شاته

د جو بایډن او پوتین غونډه په ژنیو کې پیل شوه

د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن او د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین تر منځ غونډه چې ډیر انتظار یې کیده، نن چارشنبه جون ۱۶ (غبرګولي۲۶) په ژنیو کې پیل شوه.

د غونډې د پیل دمخه دواړو مشرانو د خبریالانو په وړاندې د یو بل نه د ملاقات په خاطر مننه وکړله. ښاغلي پوتین پخپلو خبرو کې وویل چې د دواړو هیوادونو د اړیکو په هکله "ډیر څه راټول شوي چې تر ټولو د لوړې کچې ملاقات ته اړتیا لري او زه هیله لرم چې ملاقات مو ګټور وي."

ښاغلي پوتین همدارنګه د ملاقات د نوښت په خاطر د جو بایډن نه مننه وکړله.

د امریکا ولمشر د پوتین په ځواب کې د هغه څخه د مننې تر څنګ وویل، "زه فکر کوم دا تل بهتره ده چې مخامخ سره وکتل شي."

سره لدې چې دواړه هیوادونه د همکارۍ په فرصتونو ټینګار کوي خو په عین وخت کې ډیره توقع هم نه کیږي چې د مسکو او واشنګټن جنجالي اړیکې به ښې شي. ویل کیږي چې په ملاقات کې د مهمو موافقو پر ځای به د یو بل نه شکایتونه ډیر وي.

د امریکا د حکومت یو جګپوړي چارواکي چې د جو بایډن سره په سفر کې مل دی، امریکا غږ ته وویل چې د غونډې نه د "ډیره توقع" نشته.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د ملاقات ځای ته په محلي وخت د غرمې په ۱ بجه ورسید او جو بایډن تر هغه څو شیبې وروسته ورسید. داسې ښکاري چې سپینې ماڼۍ دا کار پدې خاطر ترتیب کړی وي چې په ۲۰۱۸ کال کې د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او ښاغلي پوتین د ملاقات په شان پیښه بیا تکرار نشي، ځکه چې ښاغلي ټرمپ د ملاقات په ځای کې نیم ساعت پوتین ته انتظار و.

په ملاقات کې د دواړو جمهور رئیسانو تر څنګ د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران او د دواړو لورو لپاره ژباړونکي هم برخه لري.

امریکایي چارواکي وایي د جمهور رئیس بایډن هدف د هغو لارو چارو لټون دی چې امریکا او روسیه پکې څنګه په ګډه کار کولی شي پداسې حال کې چې امریکا خپل مهمې ملې ګټې په ډاګه کوي او روسیې ته دا واضح کوي چې هغو کړنو ته به یې ځواب وویل شي چې د دې ګټو خلاف وي.

امریکا همدرانګه وایي چې بایډن به په ملاقات کې خپل لیدلوری او ملي لومړیتوبونه په ډاګه کاندي.