عراق کې د امریکا پر سفارت د توغندیو برید شوی
په عراق کې د امریکا د سفارت چارواکو د جمعې په ورځ دسمبر اتمه (لیندۍ ۱۷) وویل، د دغه سفارت پر لور څو توغندي توغول شوي دي.
عباس ستانکزی: د نجونو د ښوونځیو د تړلو له امله ملت له مونږ فاصله اخلي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي یو ځل بیا په افغانستان کې د خپل حکومت له خوا د لومړنۍ دورې پورته ښوونځیو کې د نجونو پر زده کړو په بندیز باندې کلک انتقاد کړی او ویلي دې چې د همدې مسلې له امله ملت له طالبانو فاصله اخلي.
تایوان وايي د چین یو بالون یې حریم ته وراوښتی
د تایوان د دفاع وزارت د جمعې په ورځ دسمبر اتمه (لیندۍ ۱۷) وویل، یو چینایي بالون یې کشف کړی چې د دواړو خواوو ترمنځ د تایوان د تنګي له منځنۍ کرښې د تایوان لور ته تیریږي.
جنرال منیر: غیرقانوني بهرني کډوال د پاکستان په امنیت او اقتصاد ناوړه اغیز لري
د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو په اړه د لنډ مهاله حکومت د پریکړې څخه دفاع کړې او ویلي دي چې اسنادو نلرونکي بهرني کډوال د پاکستان امنیت او اقتصاد باندې ناوړه اغیز کوي.
د ککړې هوا له کبله د لاهور ښار روغتونونه په ناروغو ماشومانو ډک شوي
د پاکستان د لاهور په ښار کې د روغتیا د برخې مسئولین وایي چې د ککړې هوا له کبله د ماشومانو ناروغۍ ۵۰ سلنه زیاتې شوې دي.
د ۱۹ کلنو اسیا کپ کرکټ سیالۍ؛ افغانستان له هند سره لوبه کوي
نن جمعه ډسمبر اتمه (لیندۍ۱۷) په متحدو عربو اماراتو کې د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ د اسیا کپ کرکټ سیالۍ پیلېږي، چې د افغانستان په ګډون اته لوبډلې په کې دي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
په غزه کې د اسرائيل د جګړې د کابینې د یو وزیر زوی وژل شوی
اسرائيلي رسنۍ وایي چې د غزې په جګړې کې د دغه هېواد د اضطراري کابېنې د یو غړي زوی وژل شوی دی.
امریکا اسرائيل ته: غزې کې د ملکيانو د خوندیتوب لپاره نور کار هم وکړئ
یو امریکايي مقام وايي چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اسرائيل د بهرنیو چارو له وزیر ران درمر سره خبرې کړې او په هغه یې فشار راوړی چې غزې ته بشري مرستې پرېږدي د ولسي تلفاتو د مخنیوي لپاره نور ډېر کار وکړي.
د ډنمارک پارلمان د قرآن د نسخو سوځول بند کړل
د ډنمارک پارلمان نن پنجشنبه، ډسمبر اوومه (لیندۍ ۱۶مه) یو لایحه تصویب کړه چې له مخې یې په عامه ځایونو کې د قرآن د نسخو سوځول منع اعلان شول.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
پوتین له رئیسي سره په کتنه کې د ایران او روسیې اړیکې ستایلي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ دسمبر اوومه (لیندۍ ۱۶) له خپل ایراني سیال ابراهیم رئیسي سره په کتنه کې د تهران او مسکو د اړیکو ستاینه وکړه. دواړه مشرانو د اسرائیل او حماس پر جګړې خبرې وکړې.
په افغانستان کې د شویو جرمونو په اړه د پلټنو غوښتنه - سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان کې پر مجرمینو د عدالت د پلي کیدو پر څرنګوالي، په دی برخه کې د نړیوالې محکمې د رول او پر مجرمینو د عدالت د نه پلي کیدو پر پایلو د کارپوهانو سره بحث شوی دی.