ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


غزې کې د اسرائیل پنځه سرتیري وژل شوي

د اسرائیل پوځ ویلي چې په غزې تړانګې کې د حماس ډلې پر ضد جګړې کې یې یکشنبه ډسمبر ۱۰ (لیندۍ۱۹) پنځه سرتیري وژل شویدي.

10.12.2023 امریکا غږ

آیا طالبان د افغانستان پخپل ځان بسیا کولو توان لري؟

طالبانو د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې راهیسې چې په افغانستان کې بیا واک ته رسیدلي، د دې لپاره چې وکړی شي دا هیواد خپل غم پخپله وخوري، یو لړ زیربناوي او د طبیعي زیرمو پرمختیایي پروژې یې پیل کړي.

10.12.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

10.12.2023 امریکا غږ

ایران: د اتومي موافقې بیا ژوندۍ کول بې ګټې دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهایان شنبه ډسمبر ۹ (لیندۍ۱۸) وویل چې د نړۍ ځواکمنو هیوادونو سره لاسلیک شوې اټومي موافقې بیرته ژوندۍ کول عبث دي.

10.12.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

09.12.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

09.12.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

09.12.2023 امریکا غږ

اوکراین په اشغال شویو سیمو کې د انتخاباتو د کولو لپاره د روسیې پریکړه وغندله

اوکراین د شنبې په ورځ ډسمبر نهمه (لیندۍ ۱۸) ددغه هیواد په اشغال شویو سیمو کې د ۲۰۲۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو لپاره د روسیې پلان په کلکه وغانده او هغه یې "باطل او بې اعتباره" اعلان کړ او ژمنه یې وکړه هغه څارونکي چې د ټاکنو د څارنې لپاره استول کیږي تر قانوني تعقیب لاندې ونیسي.

09.12.2023 امریکا غږ

امریکا د بشري حقونو سرغړاونو له کبله د طالبانو په دوو چارواکو بندیزونه ولګول - سپینې خبرې

د امریکا د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د نړۍ په نهو هیوادونو کې د بشري حقونو څخه د سرغړاونو له کبله په ۲۰ کسانو بندیزونه ولګول چې دوه تنه په کې د طالبانو د حکومت لوړ رتبه چارواکي دي. طالبانو دغه اقدام غندلی دی.

09.12.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

09.12.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

09.12.2023 امریکا غږ

په افغانستان کې د جنګي جرمونو پر څېړلو ټینګار- د اشنا د شنبې خپرونه

د امریکا غږ د اشنا په خپرونه کې په افغانستان کې د جنګي جرمونو د څېړلو د غوښتنې، د غزې د اوربند په اړه د ملګروملتونو د غونډې او په خوست ولایت کې د ځوانانو د مسلکي زده کړو په اړه راپورونه لرو.

09.12.2023 امریکا غږ

د اقلیمي بدلون په وړاندې کلنۍ غونډه - یوه موضوع څو زاویې

۲۰۲۳ کال به په ریکارد تر ټولو ګرم کال ثبت شي. ساینسپوهان وايي چې په ۲۰۲۳ کال کې د امازون ځنګلونو په انساني تاریخ کې تر ټولو سخته وچکالي تجربه کړې ده. د اقلیمي بدلونونو د کلنۍ غونډي سره په یو وخت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو بنسټونو د اقليمي بدلون له امله ناورین ته د سملاسي اقدام غږ کړی دی.

09.12.2023 امریکا غږ

د پروستات سرطان د مخنیوي وړ ناروغي - بو علي سینا

د بوعلي سینا ددې اوونۍ په خپرونه کې، په افغانستان کې د ایډز ناروغۍ د خپریدو لاملونه، په قزاقستان کې د همجنسبازانو ترمنځ د اچ آی وي د خپریدو په اړه اندیښنې، د پروستات د سرطان لاملونه او مخنیوی، پر انسانانو د هوا د ککړتیا جسمي او رواني اغیزې، د وخت څخه مخکې زیږون له امله اختلالات او د طب په برخه کې د وروستیو پرمختګونو په ګډون د روغتیا د نړۍ خبرونه شامل دي.

09.12.2023 امریکا غږ

قطر کې په یو نړیوال کنفرانس کې د افغان میرمنو او نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه خبرې کیږي

ټاکل شوې چې د قطر په پایتخت دوحه کې په یوه دوه ورځیني نړیوال کنفرانس کې د طالبانو له خوا د افغان میرمنواو نجونو پر زده کړو د لګیدلو محدودیتونو او ورته د حل لارو د لټولو په اړه یو شمیر نړیوال کارپوهان او د ځینو حکومتونو استازي خبرې وکړي.

09.12.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more