BBC
 شاته

د احمد الهام مړینه؛ د کندوز د جګړې د خبریال غږ ورک شو

د ژورنالېزم په ډګر کې مې تر ټولو ډېر دردوونکی واورېد، د خپل یوه خواږه همکار مړینه. وړمه ورځ مې د رسمي کار ختمېدا په درشل کې په خندانه څېره کې ولید، ترې ومې پوښتل، ته چې کابل ته راشې کندوز کې حتمي یوه پېښه وي، بیا خو د کندوز ښار کې جګړه نه ده نښتې؟ ځواب یې و "دلته هرڅه امکان لري."