شاته

مککنزي: امریکا د ایران لخوا د روسي سپوږمکۍ په اخیستلو اندیښنه نلري

د امریکایي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) قوماندان کنیت فرانک مککنزي ویلي چې د روسیې نه د سپوږمکۍ د پرمختللي سیستم رانیولو ته د ایران لیوالتیا «په ځانګړې توګه» په سیمه کې د امریکا د متحده ایالاتو امنیت ته د اندیښنې وړ نده.

جنرال مککنزي د امریکاغږ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي دي چې روسي "کنوپوس وي" سپوږمکۍ په نښه کولو کې موثره نده.

جنرال مککنزي وویل: "تاسې واقعاً په هغې باندې زیات څه نشئ کولای. دا ښایي هغوی ته ددې امکان ورکړي چې د یو ښوونځي د بس په اندازه یو څیز وویني، چې البته مونږ ته د اندیښنې وړ ندي."

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تیره اونۍ رپوټ ورکړی و چې مسکو غواړي د "کنوپوس وي" سپوږمکۍ چې قوي دوربینونه لري په ایران خرڅه کړي، تر څو دغه هیواد وکړای شي په منځني ختیځ کې د خپلو دښمنانو تاسیسات په ښه توګه وڅاري.

خو ددې رپوټ نه یوه ورځ وروسته د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین، د ان بي سي نیوز تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې دا مطلب "احمقانه" وګاڼه او وویل: "دا صرف یو جعلي خبر دی. لږ تر لږه زه پدې ډول شیانو خبر نه یم، هغوی چې پدې هکله خبرې کوي ښایي په اړه یې زیات معلومات ولري. دا صرف مزخرفه او احمقانه خبره ده."

واشنګټن پست د امریکا او منځني ختیځ د برحاله او مخکنیو مقاماتو له قوله لیکلي وو چې ددې سپوږمکۍ توغول ښایي په څو میاشتو کې ترسره شي او د اخیستلو پریکړه یې د ایران او روسیې د لوړپوړو پوځي مقاماتو د مذاکراتو په نتیجه کې شوې ده.

د "کنوپوس وي" سپوږمکۍ د غیر پوځي استفادې لپاره بازار ته وړاندې کیږي او جنرال مککنزي ویلي دي چې ددې تجارتي سپوږمکۍ د تصویر اخیستنې ځنې برخې د قوي دوربینونو په پرتله ښه تصویرونه اخیستلای شي.

ښاغلي مککنزي زیاته کړه: "که څه هم چې په روسي راکټ باندې فضا ته ددې (سپوږمکۍ) توغول جالب بریښي، خو که هغوی غواړي په دې لار خپلې پیسې مصرف کړي نو دې کار ته دې دوام ورکړي."

د واشنګټن پست په رپوټ کې ویل شوي که څه هم چې دغه سپوږمکۍ د امریکایي سپوږمکیو په پرتله توان نلري خو کولای شي چې د اسرائیل اډې او په عراق کې امریکایي ځواکونه وڅاري.

ایران د سیمې له زیاتو هیوادونو سره د هغې جملې څخه له اسرائیل سره دښمني لري او دغه هیوادونه اندیښمن دي چې کیدای شي ایران پدې سپوږمکۍ باندې ترلاسه کړي اطلاعات په یمن، عراق او لبنان کې د خپلو متحدینو سره شریک کړي.

ددې ورځپاڼې د رپوټ له مخې ښایي دا سپوږمکۍ له روسیې څخه وتوغول شي، خو د ایران د کرج ښار ته نژدې تاسیساتو له خوا به اداره کیږي.