شاته

د استازو خونې د بایډن ۱.۹ تریلیون ډالرو پلان تائید کړ 

د امریکا د استازو خونې له ډېرو بحثونو او خبرو وروسته بالاخره د ولسمشر جوبایډن د ۱.۹تریلیون ډالرو اقتصادي پلان ومانه.

په دغه پلان کې له اقتصادي کاروبارونو، حکومتونو او میلیونو بېکاره شویو امریکایانو سره مرستې شاملې دي چې کروناویروس ځپلي او زیانمن کړي‌ دي.

د استازو خونې د شنبې په سهار فبروري ۲۷ (کب ۹) د۲۱۹موافقو او ۲۱۲مخالفو رایو په اساس دا پلان تائید کړ. د استازو په خونه کې دموکرات ګوند اکثریت دی.

واک ته له رسېدو وروسته دا د ښاغلي بایډن لومړی بریا بلل کیږي چې یو مهم پلان یې د استازو په خونه کې تائید کیږي.

دا پلان به اوس سنا ته استول کیږي چې ۱۰۰غړي لري او د دموکراتانو او جمهوریت غوښتونکو ترمنځ سم نیمايي وېشل شوی دی.

په سنا کې که د تائید او مخالف رایې مساوې شي، د قانون له مخې د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس کولی شي چې د خپل ګوند په ګټه رایه ورکړي او دا پلان هلته هم تائید شي.

دموکراتان ټېنګار کوي چې دا اقتصادي پلان د کرونا وبا سره د مبارزې او د هېواد د اقتصاد د بیا رغولو لپاره ډېر مهم دی. د کرونا ویروس له کبله د امریکا په متحدو ایالتونو کې څه باندې ۵۱۰۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

جمهوریت غوښتونکي بیا وايي چې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره په مخکني اقتصادي پلان سربېره د ۱.۹تریلیون ډالرو بل اقتصادي پلان زیاتول بیخي زیات دي.

اقتصادي پلان کې څه دي؟

د دغه اقتصادي پلان ډېره برخه د کروناویروس ضد واکسین په تولید او نورو طبي وسایلو په برابرولو لګول کیږي. اکثریت امریکايانو ته به ۱۴۰۰ډالر ورکول کیږي.

د دغه پلان په اساس به د ایالتونو حکومتونو سره د مرستو سربېره د رستورانتونو او هوايي شرکتونو سره کروناویروس ځپلي دي، هم اقتصادي مرستې کیږي.

همدغه راز په امریکا کې به ټولو زیانمنو شویو کوچینو کاروبارونو سره هم مرسته کیږي او د کرونا ویروس له کبله بېکاره شویو امریکایانو ته به د اګست تر میاشتې پورې مالي مرستې ورکول کیږي.

دموکراتانو دا مسئله هم په پلان کې زیاته کړې ده چې روزمزد به په ساعت کې له ۷.۲۵ډالرو څخه ۱۵ډالرو ته لوړیږي، خو داسې ښکاري چې شاید دا موضوع تائید نشي.

خو دموکراتان وایي چې په دې اړه به خپلې هلې ځلې روانې ساتي.