شاته

پاکستان کې دکار بندیز اعلان،په کومو سیمو کې څه روان دي؟

پاکستان کې داهلسنت مسلک ددیني مدرسو دمشر مفتي منیب الرحمان په غوښتنه لاهور کې دتندره مذهبي ډلې تحریک لبیک دغړو په ضد دطاقت کارؤلو خلاف هړتال روان دی خو سرچینې وایي په زیاتره سترو ښارونو کې روزګارونه اؤ بازارونه پرانستي پراته دي.

مفتي منیب الرحمان د اتوار په ورځ اعلان کړی ؤ چې دګل په ورځ به ګرد هیواد کې کاربندیز کیږي اؤ دتاجرانو دبیلابیلو تنظیمونو ترڅنګ دپاکستان دوؤ سترو مذهبي ګوندونو جماعت علماء اسلام اؤ جماعت اسلامي هم دکار بندیز ددې اعلان ملاتړ اعلان کړی ؤ.

پېښور

پېښور نه د وي او ای ډیوه دخبریالانو له مخې دهړتال داعلان باوجود دګل په ورځ پېښور کې زیاتره بازارونه اؤ کاروبارونه پرانستي پراته دي اؤ په سړکونو ګاډي هم دنور کله پشان روان لیدل کیږي.

خو دپېښور په یو شمیر بازارونو کې بیا د معمول نه کم دوکانونه پرانستي لیدل شوي اؤ په بازارونو کې دخلکو ګڼه ګوڼه هم کمه ده.

دکار بندیز اؤ دګاډو دنه چلند داعلان باوجو دکوټې په سړکونو ګاډي روان لیدل شي
دکار بندیز اؤ دګاډو دنه چلند داعلان باوجو دکوټې په سړکونو ګاډي روان لیدل شي

داسې اطلاعات هم مخې ته راغلي چې دګل په سحر دتحریک لبیک یو شمیر پلویانو دپېښور قیصه خوانۍ ،خیبر بازار اؤ ځېنو نورو بازارونو کې په دوکاندارانو په زوره د دوکانونو بندؤلو هڅه کړې خو پولیس دهغوئ مخه نیولې ده.

دپېښور دتاجرانو داتحادیې صدر ښاغلی شاهد خان وایي دپېښور تاجران هم نن خپل احتجاج ریکارډ کولو دپاره پرامنه جلوسونه وباسي خو خپل روزګارونه یې نه دي تړلي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل دپیغمبر داسلام په سپکاوي هر مسلمان خفه دی اؤ دپېښور تاجران هم دنني احتجاج اؤ کاربندیز په اعلان کې ځان شریک ګڼي خو په پېښور کې نن کاروبارونه ځکه نه دي تړل شوي چې هغوئ ته په وخت دکار بندیز اطلاع نه وه ورکړل شوې.

کوټه

دپېښور ترڅنګ د بلوچستان نه هم د ډیوه خبریالان وایي چې کاربندیز اؤ دګاډو نه چلند په ټيټه کچه لیدل کیږي اؤ په بازارونو کې دخلکو ګڼه ګوڼه دنور کله نه کمه ده.

دکوټې زیاتره بازارونه پرانستي لیدل کیږي خو په حب چوکۍ اؤ سبي کې بیا زیاتره بازارونه اؤ دپټرولو پمپونه تړل شوي اؤ دځېنو کمپنیو د موبائیل خدمات هم ځنډول شوي دي.

په چمن کې د کاربندیز اؤ دګاډو دچلند اثار نه لیدل کیږي اؤ د نورو مهمو ښارونو دننه هم چرته دوکانونه اؤ کاروباري مرکزونه پرانستي اؤ چرته تړل شوي دي.

کراچۍ

دکراچۍ صورتحال هم بیا دپېښور اؤ کوټې نه زیات بدل نه دی اؤ په دغه ستر اقتصادي ښار کې هم چرته کاربندیز شوی اؤ چرته روزګار دومداره پاتې شوی خو په سړکونو دګاډو چلند د نور کله نه کم لیدل شوی.

اسلام اباد کې دوکانونه اؤ کاروباري مرکزونه بند پراته دي
اسلام اباد کې دوکانونه اؤ کاروباري مرکزونه بند پراته دي

پاکستاني رسنۍ وایي په لیاري ایکسپریس وی،ماړي پور روؤ،حب ریور روډ،ناردرن بائي پاس،شارع فیصل اؤ شیرشاه سوري روډ دګل په ورځ ټریفک دنورکله په څېر روان پاتې شوی البته په ډرګ روډ څو پاریدلو کسانو په ګاډو دکاڼو ګزارونه کړي خو دغه خلک بیا دپولیس په رارسیدلو سره له موقعې وتلي دي.

دکراچۍ زیاتره بازارونو کې دوکانونه دنور کله نه کمه شمیره کې پرانستي دي اؤ دخلکو ګڼه ګوڼه پکې هم کمه لیدل شوې.

پنجاب

دپنجاب په لاهور،فیصل،اباد،بهاولپور اؤ نورو سترو ښارونو کې بیا زیاتره کاورباري مرکزونه بند دي اؤ په سړکونو ټریفک هم دنور کله نه کم لیدل شوی.

پاکستاني رسنۍ وایي چې په ګرد پنجاب کې چرته کار بندیز شوی اؤ چرته کاروباري چارې دمعمول مطابق روانې دي.

اسلام اباد

اسلام اباد نه د ډیوه خبریالان وایي چې دغلته دهړتال غږ دنورو سیمو په پرتله زیات موثر ثابت شوی اؤ دګل په ورځ داسلام اباد ټول مهم بازارونه اؤ کاروباري مرکزونه تړل شوي اؤ په سړکونو ټریفک هم کم لیدل شوی دی.

داسلام اباد دپولیسو مشر قاضي جمیل داتوار په ورځ خپل یو بیان کې ویلي وؤ چې پلازمینه اسلام اباد کې پولیس دتیارۍ په حالت کې دي اؤ هیچاته به د اړي ګړي اجازه ورنکړي.

دتندروه ډلې تحریک لبیک دقهریدلو مظاهره چیانو لخوا دتیرې یوې اوونۍ راهسې ګرد هیواد کې دتشدد ډک احتجاجونه روان دي چې دپنجاب حکومت په وینا دې احتجاجونو کې شپږ پولیس عسکر وژل شوي اؤ 600 نور ژوبل شوي دي.

تحریک لبیک دا احتجاجونه وروسته له هغې پیل کړي چې ددغې ډلې مشر سعد رضوي په دې وروستیو کې دپولیسو لخوا ونیول شو.

سعد رضوي خپلو پلویانو ته په 20م اپریل ګرد هیواد کې دختم نبوت په حق کې اؤ دحکومت په ضد داحتجاجونو کولو وینا کړې وه.

هغوئ دغه احتجاج تیرکال حکومت سره دشوي هغه تړون دنه پوره کولو په ضد کول غوښتو په کوم کې چې حکومت دې تندروه ډلې سره منلې وه چې و دفرانس سفیر به له هیواده وباسي،دفرانس نه به خپل سفیر بیرته راغواړي اؤ دفرانس دجوړو شیانو پریکون یا بائیکاټ به کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي