شاته

د کم عمرۍ په ودونو بندیز دپاره د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ ته د قانون مسوده وړاندې کړی شوې

په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د حکومت مخالف ګوند پاکستان پيپلز پارټۍ غړې نګهت اورکزۍ په کم عمرۍ کې په ودونو بندېز لګولو دپاره د قانون مسوده اسمبلۍ ته وړاندې کړې ده.

په قانوني مسوده کې نګهت اورکزۍ تجویز کړی چې د اتلس کلونو نه د کم عمر د جېنکو او هلکانو په ودونو دې پابندي ولګول شي.

په قانوني مسوده کې په کم عمرۍ کې هلک یا جینۍ ودوونکو ته درې کاله د قېد سزا تجویز شوي ده او د دغه کم عمر ودونو کونکيو مور او پلار ته دې هم د دوه کالو قېد سزا ورکړی شي. په مسوده کې دا هم وېل شوي چې عدالت دې د داسې قسمه مقدمو فېصله په نوي ورځو کې د کولو پابند کړی شي.

نګهت اورکزۍ وايي خلک اکثر د اسلام په نوم په دې مسلې خبره نه کوي خو په موجوده دور کې د مصنوعي خوراکونو له وجې ماشومانې جينکۍ په جسماني توګه خو بالغه شي خو په ذهني توګه بالغېې او د واده جوګه نه وي.

هغه دا هم وايي چې جسماني لوی والی ذهني لوی والی نه دی ځکه د اتلس کلونو نه کم عمره ماشومه نه د واده بوج او نه د ماشوم پېدا کولو بوج وچتولی شي ځکه په داسې ودونو بندېز پکار دی.

نګهت اورکزۍ وايي د به ښه وي چې د اسلامي نظرياتي کونسل نه هم په دې بل يا قانون جوړولو مشوره وشي خو وايي دا قانون د وخت ضرورت دی.

"ما دا تجويز ورکړی دی چې تر څو پورې د اتلس کالو ماشوم يا ماشومه نه وي نو د هغوي په واده دې بندېز ولګولی شي. دې کې به ماته د مذهبي ګوندونو له خوا مخالفت هم راپېښيږي. خو که زما دا بل د اسلامي نظرياتي کونسل ته ولېږلی شي او قبله اياز صېب په دې باندې خپل نظر وړاندې کړي نو دا به ښه وي. حکومت دې هم په دې کې کار وکړي او بيا دې دا اسمبلۍ ته راوړلی شي."

په خېبر پښتونخوا کې د کال ۲۰۱۹ راهسې متعلقه صوبايي محکمې، د ماشومانو د حقونو له پاره کار کونکو او د اسمبلۍ غړو په مشوره د کال ۱۹۲۹ د انګرېزانو د وختونو د ماشومانو د تحفظ قانون په ځای يو داسې قانون، وړاندېز يا بل جوړ شوی چې د واده لپاره دهلک او د جينۍ د دواړو عمرونه اتلس کاله مقرر کړي خو تر اوسه دغه بل صوبايي اسمبلۍ ته د پاس کولو لپاره نه دی وړاندې شوی.

پېښور کې د ښځو د حقونو لپاره کار کونکي طاهره کليم وايي دا ښه ده چې د يو پراېوېټ ممبرز بل د لارې په دې مسلې د قانون سازۍ لپاره هڅه کيږي.

"دا ډېره ښه خبره ده چې که په حکومتي توګه باندې داسې يو بل حکومت په جمع نه شي راوړی خو د يو پراېوېټ غړي په هېڅ چې دوي کوم دا بل وړاندې کړی دی که دا منظور شي او يا دا هم کېدېشي چې دا رد شي خو دا د دې خبرې پخلی کوي چې د کم عمرۍ ودونه کيږي دلته او د دې د مخنيوي ضرورت دی. پکار ده چې د دې مخنيوی وشي او د دې لپاره قانون سازي وشي."

په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د پاکستان تحريک انصاف غړي عاېشه بانو نه چې کله وپوښتل شو چې ولې صوبايي حکومت د تېرو درې څلور کلونو راهسې دغه بل جوړولو نه باوجود دا اسمبلۍ ته نه وړاندې کوي په دې هغې څه ځواب ور نه کړلو خو هغې ووېل حکومت د دغه قانون سازۍ پحقله هر قسمه تېاري کړې ده. "زمونږ د متعلقه ادارې بل هم تېار دی. سوشل وېلفېر ډېپارټمنټ چې د دې سره يې تعلق دی هغوي هم د ماشومانو په کم عمرۍ ودونو بندېز بل باندې کار کړی دی او هغه هم اسمبلۍ کې وړاندې کولو ته تېار دی."

په تېرو کلونو کې په خېبر پښتونخوا کې هر سياسي ګوند د کم عمرۍ ودونو يا د ماشومانو د ودونو په حقله د قانون سازۍ ک نه ډډه کړې ده او څېړونکي د دې وجه د مذهبي ډلو له خوا د دې ممکنه مخالف بولي خو سند او پنجاب صوبو په دې حقله څو کاله وړاندې قانون سازي کړې ده او په بلوچستان کې هم کابېنې ته د کم عمرۍ ودونو د مخ نيوي لپاره د قانون وړاندېز شوی دی.

د حکومت متعلقه ادارې له طرفه د کم عمرۍ ودنو مخنیوی په حقله د قانون مسوده یا تجویز شوی قانون د کال ۲۰۱۹راهسې تیار دې خو اسمبلۍ ته نه وړاندې کیږی خو وروستیو کې د حکومت مخالف ګوند غړې نګهت اورکزئ د دغه قانون وړاندېز جوړ کړې او کیدې شی اسمبلۍ ته زر وړاندې شی.

نګهت اورکزئ د تیزاب نه سوځولی خلکو مرستې او د دغه جرم په حقله هم قانون تجویز کړی و خو د اسمبلی غړو په دې سبب رد کړو چی حکومت به پې پخپله قانون سازي کوي.