شاته

ترکیه وایي د مطبوعاتو د آزادۍ په اړه د اروپا د معیار پروا نه لري

د ترکیې صدراعظم بینالي یلدریم د سه شنبې په ورځ وویل ترکیه د اروپایي ټولنې له خوا د مطبوعاتو د آزادۍ په اړوند د ټاکلي معیار پروا نه لري.

ښاغلي یلدریم دغه څرگندونې وروسته له هغې وکړې چې د دوشنبې په ورځ د اروپایي پارلمان رئیس مارتین شولتس د ترکیې د حکومت د یوې مخالفې ورځپاڼې د یو وتلي ژورنالیست په نیولو سخت انتقاد وکړ.

ښاغلي یلدریم په پارلمان کې د خپل واکمن گوند غړو ته په وینا کې وویل "وروره، مونږ ستا " د حدودو" د ټاکلو پروا نه لرو. دا خلک دې چې حدود ټاکي. ستا حدود څه اهمیت لري".

د ترکیې صدراعظم دا هم ویلي چې "مونږ د مطبوعاتو له آزادۍ سره ستونزه نه لرو، او دا هغه څه دي چې مونږ د اروپایي ټولنې له ملگرو سره پرې موافق نه یو".

د هغه په وینا دوی تل د ترهگرۍ پر ضد زمونږ د اقداماتو په وړاندې د مطبوعاتو د آزادۍ خبره راوچتوي.

د ترکیې پولیسو د دوشنبې په ورځ د "کوم حریت" په نامه د حکومت د یوې مخالفې ورځپاڼې مدیر د جولایي د میاشتې د ناکامې کودتا د ملاتړ په تور ونیو.

ددغې نیونې په غبرگون کې د اروپایي پارلمان رئیس مارتین شولتس وویل چې دا نیونه په ترکیه کې د بیان د آزادۍ "د حدودو" څخه یوه بله سرغړونه ده.

په ترکیه کې د ناکامې کودتا وروسته حکومت په لسگونو زره پوځیان، پولیس، د قضایه قوې او پوهنې د چارو کارکوونکي له دندو لیرې کړل او تقریباً دیرش زره کسان یې پدې تور بندیان کړي چې په کودتا کې یې لاس درلود.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان ټینگار کوي چې فتح الله گولن په دې ناکامه کودتا کې لاس درلود او هغه باید ترکیې ته وروسپارل شي. اسلامپاله فتح الله گولن د ١٩٩٠ لسیزې را پدیخوا د امریکا په پنسلوانیا کې اوسیږي او په خپله خوښه یې ځان جلا وطن کړی دی.