جنرال احمدزی: هلمند کې امریکایي سرتیرو حضور امنیت ښه کیدو سره مرسته کړې
هلمند ولایت کې د افغان پوځ چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د امریکایي سرتیرو حضور د امنیت ښه کیدوسره مرسته کړې ده.
ټرمپ د شمالي کوریا په مسئلې کې د چین هڅې ستایلي
ښاغلي ټرمپ خبریالانو ته وویل چې باور لري د چین ولسمشر به په خپل متحد او گاونډي ملک شمالي کوریا باندي د هغوي د اتومي پروگرام د مخنیوي لپاره سخت فشار واچوي.
ثنا اعجاز: د پاکستان په تعلیمي نصاب کې افراطيت د مشال خان د قتل سبب شو
تیره اونۍ د مردان د عبدلولي خان په پوهنتون کې محصلینو مذهب ته د سپکاوي په تور یو محصل مشال خان وواژه. د هغه د وژل کیدو نه وروسته د مدني ټولنې فعالینو د هغه په احترام کې غونډي جوړې کړي او د حکومت نه یې وغوښتل چې د هفه د قتل مسئولین دی د عدالت منگولو ته وسپارل شي. په پېښور کې د بشري حقوقو فعاله ثنا اعجاز چې په پیښور کې دغه غونډې ته ورغلي وه، وایي چې په پاکستان کې د محلصلینو د لاسه دا ډول بی رحمانه قتل د دولت د تعلیمي پالیسو نتیجه ده. پوره مرکه په لاندني لنک کې واورئ
فیسبوک غواړي د عیني او مجازي واقعیتونو د یو ځای کولو له تکنالوژۍ کار اخیستل پیل کړي
فیسبوک همدارنګه په خپل مسینجر اپلیکیشن کې هم د ډیرو نویو تغیراتو راوستل اعلان کړل
د سورېې په موضوع کیدونکې درې ارخیزې خبرې وځنډیدې
ټاکل شوې وه چې د دوشنبې په ورځ امریکا ،روسیه او ملگري ملتونه ژنیو کې د سورېې په شخړه خبرې وکړي.
بایسکل ځغلول او پلي گرځیدل د زړه د ناروغۍ خطر کموي
ساینس پوهان وایي، هغه خلک چې کار ته په بایسکل ځي د سرطان او زړه په ناروغیو باندې د اخته کیدو او د بې وخته مړینو خطر یې کمیږي.
داعشیانو په عراق کې په زرگونو ایزدیان وژلي دي
داعشیانو په عراق کې د سوونو ایز دیانو ښځې اونارینه وژلي دي او له خپلو کورونونه ېې ایستلي دي.
امریکا ۳۰۰ تازه دمه پوځيان هلمند ته لیږي
د امریکا د متحده ایالاتو پوځي چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې په دوو راتلونکو اونیو کې ٣٠٠ تازه دمه سمندري پوځيان د افغانستان نا ارامه ولایت هلمند ته استوي.
ټېلرسن: د ایران او شمالي کوریا په مقابل کې ستراتیژیک زغم ناکام شوی
د متحدو ایا لتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن وايي که چېرې د ایران اټومی قدرت طلبي کنټرول نشي، نو دشمالی کوریا په څېر نړۍ ته یوسترخطر پېښولی شي.
اجرائیه ریاست په افغانستان کې د کورنۍ جګړې احتمال رد کړ
د افغانستان اجرائیه ریاست، په هیواد کې د کورنۍ جګړې او بحران په اړه د احمد ضیا مسعود څرگندونو ته په غبرگون کې ویلي چې د کورنۍ جگړې د پیښیدو په هکله هیڅ ډول اندیښنه نشته.
د پاکستان ستره محکمه: شریف کولای شي پر قدرت پاته شي
د پاکستان سترې محکمې حکم وکړ چې پر نواز شریف باندې د اداري فساد د لگول شويو تورونو لپاره پوره شواهد نشته او ښاغلی شریف کولای شي چې پر قدرت پاته شي.
د پاکستان یو پارلماني پلاوی کابل ته سفر کوي
د پاکستان یو پارلماني پلاوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو د هڅو په لړ کې راتلونکې اونۍ کابل ته راځي.
اسرایل وایي د بشار اسد قواوې ډیرې کیمیاوي وسلې لري
د اسرایلو پوځ د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې هغوي باور لري چې د بشار اسد قواوې لا اوس هم ډیرې زیاتې کیمیاوي وسلې لري
کرزی: روسیه حق لري له طالبانو سره اړیکې ولري
د افغانستان پخوانی جمهور رئیس، حامد کرزی له طالبانو سره د روسیې له اړیکو نه ملاتړ وکړ.
د روسیې سفیر: د افغانستان لانجه نظامي حل نه لري
په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر ماتیسکي وایي هیواد یې له طالبانو غوښتي چې د افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.