شاته

سعودي عرب هغه تن اعدام کړو چې د بغاوت په الزام یې نیولی و

سعودي عربستان د سه شنبې په ورځ هغه ځوان اعدام کړ چې ورباندې د حکومت په ضد د شیعه لږکیو په بغاوت کې د ګډون تور وو. خو د حقونو یوې ډلې ویلي د هغه محاکمه ډېره نیمګړې وه.

د بشري حقونو نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنېشنل ویلي دا نه ده مالومه چې ایا 26 کلن مصطفا بن هاشم ته په هغه جرمونو کې سزا ورکول شوې چې هغه د یوه وړوکې په توګه کړي وو؟

سازمان وايي چې هغه د 2011 او 2012م په شورشونو کې د ادعا شوې ګډون په تور په کال 2015م کې و نیول شو.

د تورونو په رسمې پانړه د هغه د ادعا شویو جرمونو واضحه نېټه نشته چې نوموړی په هغه وخت ممکن 17 کلن وو او یا بیا اوس 18 کلن شو.

حکومت ادعا کوي چې مصطفا بن هاشم تر 19 کلونو څخه لوړ عمر لرونکې جرمونو لپاره محکوم او تېزندي شوی دۍ، خو بیا هم د هغه د ادعا شویو جرمونو په اړه څه واضحه نېټه نه د ورکول شوې.

سعودي عربستان پروسږ کال په کوشني عمر کې ترسره شوو جرمونو کې د خلکو د تېزندي کولو عمل درولی و.

د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي د پولیس چارواکو د څارنې او په هدف د وژلو، د پولیس چارواکو د وژنې هڅه کولو، د پولیسو د هدف کولو لپاره بمونو جوړولو او د پولیسو په ګزمو د ډزو کولو لپاره د یوې وسله والې ترهګرې ډلې د جوړولو په عمل کې د ګډون کولو په تور کې له قصوروار ګرزیدو ورسته هغه تېزندي کړل شو.

په هغه باندې نور تورونو کې د واکمنانو په ضد وسله وال بغاوت، ګډوډي او فرقوي فساد را پارولو کې ګډون کول شامل دي. دغه جرمونه په ادعاشوې ډول په ختیځ ایالت کې رامنځ ته شوې چیري چې د سعودي د تیلو څاهان دي او په زیات شمېر شیعه اباد دي.

مصطفا بن هاشم د دغه ایالت په انتظامې مرکز دمام کې تېزندي کړل شو. ایمنسټي انټرنېشنل وایي چې هغه د 20 کاله په عمر کې و نیول شو، تر شپږ میاشتو پورې په قید تنهای کې و ساتل شو او د رابطې اجازه یې نه درلوده. هغه ته تر دوه کاله په ریاض کې په ځانګړي عدالت کې تر اوریدنې پورې د مدافع وکیل ته د لاس رسي اجازه هم نه وه.

د اروپایي سعودي بشري حقونو سازمان وایي په سعودي عربستان کې سږ کال تراوسه پورې 26 کسان تېزندي کړل شوي دي او په ټول پروسږ کال کې 27 کسانو ته تېزندي ورکړل شوې وه.