BBC
 شاته

کوټې ته د چین د سفیر تللو سره سرینا هوټل کې چاودنې ۴ کسان ووژل او ۱۱ ټپیان کړل

د بلوچستان مرکز کوټې په سرینا هوټل کې د چاودنې له امله څلور کسان ووژل او یوولس ټپیان شول. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چاودنه د هوټل پارکېنګ کې شوې ده. دا چاودنه په داسې مهال ده چې د چین سفیر کوټې ته تللی، خو چارواکي وايي، نوموړی د چاودنې پر مهال سرینا هوټل کې نه و.