BBC
 شاته

روغتون کې اورلګېدنه؛ ډاکترانو د اور لمبو کې د زړه جراحي عملیات وکړل

د روسیې یوه روغتون کې ډاکترانو داسې مهال د یوه ناروغ د زړه پرانیستي جراحي عملیات په بریالیتوب سره بشپړ کړل، چې د روغتون چت کې اورلګېدلی و او د اور وژونکو ډلې یې د کنټرولولو او وژلو هڅه کوله. د روسیې لرې ختیځ کې د بلاګووېشچینسک ښار له دغه روغتون څخه ۱۲۰ کسان ایستل شوي او د اورلګیدنې له کبله د مرګ ژوبلې راپور نه دی ترلاسه شوی.