شاته

داختر دنمونځونو په مهال پاکستان کې زیاتره خلکو حکومتي‌ سپارښتنې نه دي عملي کړي

پاکستان کې د وړوکي اختر په وړومبۍ ورځ جوماتونو کې په ګڼ شمیر خلکو داختر نمونځونه کړي اؤ د کرونا وایرس دمخنیوي په اړوند دحکومت اؤ روغتیا پوهانو دسپارښتنو برعکس یې یو دبل سره پرته له ویرې دلاسونو اؤ غاړو په ورکولو داختر مبارکۍ کړي دي.

د نورې نړۍ په څېر پاکستان کې هم وړوکی اختر په داسې حال کې نمانځل کیږي چې کرونا وبا ټوله نړۍ په لړزان کړې اؤ قابو درې نیم میلیونه خلک په دې وایرس تر اوسه مړه شوي دي.

پاکستان کې د وړوکي اختر دپیل نه مخکې د حکومت لخوا په ولس غږ شوی ؤ چې داختر دنمونځ په مهال باید کرونا نه دځان ساتنې سپارښتنې عملي کړي خو نن په مونځ کې ګډون کوونکو یو شمیر کسانو ډيوه ته ويلي په جوماتونو کې د ايس اوپيز یا سپارښتنو خيال ساتل په نشت حساب وؤ.

دحکومت لخوا داختر دنمونځ سپارښتنو کې ولس ته ویل شوي وؤ چې د نمونځ په وخت ماسکونه واچوي، يو بل نه لږ تر لږه په شپږ فټه فاصله پاتې شي،داختر خطبه باید لنډه وي،یو بل ته دغیږو اؤ لاسونو ورکولو نه ډډه وکړل شي اؤ‌هم نمونځ په خلاصو میدانونو کې وکړي.

خو دخیبر پښتونخوا اؤ دهیواد د نورو برخو په جوماتو کې لیدل شوي چې ډيرو کمو خلکو
دغه حکومتي سپارښتنې عملي کړي اؤ لکه دنور کله په څېر یې داختر نمونځ دکرونا وبا په دوران کې هم په ګڼه دجوماتونو دننه ادا کړی اؤ ترمونځ وروسته یې یو بل ته دلاسونو اؤ غیږو په ورکولو داختر مبارکۍ ویلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان وزير واعظم عمران او نورو لوړ پوړو چارواکو هم په خلکو د اختر په ورځو کې وبا نه دځان ساتنې سپارښتنو باندې د عمل کولو غږ کړې دی.

دنیشنل کمانډ اېنډ کنټرول مشر اسد عمر هم ويلي بايد چې خلک د اختر خوشالۍ په اختياط سره ولمانځي او ځان او نور خلک د دې وبا نه خوندي وساتي۔

دپاکستان سرکاري رېډيو خبر ورکړي چې ټول ملک کې د اختر په ورځ د ايس او پيز لاندې مونځونه شوي دي.

خو يو مونځ کوونکی سجاد علي وايي دوئ په ايس او پيز عمل ډير کم وليدو

د کرونا وبا زياتيدونکو کېسونو او په ايس پيز عمل نه کيدو ډاکټران هم اندېښمن کړي دي۔

ډاکټران وایي که د اختر ورځو کې اختياط ونه شو نو دا وبا به لا نوره زياته شي.

پاکستان کې د اختر په موقعه لاک ډاون اعلان شوی، لوي اؤ واړه بازارونه بند دي اؤ د سيلګرۍ سیمې هم تړل شوي دي

حکومت دکرونا نه دځان دسپارښتنو عملي کولو دپاره پوځ هم سړکونو ته راویستی دی خو ددې باجود هم تېره شپه ناوخته دخیبر پښتونخوا دیو شمیر سیمو بازارونو کې ګڼه ګوڼه ليدل کيده او په ګڼ شمیر خلک بازارونو ته راوتلي وؤ

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی