شاته

افغانستان،دپاکستان دپوځ دا بیان ستائیلی چې وایي په کابل دطالبانو په زوره دقبضې ملاتړ نه کوي

پاکستان دپاره د افغان ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي د پاکستان د پوځي ویاند مېجر جنرال بابر افتخار هغه بیان ستایلی چې ویلي یې وؤ اسلام اباد ددې ملاتړ نه کوي چې طالبان دې د زور د لارې يو ځل بيا په کابل قبضه وکړي.

محمد عمر داودزی چې روانه اوونۍ یې د پاکستان درې ورځنی سفر کړی، په اسلام اباد کې یې يوې غېر ملکي خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي د افغان سولې په عمل او دغلته د جګړې د ختمېدو په اړه د پاکستان تګلاره په مثبت اړخ روانه ده.

ښاغلي عمر داودزي د پاکستان سفر په داسې حال کې کړی چې د امریکا د نوي صدر جو باېډن انتظاميې تېرکال د قطر سرښار دوحه کې د واشنگټن او طالبانو ترمنځ شوي دسولې تړون ته د بيا کتنې عمل پېل کړی او له دغه تړون را په دېخوا افغانستان کې د تشدد کچه هم لوړه شوې ده.

دا راز د افغان دولت او طالبانو ترمنځ بېن الافغاني خبرې هم د ځنډ وروسته يو وارې بيا پېل شوي خو کوم پرمختګ پکې نه ليدل کېږي.

د افغان ولسمشر دځانګړي استازي محمد عمر داودزي وېنا ده چې دافغان سولې په اړوند د پاکستان د پوځي ویاند په وروستي بیان د افغانستان دننه په مېډيا او نورو فورمونو هم بحث پېل شوی ځکه چې دا يو غېر معمولى بېان دی.

هغه وايي د پاکستان دننه د سويلين یا غیرپوځي چارواکو لخوا خوا دا رقم بیانونه تر دې وړاندې هم مخې ته راتلل خو د پوځي ویاند مېجر جنرال بابر افتخار دا څرګندونې له افغانانو لپاره نوې دي.

دپاکستان حکومت وایي چې دافغانستان په ګډون دټولې نړۍ دپاره بهرنۍ تګلارې دحکومت لخوا جوړیږي خو څېړونکي اؤ مطبوعات بیا دعوې کوي چې دامریکا، افغانستان اؤ هند دپاره په بهرنیو تګلارو کې دهیواد دطاقتور پوځ له خوښې پرته حکومت یوه کرښه بدلون هم نه شي کولی.

ښاغلی عمر داودزی وایي د پاکستان د پوځ ددې بېان له کبله به د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور لړۍ لا نوره هم پياوړې شي.

دپاکستان د پوځ وياند مېجر جنرال بابر افتخار د فرورۍ په 24 غېر ملکي مطبوعاتو سره د افغانستان دسولې،افغانستان څخه دنړیوالو ځواکونو د احتمالي وتنې، او دطالبانو بېرته واک ته د رسېدو په اړه پوښتنو ته په ځواب کې وېلي وؤ، پاکستان ددې ملاتړ نه کوي چې طالبان دې په زور يو ځل بيا په کابل قبضه وکړي.

بابر افتخار وویل افغانستان اوس د نویم د لسيزې هېواد نه دی او نه ګڼي چې دغلته به رياستي ځاندره په اسانۍ سره کښېني.

عمر داودزی وايي د يو نزدې ګاونډي هېواد دپوځ دا بېان به د امن په اړه د طالبانو په چلند اوږد مهاله اغېزې ولري.

پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي د پاکستان درې ورځنی سفر کړی او د خپل سفر په ترڅ کې ی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي،د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر او نورو چارواکو سره هم ليدنې کړي دي.

د افغان چارو شنونکی ډاکټر سرفراز خان وايي "د افغانستان په هکله د پاکستان د سټراټيجکي ډېبت تګلاره يوه غېر معقوله پالیسي وه او ددې د پاکستان دننه هم پراخه مخالفت شوی او دې تګلارې پاکستان ته هم بې ساري زيان رسولی دی. دا تګلاره ډېر مخکې بدلېدل پکار وو"
هغه وايي "د پوځي وېاند دا بېان دستائیلو دی او پکار ده چې داسې وشي. د پاکستان دننه او بهر هم خلک داسې غواړي. او کېدی شي د پاکستان دننه هم طاقتوره اسټبلشمنټ داسې سوچ کوي"

نوموړي زیاته کړه که ددې بېان وخت ته وکتل شي نو دا په داسې مهال مخې راغلې ؤ چې کله د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد دڅار نړیوالې ادارې ایف ای ټي ایف د پاکستان د ګامونو ارزونه کوله.

هغه وایي داسې ګڼي چې پوځي ویاند به دا خبرې د اېف ای ټى ایف لخوا د ممکنه بندیزنو له وېرې کړې وې. او ظاهره ده چې افغانستان به دا قسمه خبرې دستائنې وړ ګرځوي او دې ته به هرکلې وايي.