شاته

آیا اسرائیل د غزې نیولو ته تیاری نیسي؟

پر اسرائیل باندې د حماس د راکټي بریدونو او پر غزې باندې د اسرائیلي پوځیانو د هوایي بریدونو وروسته د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۳ (غوایي ۲۳) د غزې سره د اسرائیل په پوله نور اسرائیلي ځواکونه ځای ير ځای شول.

د اسوشیتدپرس اژانس د اسرائیل د یوځي ویاند له قوله رپوټ ورکړی چې د غزې په پوله ځای پر ځای شوي اسرائیلي پوځیان د "ځمکنیو عملیاتو" لپاره تیاری لري. اسرائیلي پوځیانو په ۲۰۱۴ او ۲۰۰۸ کلږنږ کې د حماس له ډلې سره په جګړه کې هم په غزه کې ځمکني عملیات کړي وو.

په سیمه کې نښتې د دوشنبې له ورځې راهیسې دوام لري او تر اوسه په کې په غزه کې د ۱۷ ماشومانو او اوو ښځو په ګډون ۸۳ تنه وژل شوي او څه دپاسه ۴۸۰ تنه ټپیان شوي او په اسرائیل کې د یو پوځي او یو ماشوم په ګډون د اوو تنو د وژنې سبب شوي دي. دغه شخړې د نړیوالو د اندیښنې سببش وي دي.

د امریکا متحده ایالات پدې ویره چې وضعیت له کنترول ونه وځي خپل استازی هادي عمرو سیمې ته استولی دی، خو د جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره تر اوسه د سیمې او د نړۍ د هیوادونو هڅو کومه نتیجه نده ورکړې.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن هیله څرګنده کړې چې دا جګړه ژر تر ژره پای ته ورسیږي. بریتانیا هم له حماس او اسرائیل څخه غوښتي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي. ترکیې هم د اسلامي هیوادونو غوښتي چې د اسرائیل-غزې د جګړې په هکله ګډ دریځ غوره کړي.

خو د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو، ژمنه کړې چې "په غزه کې د حماس او نورو ډلو پر پوځي تاسیساتو او توانمندیو باندي بریدونه" به دوام وکړي.

اسرائیلي پوځیانو ویلي چې د چهارشنبې په ورځ یې په غزه کې د څو ودانیو او د حماس د ډلې اړوند یو بانک په ګډون ددې ډلې پر څو مواضعو هوایي بریدونه کړي دي، چې په وینا یې د حماس یو لوړپوړی قوماندان هم پدغو بریدونو کې وژل شوی دی.

د حماس د ډلې مشر اسماعیل هنیه، هم د اسرائیل په وړاندې د مقابلې د ژمنې په ترڅ کې ویلي دي چې:"د دښمن په وړاندې مبارزه پای نه لري."

ددغې جګړې غزیدل په اسرائیل کې د عرب لږکیو د پراخو مظاهرو سبب شوي دي. اسرائیلي عربان چې د فلسطینیانو ملاتړ کوي، په څو ځایونو کې یې د اسرائیلي یهودانو سره نښتې کړې دي.

د اسرائیل جمهور رئیس ریوفین رفلین، چې په نظام کې یې رول تر ډیره تشریفاتي دی، د اسرائیلي عربانو او یهودانو نښتې یې "لیونتوب" ګڼلی او ویلي یې دي: "مونږ د هغو راکټونو له ګواښ سره مخامخ یو چې زمونږ پر هیوادوالو او سړکونو توغول کیږي. پدې حال کې مونږ خپله د خپل ځان سره په کورنۍ جګړه کې ښکیل کیږو."

د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې خطر ددې سبب شوی د امریکا د متحده ایالاتو د یونایټد، ډلتا او امریکن ایرلاینز، د بریتانیا هوایي شرکت او د جرمني د لوفتانزا شرکت په ګډون څو نړیوال هوایي شرکتونه اسرائیل ته خپل پروازونه وځنډوي.