شاته

د اوربند پر غځېدو د دوستم او نور ټینګار

د اختر په درې ورځو کې د اوربند په دوام مارشال عبدالرشید دوستم او عطاء محمد نور له حکومت او طالبانو څخه د اوربند غځولو غوښتنه وکړه.

د جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم نن پنجشنبه مۍ ۱۳ (غوايي ۲۳) د جوزجان مرکز شبرغان کې د کوچني اختر لمانځه تر ادا کولو وروسته له طالبانو څخه وغوښتل چې سولې ته د رسېدو لپاره اوربند وغځوي.

هغه همدارنګه د سولې په خبرو کې د خلکو پر رغنده ونډې یې ټینګار وکړ او په افغانستان کې پر ښکېلو اړخونو د تاوتریخوالي کمولو غږ وکړ.

نوموړي زیاته کړه: "موږ هغه سوله غواړو چې د افغانستان ټول خلک پکې دخیل وي او د خلکو نظرونه او غوښتنې پکې ځای ولري."

د بلخ پخواني والي او د جمعیت اسلامي ګوند مهم غړي عطاء محمد نور هم په بلخ کې د اختر لمانځه تر ادا کولو وروسته په هیواد کې د جګړې پر ختمېدو ټینګار وکړ.

هغه وویل: "موږ جګړه نه غواړو او له طالبانو څخه هم غواړو چې د سولې بهیر سره یو ځای شي."

هغه د سولې د بهیر په ټپه درېدلي حالت ته په کتو وویل چې ملي اجماع دغه په ټپه ولاړ حالت ماتولی شي.

نوموړي ګواښ وکړ که چیري طالبان د خلکو د غوښتنو په وړاندې وجنګیږي له امنیتي ځواکونو سره به همکاري وکړي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند تیره شپه ۱۲ بجې پيل شو چې د کوچني اختر تر دریمې به دوام ولري.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې دغه ډله به له افغان حکومت سره اوربند ونه غځوي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم تر دې مخکې د طالبانو لخوا د اوربند پر تمدید ټینګار کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې نن د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د افغانستان په ټولو ولایتونو کې تر لمانځه وروسته خلکو د تلپاتې سولې پر ټینګېدو او جګړې پای ته رسېدو باندې ټینګار وکړ.

د هرات والي سید وحید قتالي هم پخپلې وینا کې ویلي چې افغانان سولې ته تږي دي او په وینا یې په هیواد کې د روانې جګړې پای ته رسېدل غواړي.