BBC
 شاته

د ترکیې لومړی وزیر: له سوریې سره ښه اړیکي غواړو

Image copyright Reuters

د ترکیې لومړي وزیر بن علي یلدرم ویلي، هېواد یې له سوریې سره ښه اړیکي غواړي.

د نوموړي به خبره ترکیه باید سیمه کې پراخ دیپلوماتیک اړیکي ولري. دغه وینا چې د ترکیې ټلویزیون خپره کړه د ترکیې په اړیکو کې ورته د یوه نوي پړاو په نظر کتل کېږي.

۲۰۱۱ کال کې، چې سوریې کې روان کړکېچ پیل شو، د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي ترینګلي دي.

ترکیې تل ټینګار کړی، چې په سیمه کې د حالاتو ښه کېدو لپاره باید د سوریې ولسمشر بشارالاسد له واکه لاس پر سر شي.

بن علي وايي، له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په سوریه او عراق کې ټیکاو ډېر اړین دی. استانبول کې د بي بي سي خبریاله کیتي واټسن وايي، د ښاغلي یلدرم دغه څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې خپله ترکیه کې هم حالات کړکېچن دي.

تېرو کلونو اوږدو کې اسلامي دولت نومي ډلې او کرد بېلتون پالو ترکیې کې خونړي بریدونه کړي دي.