شاته

یو بریتانوی مسلمان د جنایي جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال وټاکل شو

برتانوی کریم خان نن چارشنبه جون ۱۶ (غبرګولی۲۶) د جنایي جرمونو د نړیوالې محکمې نوی څارنوال وټاکل شو.

تر هغه وړاندې فاتو بنسودا پدې مقام کې وه.

۵۱ کلن کریم خان چې په افغانستان، فلسطین او فلیپین کې یې په ځینو غټو قضیو کې کار کړی، د څارنوال په توګه د وفادارۍ د لوړې نه وروسته پخپلو خبرو کې د جنایي جرمونو په نړیوالې محکمې انتقاد وکړ چې لاسته راوړنې یې کمې دي.

ښاغلي خان پخپلو خبرو کې وویل،" غواړم هغه څه ورغوم چې له کاره لویدلي او د پراخ اغیز او ګټورتوب لپاره غوښتنۍ ژوندۍ کړم."

کریم خان همدارنګه پخپلو خبرو کې وویل "داسې نشي کیدی چې توقعات ډیر لوړ کړو او بیا په محاکمو کې ډیر لږ څه تر لاسه کړو. "

د جنایي جرمونو د نړیوالې محکمې غړیو هیوادونو د همدې کال د فبروري په میاشت کې کریم خان د نوي څارنوال په توګه ټاکلی و. هغه به ۹ کاله پدې مقام پاته شي.

د دې محکمې قاضي القضات هم ویلي چې د محکمې څارنوالي آسان کار ندی خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې کریم خان پدې برخه کې "فوق العاده باورلیکونه" لري.

پخوانی برتانوی مدافع وکیل کریم خان د ملګرو ملتونو د هغې ځانګړې محکمې مشري هم کوله چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې د جرایمو په هکله یې تحقیقات کول خو تر ټولو جنجالي قضیه بیا د ښاغلي خان لپاره دا وه چې د جنایي جرمونو په نړیوالې محکمې کې یې د لیبیا د پخواني مشر معمر قذافي د زوی سیف الاسلام قضافي استازیتوب کاوه.

د ښاغلي خان لپاره په سیاسي توګه تر ټولو حساسه ستونزه به د هغو تحقیقاتو پر مخ بول وي چې پخوانۍ څارنوالې بنسودا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ممکنه جنګي جرایمو په هکله پيل کړي وو.

د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د دوه قضیو پر سر د جنجال له وجې په میرمن بنسودا بندیزونه ولګول. سره لدې چې دا بندیزونه اوس لیرې شوي خو د جنایي جرمونو د نړیوالې محکمې اړیکې د امریکا او اسرائیل په شان د هغو هیوادونو سره لا هم چندانې ښې ندي چې د دې محکمې غړي ندي.

روسیه، چین او برما هم د جنایي جرمونو د نړیوالې محمکمې غړي ندي.

نوي ټاکل شوي څارنوال کریم خان وویل هیله یې دا ده چې "د انصاف په ګډ لټون کې دا هیوادونه هم شامل کړی شي."