شاته

پېنس: امریکا نوي رهبر ته اړتیا لري او هغه ټرمپ دی

د ډونلډ ټرمپ مرستیال مایک پېنس ځان داسي معرفي کړ "په ترتیب سره اول مذهبي یم، بیا محافظه کار یم، بیا جمهوري غوښتونکی یم"

پېنس د یو اصولي سیاستوال په توګه پیژندل کیږي او نن یې په وینا کې وویل چې یوازي محافظه کاره اساساتو په عملي کولو، امریکا یو ځل بیا پخوانی برم موندلی شي.‌

محافظه کار مایک پېنس د زرګونو جمهوري غوښتونکو په غونډه کې وویل چې دی د ډونلډ ټرمپ مرستیالي مني ځکه چې امریکا نوي جمهوري غوښتونکې رهبر ته اړتیا لري.

ښاغلی پېنس د انډیانا د ایالت والي دی او تر هغه وړاندې ۱۲ کاله د کانګرس غړی وو.

تیره اونۍ ډونلډ ټرمپ د خپل معاون په توګه اعلان کړی وو او نن یې په رسمي توګه دغه دنده ومنله او اوس به د ټرمپ سره یو ځای د سپینې ماڼۍ د نیولو هڅه کوي.

په انتخاباتي ټکت کې د پینس په شامیلیدلو ټرمپ کولی چې په محافظه کارانو کې محبوبیت ومومي او د هغه د معاونیت ورکولو یو هدف همدا دی.

مایک پیسن د کورنیو چارو په مدیریت کې ډیره بریالۍ تجربه لري او په خپل ایالت کې د پام وړ اقتصادي لاسته راوړنې لري.‌

ښاغلي پیسن تر یو حده پورې د ټرمپ د سیاسي بې تجربه توب او محافظه کار اساساتو د نه درلودلو نیوکې ځواب کړې دي خو د ګوند اختلافات حل نه دي.‌

داخلي اختلافات

د ښاغلي ټرمپ د ډیرو هڅو برسیره نن د ملي کنوانسیون په دریمه ورځ ګوندي اختلافاتو یو ځل بیا سر را پورته کړ.‌

پخواني سیال ټډ کروز په کنوانسیون کې اوږده وینا وکړه خو د ټرمپ د ملاتړ کولو پر ځای یې خلکو ته وویل چې د رای ورکولو پر مهال خپل وجدان ته غوږ شی.

پخواني سیال ټډ کروز په کنوانسیون کې د ټرمپ د ملاتړ پر ځای خلکو ته وویل د رای پر وخت خپل وجدان ته غوږ شی

پخواني سیال ټډ کروز په کنوانسیون کې د ټرمپ د ملاتړ پر ځای خلکو ته وویل د رای پر وخت خپل وجدان ته غوږ شی

ددې خبرې په اوریدلو د غونډې ګډونوالو د ټرمپ ټرمپ شعارونه ورکړل خو ټډ کروز پرې غوږ و نه ګرولو.‌

سهار داسي ویل کیدل چې ټډ کروز په ۲۰۲۰ کال کې د بیا کاندیدلو پلان لري خو تر وینا وروسته کارپوهان وایي چې ښاغلي کرو‌ز "سیاسي ځان وژنه" وکړه.‌

له دې پرته داسی نور جګپوړي جمهوري غوښتونکي هم شته چې د ټرمپ ملاتړ نه کوي او یا لږ تر لږ پټه خوله دي او په کنوانسیون کې نشته.

په دې کسانو کې د پخواني جمهور رییس جورج بوش کورنۍ، پلار یې ایج بوش، جیب بوش، مټ رامني، سناتوران جان مکین او لیندسي ګراهم او لسګونه نور نومونه اخیستلی شو.‌