شاته

امریکا د خاشقجي د قتل پر سر په ۷۶ سعودي چارواکو بندیزونه ولګول

واشنګټن - په ۲۰۱۸ کې په استانبول کې د سعودي په کونسلګرۍ کې د واشنګټن پوست د خبریال ۵۹ کلن جمال خاشقجي د وژلو او ټوټه کېدلو خبر نړۍ هک حېرانه کړه. د هغه جسد هېڅکله پیدا نشو.

د جمعې په ورځ د امریکا استخباراتو کانګرس ته هغه پټ راپور ورکړ چې ښيي ولیعهد محمد بن سلمان ددغه قتل اجازه ورکړې وه.

د امریکا د خزانې وزارت په هغو سعودي چارواکو باندې بندیزونه لګولي چې د خاشقجي په وژنه کې په مستقیمه توګه ککړ وو.

د خاشقجي په نامه د دغه بندیز له مخې، په ۷۶ سعودي چارواکو باندې هم د امریکا د وېزو بندیزونه لګېدلي.

د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین وايي، دا ارزښت لري چې د بایډن ادارې دغه راپور خپور کړ.

"دا راپور نوی چاپ شوی نه دی، هلته وو. مونږ خپور کړ."

د ټرمپ ادارې د کانګرس لخوا دغه غوښتنه په وار وار بابېزه وګڼله چې د جمال په قتل کې له ټولو ککړو کسانو سره حساب وشي او کانګرس ته معلومات ورکړل شي چې کوم بندیزونه باید ولګول شي.

د سعودي حکومت په یو ټویټ کې په کلکه د راپور پایلې رد کړي او ویلي یې دي، چې په یاد جرم کې ښکېلو کسانو ته وختي سزا ورکړل شوې.

په دې اړه په تېر سپټمبر کې اته کسان محاکمه شوي خو نړیوال څېړونکي یې درواغ بولي.

د بشري حقونو فعالانو ددې راپور د خپرېدو هرکلی کړی خو ویلې یې دي چې دوی غواړي له خپله ولیعهد محمد بن سلمان سره هم حساب وشي.‌

د بخښنې له نړیوالې ادارې امنیسټی انټرنېشنل څخه فیلېپ ناسیف وايي،

"زه فکر کوم چې دا یو مهم سېګنال لېږي. زه فکر کوم چې بل ستر او یا هم تر ټولو ستر سېګنال به دا وي چې نړیواله ټولنه څه ډول غبرګون ښيي. زه فکر کوم چې اوس به مونږ ګورو چې امریکا څه ډول ددې قتل په اړه په لا سخت ډول حساب غواړي؟"

کله چې له ولیعهد محمد بن سلمان سره د حساب او کتاب په اړه له بلېنکن څخه پوښتنه وشوه نو هغه وویل، د امریکا اړیکې له سعودي عرب سره له هر یو کس څخه مهمې دي.

هغه وویل، ددغه راپور خپرېدل په دې رڼا اچوي چې څه پېښ شوي او د خاشقجي بندیز به نور ژورنالستان، مخالفین او د هغوی کورنۍ وژغوري او دا د خاشقجي د وژل کېدو پایله ده.