شاته

د لویې پښتنې هنرمندې ماه جبین قزلباش وړومبی تلین نن په خاموشۍ سره تیریږي

نن په ۲۶مه فرورۍ دپښتو د وتلې اؤ ښکلې سندرغاړې ماه جبین قزلباش د وړومبي تلین ورځ په داسې حال کې په خاموشۍ سره تېریږي چې له مرګ وروسته ددغه ستره هنرمندې قابو د نیمې پېړۍ هنري خدمتونه هیچا نه دي ستائیلي.

دپاکستان حکومت هغې ته د هغې په غوره هنري خدمتونو دپاکستان ستره صدارتي جائزه یا ایوارډ ورکړی ؤ خو دماه جبین قزلباش ځوئ شاهد علي خان وایي مور یې دخپل ژوند وروستۍ ورځې شپې روغتون کې داسې په بې کسۍ تېرې کړې دي لکه هغې چې ددې خاورې یا ولس دپاره هیڅ نه ؤ کړي اؤ یوه عامه ښځه وه.

پښتانه لیکوالان اؤ هنرمندان د ژبې اؤ کلتور د ودې دپاره دماه جبین قزلباش خدماتو ته د قدر په نظر ګوري اؤ وایي پښتو سندرې ته ماه جبین بي بي خپل ټول ژوند ورکړی دی خو پښتانه دخپلو هنرمندانو اؤ اتلانو ورځې ځکه نه نمانځي چې نه خو هغوئ دخپلې ژبې په ارزښت پوهه دي اؤ نه چا پوهه کړي دي.

ماه جبین قزلباش د 13کلنۍ دعمر څخه سندرې پېل کړې وې اؤ تر 43کالو یې په زرګونو دپښتو،فارسۍ،اردو اؤ هندکو سندرې ویلې وې.

هغه تیرکال په 26مه فرورۍ پېښور کې د زړه دحرکت بندیدو له امله مړه شوې اؤ بیا هم په پېښور کې خاورو ته سپارل شوې وه.

د استاد خیال محمد تاثرات

دپښتو سندر هنرمند اؤ دغزل شهنشاه استاد خیال محمد وایي ماه جبین قزلباش که څوک یاده کړي اؤ که نه خو هغې دخپل خوږ غږ اؤ هنر دلارې یو داسې تاریخ رقم کړی دی چې ترڅو سندرې وي د ماه جبین نوم به دتاریخ په پاڼو کې خوندي وي.

وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې استاد خیال محمد په دې خبره مایوسي ښکاره کړه چې دماه جبین قزلباش دوړومبي تلین ورځ په خاموشۍ سره تیریږي اؤ وئ ویل” داخبره د اوس نه، نه ده،پښتنو هنرمندانو سره تل دغسې شوي دي چې نه یې په ژوند چا دهغوئ دمرتبې اؤ مقام مطابق پوښتنه کړې اؤ نه دمرګه پس چا یاد کړي دي”

استاد خیال محمد وایي ماه جبین قزلباش دهغه سره شلګونه کلونه یو ځائ سندرې ویلي وې اؤ هغه یوازې خوش شکله اؤ خوش اوازه نه وه بلکې په هنر هم پوهه وه اؤ دخپل کار سره یې تل انصاف کړی دی.

اوس خیال محمد زیاتوي د پښتو غزل دی که سندره، نظم یا ټپه په ټولو باندې ماه جبین قزلباش عبور لرلو اؤ د ټي وي، ریډیو، فلم ا‌ؤ سټیج دلارې یې داسې معیاري کلامونه ویلي چې هغه هیڅکله څوک نه شي هېرولی.

شکیله ناز یې هنري خدمتونه څنګه ارزوي؟

دپښتو یوه بله وتلې هنرمنده شکیله ناز وایي ماه جبین قزلباش ډیره ستره فنکاره وه اؤ هغې د زړې اؤ نوې موسیقۍ پخپلو کې ملاپ یا امتزاج دپاره د یو پل کردار ترسره کړی دی.

