شاته

د وزیرستان کډوال: پاکستان دې موږ آزاد قبایلي ژوند ته پریږدي

په خوست کې د وزيرستان کډوال وايي، په دې شرط خپل وطن ته ستنېږي، چې پاکستان يې د نړيدلو کورونو او مارکېټونو پوره تاوان ورکړي. دوی همدارنګه خپل پخوانی ازاد قبايلي ژوند غواړي.

کډوال نورعلي خان له خپلې کورنۍ سره د کمپ په منځنۍ برخه کې د يوې چارديوالۍ د ننه په څو وړو خونو کې ژوند کوي. د ده په وينا د کور په جوړښت کې يې له خامو خښتو کار اخيستی دی.

نورعلي خان امريکاغږ ته وويل، وروسته له هغه يې د کور جوړولو نيت وکړ، چې په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني ځواکونو د عملياتو موده وغځېده.

هغه وويل: ”لومړی مو خښتې راوړې، چارديوالي مو راتاو کړه او بيا مو څلور کوټې پکې جوړې کړې. د هرې کوټې پر چت پنځوس، پنځوس زره کلدارې لګښت وشو. د خپلې کورنۍ لس غړي پکې مصروف وو.‟

په شمالي وزيرستان کې د پاکستان د پوځ لخوا دوه کاله مخکې د (ضرب عضب) په نوم د پيل شوو پوځي عملياتو له امله لسګونه زرګونه کورنيو خوست او پکتيکا ته پناه يووړه.

څو ورځې مخکې د پاکستان حکومت په وزيرستان کې د علمياتو د پاى ته رسېدو اعلان وکړ او له کډوالو يې وغوښتل، چې بېرته خپلو سيمو ته ور ستانه شي.

د حکومت تر اعلان وروسته يواځې څو سوه کورنۍ بېرته ستنې شوې دي، مګر پاتې کورنيو ته پاکستان ګواښ کړى، چې که د راتلونکې مياشتې پورې بېرته ستنې نشي، د پاکستان تابعيت به ترې سلب شي.

خو کډوال له حکومت څخه په وزيرستان کې د خپلو نړيدلي کورونو د تاوان غوښتلو ترڅنګ ازاد قبايلي ژوند غواړي. دوی د حکومت تر کنترول لاندې ژوند تېرول ستونزمن بولي.

نورعلي خان: ” که ټول کډوال ځي، موږ هم ځو. خو په ۴ لکو پيسو يوه کوټه هم نه جوړېږي، که د قبايلو هغه پخوانی ژوند وي، بيا ځو. موږ ازادي غواړو، چې د قبايلو په څېر ازاد ژوند وکړو ‟.

بل کډوال جلال اباد خان: ” زموږ ځمکې، پټي، کورونه او دوکانونه وو. دا ټول چې بيا جوړوو، لس کاله پرې لګېږي، زموږ ټول ژوند لس کاله دی، ولې يې په يوه خيمه کې نه تېروو؟ ‟.

پاکستان هرې کډوالې کورنۍ ته د کور جوړولو په خاطر ۴۰۰ زره کلدارې ورکوي او همدارنګه ژمنه يې کړې، چې ښوونځي، روغتيايي مرکزونو او سړکونه له سره رغوي، خو کډوال د دايمي امن غوښتنه کوي.

اکرم الله وزير: ”دا کوم کډوال چې تللي دي، هغوی موږ ته حال راکوي، چې وضعيت ډېر بد دی. که شمالي وزيرستان د پخوا په څېر راته جوړ کړي، ورځو خو که پر موږ ظلم کوي، بيا د ستنېدو هيڅ امکان نشته. موږ په افغانستان کې خوښ يو، خلک ښه سلکو راسره کوي. دلته مو سرونه په امن کې دي‟.

په خوست کې د وزيرستاني کډوالو يو تن قومي مشر حاجي عمرالدين وزير وايي، چې خپلمنځي جرګه کې يې له حکومت څخه د مرستو زياتېدو او د پوځ له لوري له ستنېدونکو کډوالو سره د ښه سلوک غوښتنه کړې ده.

نوموړی وايي: ”موږ ترې غوښتنه کړې، چې پيسې دې زياتې شي، بازار دې جوړ شي. که حالات ښه نه وو، مجبور يو چې بيا کډوالۍ ته ملا وتړو‟.

هغه د مهاجرت له نړيوال سازمان او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ څخه هم وغوښتل، چې له دوی سره د اړتيا وړ مرسته وکړي.

د ارقامو له مخې په خوست کې شاوخوا دېرش زره وزيرستاني کډوالې کورنۍ مېشت دي، چې زياتره هغه يې د ګربزو ولسوالۍ د ګلان په کمپ کې اوسېږي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.