BBC
 شاته

دولت او طالبان دواړه د کندوز قلعه ذال ولسوالۍ د کنټرول ادعا لري

Image copyright epa

د افغانستان شمال ختیځ ولایت کندوز کې چارواکي وایي؛ قلعه ذال ولسوالي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د یوه برید په ترڅ کې نیولې وه، نن بېرته د دولتي ځواکونو لاسته لوېدلې ده، خو طالبان لا هم پر دغې ولسوالۍ د کنټرول ادعا لري.

ددې ولایت بلې ولسوالۍ دشت ارچي کې هم د دولتي ځواکونو او مخالفینو جګړه روانه ده.

په شمال کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قومندانۍ نن سهار (سرطان/چنګاښ ۳۱مه) د یوې اعلامې په خپرولو ویلي، دولتي ځواکونه تېره شپه په لوی لاس له قلعه ذال ولسوالۍ په شا شول.

په اعلامیه کې ددې زون د قومندان شېرعزیز کامه وال له خولې ویل شوي، دغه شاته تګ تکتیکي او د سیمې خلکو ته جګړه کې د تلفاتو او زیانونو اوښتو دمخنیوي لپاره و.

هغه ویلي، د قلعه ذال ولسوالي نن سهار بېرته امنیتي ځواکونو نیولې او اوسمهال له مخالفینو سره درنه جګړه روانه ده. د هغه په خبره، امنیتي ځواکونه د پرمخ تګ په حال کې دي او هغه کلي چې یې پخوا په واک کې نه و، نیولي او مخالفین پر شا تمبولي دي.

خو د کندوز د ولایتي شورا یو غړي غلام رباني رباني بیا وایي، د قلعه ذال ولسوالۍ بازار لا هم د طالبانو په کنټرول کې دی او د امنیتي پر قومندانۍ جګړه روانه ده.

ده وویل په تېرو دوو ورځو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه وه.

بلخوا کندوز کې ۲۰مې فرقې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تېرو درېیو ورځو کې له امنیتي ځواکونو سره جګړه کې ۳۰ طالبان وژل شوي او همدومره نور ټپیان دي، خو طالبانو ځان د تلفاتو اوښتو خبره ردوي.

د کندوز په دې ولسوالۍ کې درې ورځې وړاندې جګړه پیل شوه، خو د ځاني تلفاتو په اړه یې تردې دمه کره معلومات په واک کې نشته. ځینو دولتي سرچینو په دغو جګړو کې لسګونو طالبانو ته د تلفاتو اوښتو ادعا کړې، خو طالبانو لا په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی.

د قلعه ذال څنګلوري ولسوالۍ دشت ارچي هم نن درنه جګړه روانه وه.

د کندوز سیمه ییز چارواکي مني چې ددې ولسوالۍ ځینې کلي وسله والو طالبانو نیولي دي.

کندوز د افغانستان په شمال کې یو له ناارامو ولایتونو دی چې په یو شمېر ولسوالیو کې یې د طالبانو د پراخ فعالیت راپورونه ورکول کېږی. په دې وروستیو ورځو کې کندوز کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو د افغانستان دولت لسګونه مخالفین ووژل.

د کندوز امنیتي وضعیت څارونکو وویل چې هوایي بریدونه کولی شي د مخالفینو د پراخ فعالیت مخه ونیسي.

کندوز ښار تېر کال د څو ورځو لپاره د طالبانو لاسته ولوېده.

Image copyright d