شاته

د جاني خېل مشرانو د عثمان کاکړ د مرګ له وجې اسلام اباد ته احتجاجي تګ ځنډولی

د خېبر پښتونخوا جاني خېلو مشرانو اسلام اباد ته د احتجاجي مارچ فېصله د پخواني سېنېټر عثمان کاکړ د مرګ په وجه تر شورو - چارشنبې د ورځې د جون 23 نېټې پورې ځنډولی دی.

د جاني خیل احتجاجي کوونکي نن په 22 ورځ هم د یو ځايي مشر ملک نصیب خان د مړي سره په احتجاجي پرلت دي او د حکومت نه په سیمه کې د وسلوالو ډلو په ضد د کاروایې او د خپل یو ځايي مشر ملک نصیب الله د قاتلانو د نیولو او بې طرفه پلټنو غوښتنې کوي.

خو حکومتي چارواکي وايي چې د احتجاج کوونکو سره یې خبرې اترې روانې دي او دوی ته یې باور ورکړی چې غوښتنې به یې ومنلی شي خو وايي په سیمه کې ځینې عناصر احتجاج کوونکي بې لارۍ او احتجاج جاري ساتلو ته هڅوي.

د جاني خېل یو احتجاج کوونکي عیدالرحمان وي او اې ډیوه سره د خبرو اترو په وخت ویلي دي د ګل/دوشنبې په ورځ د حکومت لخوا یو ځل بیا سیمې ته جرګه ورغلې ده چې پکې د حکومت، انتظاميي، پولیس او پوځ چارواکي شامل دي.

عیدالرحمان وویل د دوی اسلام اباد ته د لانګ مارچ فېصله پخپل ځای ده او یواځې د عثمان کاکړ د مرګ په وجه یې تر 23 جون پورې ځنډولې ده، که حکومت یې غوښتنې ومنلې نو لانګ مارچ به ختم کړي ګنې اسلام اباد ته ضرور ځي چې هلته خپل احتجاج رېکارډ کړي ځکه چې سیمه کې یې څوک نه غوښتنې مني او نه ورله مېډیا کې ځای ورکړی کېږي.

عیدالرحمان اندېښنه څرګنده کړه چې حکومت د تشدد د لارې د دوی د لانګ مارچ ودرولو انتظامات کړي او د دې کار لپاره یې د ټوچي پل سره د سلګونو په شمېره کې پولیس راغوښتې دي چې ورته یې اوخکې بهوونکي ګېسونه او د تشدد د پاره ډنډې ورکړی دي.

د یادونې وړ ده چې د جاني خېلو ځايي مشرانو دا روان احتجاج 22 ورځې وړاندې په سیمه کې د یو ځايي مشر ملک نصیب الله د وژنې وروسته پېل کړی دی چې د مۍ په 29 نېټه نامعلومه وسلوالو د جاني خېل په علي خېل سیمه کې د کور خوا ته د یو دکان مخې ته په ډزو وژلی وو.

احتجاج کوونکي عیدالرحمان ویلي دي چې د کله نه په سیمه کې په 2009 کې د وسلوالو ډلو په ضد د میزان په نوم پوځي عملیات پېل شول او ځايي خلکو د اپرېشن له وجې د بنو پرامنه سیمو ته کډې وکړی او بیا دوي د پوځي عملیاتو وروسته بېرته سیمې ته ورغلل نو وسلواله ډلې یې هم هغه شان فعاله ولیدلی.

عیدالرحمان وايي د کال 2009 نه تر اوسه پورې نزدې 93 ځوانان او ځايي مشران په وسلوالو بریدونو کې وژلی شوي دي.

یو ځايي مشر ګل عالم وزیر وايي چې دوي د مارچ په میاشت کې هم د څلورو تنکي ماشومانو په وژنه د څو ورځو احتجاج وروسته اسلام اباد ته سره د ماشومانو د مړو احتجاج پېل کړی وو خو په پېښور کې د صوبې وزیراعلا محمود خان په مشرۍ ددوي سره په مذاکراتو کې ټولې غوښتنې ونلی شولې او بیا دوي احتجاج ختم کړلو.

ګل عالم وزیر زیاتوي چې تر اوسه په لوظنامه عمل نه دی شوې، سیمه کې اوس هم امنیت خراب دی او وسلوالې ډلې ځلمي او مشران وژني، تر اوسه د ماشومانو د وژنې بې پلوه پلټنې ونکړی شوې او لادرکه کړی شوي خلک یې هم نه دي پرېښودلي.

خو ځايي انتظامیه او حکومتي چا واکي وايي ټولې غوښتې به یې پوره کوي خو باید ځايي خلک ورسره مرستې وکړي.

یو بل ځايي مشر ملک مُعز ډیوه ته ویلي دي چې د اسلام اباد د تلو د پاره یې د ګاډو د خرچ خوراک ټول انتظامات مکمل کړي دي او ضرور به اسلام اباد ته ځي.

هغه ویلي په سیمه کې روزانه خلک وژلی کېږي او حکومت خپلو ذمه دارو پوره کولو کې پاتې راغلی دی.

په دې رپوټ کې د ډیوه د ځایي خبریال عدنان بېټني نه هم معلومات اخېستل شوي دي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي