شاته

امریکا کې د تیلو پر نل لیکې سایبري برید؛ بایډن ته یوه بله ستونزه

د امریکا د متحده ایالاتو حکومت ددې هیواد د تیلو پر عمده نل لیکې باندې د سایبري برید وروسته د تل لپاره ددې ستونزې د هوارولو هڅه کوي چې سیاسي او اقتصادي خطرونه رامنځ ته کوي.

د تیلو د انتقالولو پدې نل لیکه کې ځنډ د حکومت پر اوږو یوه بله ستونزه اچولې ده چې له پخوا څخه د کروناویروس د وبا، اقتصادي کړکیچ، د امریکا په جنوبي پوله د غیر قانوني مهاجرو د سیلاب او له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو له ستونزو سره مخامخ دی.

انټرنیټي بریدګرو (هکرانو) د تیرې جمعې په ورځ د تیلو د لیږد ددې نل لیکې پر کمپیوتري سیستم برید وکړ چې له کبله یې د تیلو انتقالات بند شول. دغه نل لیکه د امریکا د ختیځو ایالتونو لپاره شاوخوا ۴۵فیصده انتقالوي.

سره له دې چې امریکایي مقاماتو د چهارشنبې په ماښام د ستونزې د هوارولو خبر ورکړ او ویې ویل چې د تیلو د لیږد بهیر بیرته پیل شوی، خو څو ورځني ځنډ د امریکا په اکثرو ختیځو ایالتونو کې د تیلو د کمښت او د بیې د لوړیدو سبب شوي دي.

د هکرانو له برید وروسته د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د چهارشنبې په ورځ مۍ ۱۲ (غوایي ۲۲) د یو فرمان په صادرولو سره ددې نل لیکې د سایبري امنیت د زیاتولو او ښه کولو امر وکړ.

د امریکا د ترانسپورت وزیر پیت بوتیجیج، ویلي دي چې دغه سایبري برید ښيي چې د زیربناو امنیت د امریکا د ملي امنیت مسایل دي او اړتیا ده چې د هغې د لا ټینګښت لپاره زیاته پانګونه وشي.

د امریکا حکومت ددې سایبري برید وروسته یو لړ اقداماتو ته مخه کړې چې د متحده ایالاتو ختیځو سواحلو ته په کښتیو کې د تیلو د انتقالولو له لارې د خلکو اړتیاوی پوره کړي.

دغه وضعیت جمهور رئیس بایډن چې د کاناډا او امریکا ترمنځ د تیلو د نل لیکې د جوړولو طرحه یې رد کړې د جمهوري غوښتونکي ګوند د وکیلانو د سختو انتقادونو لاندې راوړی دی. ښاغلي بایډن پدې دلیل چې ددې نل لیکې جوړول پر چاپیریال او اقلیم باندې ناوړه اغیزې لري د هغې د جوړولو جواز یې فسح کړی دی.

د تیلو نرخ په متحده ایالاتو کې تل یو عمده بحث دی او حتی ددې هیواد د ټاکنو پر نتیجو اغیز لري. په ۱۹۷۸کې د تیلو د بیې بیسارې لوړیدل یوه له هغو مسلو څخه وه چې جیمي کارتر ونشو کړای د دوهم ځل لپاره د امریکا جمهور رئیس شي او د هغه سیال رونالد ریګن بریالی شو.

همداراز نړیوال بانک تیر کال د نړي د ۵۰دموکراسیو د ۲۰۷انتخاباتو له ارزونې وروسته دې نتیجې ته ورسید چې له انتخاباتو څخه یو کال دمخه د تیلو د بیې لوړیدل تل د برحاله حکومتونو د بیا انتخابیدو چانس راکموي.