BBC
 شاته

ټرمپ: د روسیې برید پروړاندې ناټو ملګرو ته د امریکا مرسته مشروطه ده

Image copyright Getty
Image caption د ټرمپ د بهرني سیاست تګلاره ملتپالنه او اقتصادي ملاحظات دي.

د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوريپال ګوند کاندید ډونالډ د خپل بهرني سیاست په اړه خبرو کې د روسیې برید پروړاندې له ناټو ملګرو د امریکا ملاتړ د دغو هېوادونو ځینو ژمنو پورلې تړلی او ترکیه کې تر ناکامې کودتا وروسته یې ددې هېواد د ولسمشر له ګامونو ملاتړ کړی.

ښاغلي ټرمپ همداراز په نړۍ کې د دیموکراسۍ او بشري حقونو په تړاو د امریکا مسوولیت هم شک ښوولی.

ښاغلي ټرمپ چې ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ په رسمي ډول د جمهوریپال ګوند لخوا کاندید وپېژندل شي، خبریالانو سره خبرو کې ټینګار کړی چې که ولسمشر شي، نو ټولې پرېکړې لکه د بهرني سیاست په برخه کې به د "امریکا لومړیتوب دی" شعار له مخې وشي.

تمه کېږي چې دا شعار چې ګواکې د ښاغلي ټرمپ تر ټولو سخت ملتپاله دریځ دی، د جمهوریپالانو د کاندیداتورۍ منلو په ناسته کې د هغه د خبرو اصلي محور وي.

ډونالډ ټرمپ خبریالانو سره خبرو کې حتي د شمالي اتلانتیک تړون – ناټو – سازمان کې له ۲۸ ملګرو هېوادونو د امریکا د پوځي ملاتړ له تضمین نه ډډه وکړه.

د بالکان حوزې هېوادونو کې د ناټو غړو هېوادونو کې د روسیې پوځي مداخلې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي ټرمپ وویل، که روسیه پر هغوی برید وکړ، نو د هغوی د مرستې غوښتنې ته تر ځواب ویلو وړاندې به دا موضوع وارزوي چې "ایا هغوی د امریکا پروړاندې پر خپلو ټولو ژمنو عمل کړی که نه." هغه وویل، "که یې داسې کړې وي، نو زموږ ځواب به مثبت وي."

Image copyright Reuters
Image caption د جمهوري غوښتونکو کاندید ناټو تړون کې ملګرو هېوادونو په اړه د امریکا له "سخاوت" سره مخالفت ښوولی.

ښاغلي ټرمپ د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې ځای پرځای شوي امریکایي سرتېري د بیا کتنه وړ بللي او ویلي یې دي چې "د متحده ایالتونو د ګټو ساتلو لپاره تل کولی شو د امریکا په خاوره کې د ځواکونو ځای پرځای کولو باندې تکیه وکړو چې لګښت یې کم دی."

له دې ډلي پر سوېلي کوریا او جاپان د شمالي کوریا احتمالي برید پروړاندې له دغو هېوادونو د دفاع لپاره هلته د امریکایي سرتېرو پاتې کېدو پر اړتیا یې شک ښوولی دی.

منتقدان دونالد ترامپ گفته‌اند که نگرش او به روابط خارجی ایالات متحده به طور کامل تابع ملاحظات اقتصادی است.

د ډونالډ ټرمپ منتقدینو ویلي، د متحده ایالتونو بهرني سیاست ته د هغوی لیدلوری په بشپړ ډول د اقتصادي ملاحظاتو تابع دی.

ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوریپال ګوند کاندید وویل، که ولسمشر شي، د ناټو تړون په چوکاټ کې د امریکا ژمنې به بیا وارزوي او ددې تړون له نورو غړو به وغواړي ترڅو ددې سازمان د اړتیا په برابرولو کې ډېره ونډه واخلي او کوم لګښتونه چې متحده ایالتونو په وروستیو کلونو کې پر اوږو واخستل، برابر کړي.

هغه وویل، د امریکا د "سخاوت وخت" پایته رسېدلی او دی په پام کې لري کومې ژمنې چې د امریکا په زیان دي لغوه کړي او "د امریکا د شریک او همکار تعریف" مهفوم نوی کړي. ښاغلي ټرمپ وړاندې تردې هم په ناټو سازمان کې د امریکا د غړیتوب د لګښتونو په تړاو ناخوښي ښوولې وه.

ډونالډ ټرمپ د امریکا د بهرني سیاست پر فلسفې چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته ددې هېواد د سیاسي تشکیلاتو او بنسټونو د منلو وړ ګرځېدلی و، شک ښوولی دی. ددې نظر له مخې، امریکا په نړۍ کې د نظم او قانون او د بشري حقونو، ازادۍ او دیموکراسۍ په څېر ارزښتونو نه د دفاع اخلاقي مسوولیت لري.

Image copyright EPA

ترکیه کې د وروستیو پېښو په اړه، په داسې حال کې چې ډېری غربیان د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر د استبدادي تمایلاتو اندېښنه ښوولې او د وروستي کودتا تورنو کسانو پروړاندې د ناسم چلند خبرداری یې ورکړی، ډونالډ ټرمپ د اردوغان ګامونه وستایل او ویې ویل چې "دا چې ویې کولی شول وضعیت په خپله ګټه بدل کړي، ورته ډېر درناوی لرم."

ښاغلي ټرمپ ددغو شکونو په اړه چې ښایي د ترکیې کودتا جعلي وي او له مخالفینو د دولتي تشکیلاتو د پاکولو په موخه شوی وي وویل، "ځینو ویل چې دا پېښه نمایشي وه، خو زه فکر نه کوم چې دا ډول دې وي."