شاته

نایجریا: تښتول شوي هلکان پرېښودل شول خو نجونې لا هم یرغملې دي 

په نایجریا کې حکومتي چارواکي وايي چې وسله والو د ښوونځي ۲۵ تښتول شوي زده کوونکي پرېښي دي خو د ۳۱۷ تښتول شویو زده کوونکو نجونو لټون روان دی.

وسله والې ډلې د نایجریا په شمال کې د ښوونځي ډله ډله هلکان او نجونې د پېسو لپاره تښتوي او دا پېښې هلته زیاتې شوي دي.

وسله وال په موټرسایکلونو کې ګرځي راګرځي او دا کارونه کوي.

یوې وسله والې ډلې د فبرورۍ په ۱۷ د نایجریا د نایجیر ایالت د کاګارا په ولسوالۍ کې له حکومتي متوسطه ښوونځي څخه ۲۷ زده کوونکي، د ښوونځي کارکوونکي وتښتول او یو زده کوونکی د اختطاف پر مهال وواژه.

یو حکومتي چارواکي وايي چې تښتول شوي زده کوونکي د ۱۵ او ۱۸ کلونو ترمنځ‌ عمرونه لري. له پرېښودو وروسته یو عیني شاهد د رویټرز اژانس ته ویلي دي چې دا هلکان یې لیدلي او ځینې یې درېدلی نشول او ځينو یې اوبه غوښتلې.

د ناجیر والي ابوبکر ثاني په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې زده کوونکي خوشې شوي او حکومت ترلاسه کړي دي.

په همدې حال کې د نایجریا د زمفرا په ایالت کې وسله والو ۳۱۷ نورې زده کوونکې نجونې یرغمل کړي دي.

چارواکي وايي د هغوی د خلاصون هلې ځلې هم روانې دي.

د زده کوونکو اختطاف د ولسمشر محمد بحیري د حکومت لپاره یوه لویه ستونزه جوړه شوې ده او له دې کبله تر سختو انتقادونو لاندې دی.

د نایجریا په شمال-ختیځ کې د بوکو حرام وسله واله ډله او د داعش جګړه ماران د ښوونځي شاګردان تښتوي او دا ډول نور فعالیتونه کوي.
د ۲۰۲۰ د ډسمبر په میاشت کې وسله والو د یو ښوونځي ۳۵ زده کوونکي وتښتول چې بیا امنیتي ځواکونو راخلاص کړل.

په نایجریا کې د بوکو حرام وسله والې ډلې په ۲۰۱۴ کې ۲۷۰ زده کوونکې نجونې وتښتولې چې لا یې ۱۰۰ ورکې دي.