وي او ای ډيوه ته هنرمندې شکیله ناز ویلي هغې کلونه کلونه دماه جبین قزلباش سره یوځائ په ټي وي، ریډیو اؤ سټیج سندرې ویلي اؤ تل دیوې سینیر یا مشرې هنرمندې په توګه ماه جبین بي بي هغې ته دهنري بارکیو لارښوونه کړې ده.

د شکیله ناز په وینا "هغه یوه ډيره مهربانه ښځه وه، ښکلې هم وه ، اواز یې هم ښه ؤ ،په ځوانۍ کې ورته دومره شهرت ترلاسه ؤ چې خوش نصیبو هنرمندانو ته ترلاسه کیږي خو دهغې طبیعت دمینې نه ډک ؤ،هرچا سره دهغوئ په غم اؤ ښادۍ کې شریکه وه"

هغه وایي دپښتو کلاسیک موسیقۍ بنیادونو اېښودلو کې د استاد خیال محمد،ګلنار بېګم ،کشور سلطان اؤ هدایت الله په څېر دماه جبین قزلباش هم ډیر لویې لاس دی اؤ دا نن چې نوي فنکاران دهنرمیدان ته راځی نو دوئ هم په هاغو لارو روان دي چې بنیاد یې ماه جبین قزلباش ،استاد خیال محمد ،کشور سلطان اؤ نورو لیجنډ فنکارانو دخپل زړه په وینو اېښودی دی.

میرمن ناز وایي په نزدې وختونو کې ډير ستر ستر هنرمندان وفات شول اؤ په مشرانو هنرمندانو کې اوس یوازې خیال محمد استاد،احمدګل استاد، زرڅانګه بي بي اؤ څو نور ژوندي دي پکار ده چې ریاست اؤ پښتانه دواړه دخپلو دغو هنرمندانو بد اقتصادي وضعیت ته پاملرنه اؤ دهغوئ سره دژوند په وروستي پړاؤ کې هر رقم مرستې وکړي.

ناز اقبال یې ولې دهنر اکیډمي بولي

په لندن کې میشته وتلې هنرمنده نازیه اقبال هم دا خبره مني چې ماه جبین قزلباش پښتو سندرې ته د زړه وینې ورکړي دي اؤ وایي دهغې په ګډون چې څومره نور د نوي کهول هنرمندان دي دماه جبین قزلباش هنر هغوئ دپاره د لارې دمشال په توګه کار ورکوي.

ډیوه سره خبرو کې نازیه اقبال ویلي ما دپاره خو ماه جبین قزلباش د یوې اکیډمۍ حیثیت لري ځکه چې هغه یوه عامه فنکاره نه وه بلکې هغه د فن په رموز پوهیده، دفن دباریکیو نه خبر وه اؤ زما پشان ډیر هنرمندان چې نن هم دهغې سندرې اوري زده کړې ترې کوي.

هغه په دې خفه ده چې دماه جبین قزلباش تلین په خاموشۍ سره تیریږي خو وایي ماه جبین قزلباش د خلکو زړونو کې ژوندۍ ده اؤ دهغې لوړ هنري شخصیت دچا یادؤلو یا نه یادؤلو ته محتاجه نه دی.

په متحده عرب اماراتو کې میشت پښتون لیکوال اؤ خبریال ښاغلی نظار یوسفزئ وایي ماه جبین قزلباش خپل ټول ژوند پښتو سندرې ته بخښلی ؤ خو دا چې نن یې پښتانه د تلین د ورځې نه خبر نه دي نو لامل یې دادی چې پښتانه دخپلې ژبې اؤ‌ خپلو د اتلانو په ارزښت نه پوهیږي اؤ نه هم چا پوهه کړي دي.

ډیوه سره خبرو کې ښاغلي نظار یوسفزئ ویلي د یو قام په راجوړؤلو اؤ دقامي شعور په وده کې ددې هنرمندانو اؤ لیکوالانو ستر لاس وي.

