شاته

ډاکټران ویره ښایي چې بندیزونو لرې کیدو سره پاکستان کې دکرونا وایرس پېښې بیا زیاتیدی شي

په داسې حال چې پاکستان کې د کرونا وایرس پېښې د روزانه په بنياد رپورټ کيږي مرکزي حکومت په ټول ملک کې د تجارتي هلو ځلو، د دودونو دهالونو، پارکونو، اؤ سینیماګانو دپرانستو ترڅنګ دهر رقم غونډو اجازه ورکړې ده.

خو په خېبر پښتونخوا کې دځوانانو ډاکټرانو اتحاديي ويلي دي امکان لري چې دې سره د کرونا په کېسونو کې يو ځل بيا اضافه وشي او بايد چې مرکزي حکومت خپلې پرېکړې ته بيا دسره کتنه وکړي.

د خېبر پښتونخوا دځوانانو ډاکټرانو د اتحاديې وياند ډاکټر احمد زېب وايي په ملک کې د کرونا پېښې ضرور کمې شوې دي خو د هېواد بېلا بېلو برخو نه اوس هم رپوټونه مخې ته راځي او د بنديزونو ختمېدو سره ويره ده چې دکرونا وایرس پېښې نورې هم سیوا شي.

پاکستان کې په کرونا وایرس دڅار ادارې این سي او سي ویلي په ټول هېواد کې د مارچ د ۱۵ نېټې نه د ودونو هالونه،پارکونه سینیما ګانې او نور روزګارونه پرانستل شي.

د پاکستان د تعليم مرکزي وزير شفقت محمود ويلي دي چې د مارچ د وړومبۍ نېټې نه به په ملک کې تعليمي ادارې هم په هفته کې پينځه ورځې پرانستل شي.

په ټوله نړۍ ۲۴ لکه د کرونا وایرس پېښې رپورټ شوي دي خو د تېرو وختونو په پرتله اوس دې کې کمی ليدل کيږي.

خو ډاکټر فهد اقبال ډيوه ته ويلي په ملک کې د کرونا وبا پر ضد د ټيکو لګولو عمل روان دی او تر څو چې يو ناروغه تن هم په ملک کې موجود وي د وبا خطر نه ختميږي.

نوموړې ويلي په ملک کې د ۶۰ کالو نه د زيات عمر لرونکو تنانو ته ددې وایرس څخه خطرې زياتې دي او بايد چې دوئ ته د ټېکو لګولو عمل مکمل شي نو که د هغې روسته ټول بنديز ختم شي نو اغيز به يي کم وي.

پاکستان کې په کرونا دڅار ملي اداره این سي او سي وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملک دننه ۱۵۴۱ کېسونه رپورټ شوي، ۳۲ کسان ترې مړه شوي او ۱۵۵۸ ناروغه تنانو حالت مرګونی ښودل کيږي.