شاته

افغانستان کې تازه د کرونا ۱۱ مثبتې پېښې ثبت شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۱۱ مثبتو پېښو د ثبتېدو او د یوه کس د مړه کېدو خبر کړی دی.

روغتیا وزارت نن جمعه ۲۶(کب اتمه) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۳۸۵ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۱۱ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۷۰۷ ته پورته شو.

په تیرو څلورویشت ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د یو تن د مړینې راپور ورکړل شوی چې په دې اساس د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۴۴۳ تنو ته لوړ شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۴ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۹۲۸۵ تنو ته لوړ شو.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.