شاته

بایډن او پوتین د سفیرانو په بیرته ستنیدو موافقه وکړله

د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن او د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین تر منځ په لومړنۍ مخامخ غونډې کې د وسلو په کنټرول د خبرو په بیا پیل کیدو او د یو بل هیوادونو ته د سفیرانو په استولو موافقه وشوه.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره له غونډې وروسته په خبري کنفرانس کې وویل چې د خبرو فضا «ښه» وه.

د روسیې جمهور رئیس په خپل خبري کنفرانس کې وویل چې د ښاغلي بایډن سره خبرې «ګټورې» وې او زیاته یې کړه چې دواړو مشرانو د یو بل د درک کولو لیوالتیا درلوده.

د رویترز اژانس د رپوټ له مخې ښاغلي بایډن په خبري کنفرانس کې وویل چې د روسیې جمهور رئیس ته یې ویلي چې «زما اجندا د روسیې پر ضد نده، د امریکایانو لپاره ده.» هغه دا هم وویل چې د ښاغلي پوتین سره په خبرو کې یې د بشري حقونو د موضوع په مطرح کولو ټینګار کړی دی.

ښاغلي بایډن همداشان ویلي چې د هغو امریکایانو په اړه یې له ښاغلي پوتین سره خبرې کړي چې په روسیه بندیان دي.

د ښاغلي بایډن نه وپوښتل شول چې د افغانستان د موضوع په اړه یې له پوتین سره خبرې وکړې که نه، ښاغلي بایډن وویل چې ښاغلي پوتین هیله څرګنده کړه چې وکړای شو [افغانستان کې] سوله او امنیت رامنځ شي.

ښاغلي بایډن دا هم وویل، فکر نکوي چې ښاغلی پوتین دې له امریکا سره د بلې سړې جګړې په لټه کې وي.

د روسیې جمهور رئیس په خبري کنفرانس کې ښاغلی بایډن "رغونکی او د تجربې خاوند" شریک یاد کړ او زیاته یې کړه چې "دا به سخته وي چې وویل شي د امریکا سره اړیکې ښه کیږي خو د دوه اړخیز باور لپاره د هیلې څرک و."

ولادیمیر پوتین همدرانګه وویل چې په غونډې کې د ملګرتیا پر ځای د دواړو هیوادونو د ګټو په هکله عملي خبرې اترې وشوې.

ښاغلي پوتین د ښاغلي بایډن سره ملاقات ګټور یاد کړ او زیاته یې کړه چې دواړو مشرانو د یو بل د درک کولو لیوالتیا درلوده.

د ښاغلي بایډن د سلاکارانو د توقع خلاف چې ویلي وو ښایي غونډه اوږده شي، خو د رویترز اژانس په وینا غونډې درې ساعته دوام وکړ.

په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین تر منځ د ملاقات برخلاف دا ځل د دواړو هیوادونو مشرانو بیل بیل خبري کنفرانسونه درلودل.

بایډن او پوتین په شریکه ډوډۍ هم ونه خوړله.

مخکني معلومات:

د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن او د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین تر منځ غونډه چې ډیر انتظار یې کیده، نن چارشنبه جون ۱۶ (غبرګولي۲۶) په ژنیو کې پیل شوه.

د غونډې د پیل دمخه دواړو مشرانو د خبریالانو په وړاندې د یو بل نه د ملاقات په خاطر مننه وکړله. ښاغلي پوتین پخپلو خبرو کې وویل چې د دواړو هیوادونو د اړیکو په هکله "ډیر څه راټول شوي چې تر ټولو د لوړې کچې ملاقات ته اړتیا لري او زه هیله لرم چې ملاقات مو ګټور وي."

ښاغلي پوتین همدارنګه د ملاقات د نوښت په خاطر د جو بایډن نه مننه وکړله.

د امریکا ولمشر د پوتین په ځواب کې د هغه څخه د مننې تر څنګ وویل، "زه فکر کوم دا تل بهتره ده چې مخامخ سره وکتل شي."

سره لدې چې دواړه هیوادونه د همکارۍ په فرصتونو ټینګار کوي خو په عین وخت کې ډیره توقع هم نه کیږي چې د مسکو او واشنګټن جنجالي اړیکې به ښې شي. ویل کیږي چې په ملاقات کې د مهمو موافقو پر ځای به د یو بل نه شکایتونه ډیر وي.

د امریکا د حکومت یو جګپوړي چارواکي چې د جو بایډن سره په سفر کې مل دی، امریکا غږ ته وویل چې د غونډې نه د "ډیره توقع" نشته.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د ملاقات ځای ته په محلي وخت د غرمې په ۱ بجه ورسید او جو بایډن تر هغه څو شیبې وروسته ورسید. داسې ښکاري چې سپینې ماڼۍ دا کار پدې خاطر ترتیب کړی وي چې په ۲۰۱۸ کال کې د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او ښاغلي پوتین د ملاقات په شان پیښه بیا تکرار نشي، ځکه چې ښاغلي ټرمپ د ملاقات په ځای کې نیم ساعت پوتین ته انتظار و.

په ملاقات کې د دواړو جمهور رئیسانو تر څنګ د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران او د دواړو لورو لپاره ژباړونکي هم برخه لري.

امریکایي چارواکي وایي د جمهور رئیس بایډن هدف د هغو لارو چارو لټون دی چې امریکا او روسیه پکې څنګه په ګډه کار کولی شي پداسې حال کې چې امریکا خپل مهمې ملې ګټې په ډاګه کوي او روسیې ته دا واضح کوي چې هغو کړنو ته به یې ځواب وویل شي چې د دې ګټو خلاف وي.

امریکا همدرانګه وایي چې بایډن به په ملاقات کې خپل لیدلوری او ملي لومړیتوبونه په ډاګه کاندي.