شاته

هند کې د کرونا پیښو نوی ریکارډ: په ۲۴ ساعتونو کې ۲۷۳۸۱۰ کسان اخته شوي

د هند د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې پدې هیواد کې د کرونا ویروس د ۲۷۳۸۱۰ تازه پیښو د ثبت کیدو اعلان کړی.

د پایتخت نوي ډهلي اعلی وزیر ویلي چې د هرو دریو کسانو څخه چې د کرونا د ویروس معاینات یې کړي، د یو تن نتیجه یې مثبته ده.

اعلی وزیر ارویند کجریوال په یوې خبرې غونډې کې وویل چې لویه اندیښنه دا ده چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د مثبتو پیښو فیصدي د ۲۴ نه ۳۰ فیصدو ته لوړه شوه. هغه زیاته کړه، " قضیې په چټکي مخ په زیاتیدو دي او په روغتونونو کې بسترونه ډک شویدي."

هند د امریکا نه وروسته د نړۍ دویم هیواد دی چې ډیر کسان پکې د کرونا ویروس نیولي. د جان هاپکنز د پوهنتون د معلوماتو له مخې په هند کې شاوخوا ۱۵ او د امریکا په متحده ایالاتو کې ۳۱.۶ میلیون کسان د کرونا په ویروس اخته شوي.

دغه پوهنتون همدرانګه ویلي چې د هند د نفوس یوازې ۱ فیصدو ته یې د کرونا ضد واکسین ورکړل شوی.

پداسې حال کې چې په هند کې د کرونا د ویروس د نویو پیښو د ډیروالي خبرونه ورکړل شوي، په بل آسیایي هیواد ایران کې په یوه ورځ دومره ډیر کسان د کرونا ویروس وژلي چې پدې هیواد کې ساری نلري.

د ایران د عامې روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پدې هیواد کې په یوه ورځ د کرونا ویروس ۴۰۵ کسان مړه کړي او ۲۱ زره نور پرې اخته شوي.

د ایران د روغتیا وزارت همدارنګه ویلي چې په روغتونونو کې د ناروغانو لپاره ځای نشته.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ولایت کې خپور شو.

خو د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې اوس د نړۍ ۱۹۶ هیوادونو او سیمو ته خپور شوی. دې ویروس په ټولې نړۍ تر اوسه د ۳ میلیون نه ډیر کسان مړه کړي.

کرونا د ټولو نه ډیر کسان د امریکا په متحده ایالاتو کې مړه کړي. د جان هاپکنز د پوهنتون د معلوماتو له مخې د کرونا ویروس د یکشنبې تر ورځې په امریکا کې کې ۵۶۷ زره کسان مړه کړي.