شاته

په لومړي ځل یوې افغانې پیلوټې بوینګ الوتکه وچلوله او پرواز یې وکړ

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د دغه هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره داسې پرواز شوی چې ټوله خدمه یې ښځې وې.

د یادې ادارې مشر قاسم وفايي زاده نن شنبه فبروري ۲۷(کب نهمه) ویلي چې دغه الوتنه د کام ایر خصوصي شرکت په واسطه د کابل-هرات تر منځ ترسره شوه.

هغه ویلي: "پیلوټه محدثه میرزايي زاده او کپتانه ویرونیکا بورسیوا د الوتنې څلورو نورو ښځینه عملو سره د ایربس ۵۰۰-۷۳۷ الوتنه ترسره کړه."

د کابل-هرات ترمنځ دغه ۳۵۰ مایله واټن دغه تاریخي الوتنې ته د ۸۰ دقیقو وخت ورکړی او موخې ته رسېدلې ده.

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

د ملکي هوايي چلند ادارې په وینا دغه اقدام د افغانو ښځو د ودې لپاره ښه زیری په ګوته کړ او ویلي دي: "موږ په تخینکي برخو کې د ښځو ودې ته ژمن یو."

افغانستان د څو لسیزو جګړو د ښځو حقوقو په شمول ټول بشري حقونه ځپلي خو په ورستیو دوو لسیزو کې د نړیوالو په وینا دغه هېواد کې ښځو پر مختګ کړی دی.

د دوی په وینا ښځې اوس مهال عدلي چارو ته لاسری لري، په بیلابېلو ادارو کې کار کوي او د حکومت ځینې چارواکي هم ښځینه دي.