاکار د شنبې په ورځ نومبر ۱۸ )لړم ۲۷) وویل چې که په غزه کې د حماس له خوا یرغمل شوي کسان خوشې شي، نو د اسراییل او حماس ترمنځ په جګړه کې به "د پام وړ وقفه" راشي.
هېواد ته د افغان کډوالو جبري ستنېدل - یوه موضوع څو زاویې
نړیوالې مرستندویې ادارې وایي ستنېدونکي افغان کډوال د یوې تیاره راتلونکې سره مخ دي. د ژغورنې نړیوالې کمېټې په وینا په تورخم کې اړتیاوې زیاتې دي او هره ورځ د سلګونو کډوالو په ستنیدلو سره په دغه سیمه کې د کورنیو شمېر مخ پر زیاتیدو دی.
دیابت یا د شکرې ناروغۍ څه شی دی او څنګه یې مخنیوی کیدای شي - بو علي سینا
د بوعلي سینا ددې اونۍ په خپرونه کې؛ د نشه یي توکو د زیانونو په اړه د پوهاوي کچې په لوړولو کې د لیکوالانو ونډه، د ځواني دانې (ځوانکۍ) د درملنې لارې چارې، د ښځینه میاشتنې ناروغیو د بندیدو او د سرطان د اخته کیدو ترمنځ اړیکه، د مثانې انتاناتو د نه درملنې اختلاطات، په افغانستان کې د سیروم تولید فابریکې فعالیت او د روغتیا نړۍ اړوند یو شمېر نور خبرونه شامل دي.
پخواني افغان پوځیان د امریکا کانګرس ته: زمونږ برخلیک ته پاملرنه وکړئ
د افغانستان د پخواني پوځ په زرګونو منسوبینو په یو سرخلاصي لیک کې د امریکا د متحده ایالاتو له کانګرس څخه د هغوی ناسم وضعیت ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې ده.