هغه وایي “له بده مرغه زمونږ دخاورې واک د داسې چا په لاسونو کې دی چې هغوئ دشعر ،ادب ،هنر اؤ تاریخ د اررښت نه هیڅ خبر نه دي نو دغسې خلکو نه څنګه توقع کولی شو چې هغوئ به دپښتنو خیال محمد ،ګلنار بېګم،احمد خان، کشور سلطان ،ګلنار بېګم، قلندر مومند،اجمل خټک،حمزه شینواری ،ډاکټر اعظم،سیف الرحمان سلیم یا نور لیکوالان اؤ هنرمندان یاد کړي”

خبریال نظار یوسفزی وایي پښتنو ته به پخپله د خپلې ژبې، هنر، ادب ، تاریخ اؤ اتلانو سره مینه پیدا کول ، په هغوئ تحقیق کول، دهغوئ خیالات راتلونکو نسلونو ته رسؤل اؤ دهغوئ په افکارو ځان پوهول وي.

دماه جبین قزلباش زوئ شاهد علي اورکزي ډیوه ته ویلي دماه جبین قزلباش د تلین په اړوند هغوئ سره هیچا څه تماس نه دی نیولی اؤ نه خبر دی چې حکومت یا ولس به دا ورځ نمانځی که نه ؟

خو هغه وایي هغه ترخې شیبې یې کله هم نه هیریږي چې کله ماه جبین قزلباش تیر کال په روغتون کې د مرګ په خوله کې پرته وه اؤ دوئ د واکمنو ادارو اؤ حکومت نه دهغوئ دپاره دمرستې خواستونه کول.

هغه وایي مور یې خپل ټول ژوند د هنر خدمت ته بخښلی ؤ خو د ژوند وروستۍ شپې ورځې یې په لیډي ریډنګ روغتون کې داسې په بې کسۍ تیرې کړي لکه هغې چې ددې قام اؤ خاورې دپاره هیڅ نه وؤ کړي اؤ‌ یوه عامه ښځه وه.

ډیوه هڅه وکړه چې د خیبر پښتونخوا دحکومت نظر معلوم کړي چې ولې ددې خاورې د هنرمندانو،لیکولانو اؤ اتلانو په یادؤلو کې دشومتوب څخه کار اخلي ؟ خو دصوبې د کلتور وزیر شوکت یوسفزي سره مو چې دټيلي فوني تماس نیولو هڅه وکړه نو هغه ټيلي فون ته هیڅ ځواب ونه ویلو.

شوکت یوسفزي نه ډیوه د غږییز پیغام دلارې هم په واټس اپ د صوبایي حکومت نظر وغوښتو خو دپیغام ور رسیدو باوجود هغه په دې اړوند دپوښتنې ځوابولو نه غلی پاتې شو

دماه جبین ژوند اؤ هنر

ماه جبین قزلباش د پښتو هغه لویه سندرغاړې وه چې په زرګونو سندرې یې ویلي او خپل نوم یې د پښتو د سر په سندرغاړو کې جوړ کړی وو.

ماه جبین قزلباش په 1958م کال کې په پیښور کې زیږیدلې او لویه شوې وه. هغه په خټه قزلباش وه، نیکه یې د افغانستان له هراته کندهار او پلار یې بیا پیښور ته راغلی وو، هغې د قبایلي سیمې اورکزو د پښتو فلمونو له تکړه هیرو ایمل خان سره واده کړی وو.

د دیارلسو کالو په عمر کې یې سندرې پیل کړې او شاوخوا 43 کاله یې د پښتو موسیقۍ خدمت کړی وو.

د مېرمن قزلباش مورنۍ ژبه فارسي وه خو د فارسي په ګډون یې په پښتو، اردو، پنجابي، سرایکي، سیندي، بلوڅي او هندکو ژبو سندرې ویلې وې چې د دې په وینا د سندرو شمېر یې شاوخوا 11000 دی.

فني زده کړې یې د ستر موسیقار رفیق شینواري نه تر لاسه کړې او د خپل خواږه اواز له امله ورته د "بلبل سرحد" لقب هم ورکړل شوی وو.

مه جبین قزلباش ته د پاکستان حکومت د موسیقۍ په برخه کې په ښو خدماتو صدارتي ایوارډ ورکړی وو.

د ځوانۍ په وخت کې یې په څو پښتو فلمونو کې هم د کار کولو تجربه کړې وه خو دغه تجربه یې کامیابه ثابت نه شوه.

د ریډیو پاکستان پېښور او ټیليویژن څخه یې په زرګونو سندرې ویلې وې چې زیاتره پکې مشهورې شوې دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي