شاته

امریکا په سوریه کې په ایران پلوه اورپکو بریدونه کړي 

د امریکا د دفاع وزارت وایي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په امر یې په سوریه کې د ایران له ملاتړه د برخمنو ملېشو په هدفونو هوايي بریدونه کړي دي.

پنټګان وايي دا هوايي‌ بریدونه په عراق کې د امریکايي پوځیانو په مرکز باندې د وروستیو راکټي بریدونو په ځواب کې شوي دي.

ویل کیږي چې دا هوايي بریدونه دومره قوي نه وو او شاید ډېر زیان یې نه وي اړولی.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې په دغو بریدونو کې یو اورپکی وژل شوی او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.

په بغداد کې چارواکي وايي چې په عراق کې د امریکايي ځواکونو په مرکز باندې د بریدونو په اړه پلټنې کوي.

د توغندیو دا بریدونه د فبرورۍ په ۱۵وشول.

د پنټګان ویاند جان کربي وویل: «د ولسمشر جو بایډن په لارښوونې د امریکا پوځ ماښام وختي (پنجشنه فبروري۲۵) د سوریې په ختیځ کې په هغو ځایونو بریدونه وکړل چې د ایران له ملاتړه برخمن اورپکي یې کاروي. ولسمشر بایډن به د امریکا او ایتلاف ځواکونود ساتلو لپاره خپل اقدام روان ساتي. په عین وخت کې موږ ځینې قصدي کارونه وکړل چې د سوریې په ختیځ او عراق کې عمومي حالات کنترول شي.»

ښاغلي کربي وویل چې د امریکا په هوايي بریدونو کې د «کتایب حزب الله» او «کتایب الشهداء» ډلو ځینې مرکزونه ویجاړ شوي دي.

یو امریکايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل چې د دغو بریدونو هدف دا دی چې امریکا غواړي اورپکو ته سزا ورکړي خو نغواړي چې حالت تر دې خراب شي.

لا معلومات نشته چې په دغو هوايي بریدونو کې څومره تلفات اوښتي او دقیقا کومې سیمې ویجاړې او زیانمنې شوې دي.

د فبرورۍ په ۱۵نېټه د اربیل په هوايي ډګر کې د راکټونو په بریدونو کې یو غیر امریکايي قراردادي ووژل شو، څو نور امریکایي قراردادیان او یو امریکايي سرتېری ژوبل شو.

دا بریدونه داسې مهال کیږي چې امریکا غواړي بېرته له ایران سره د ۲۰۱۵اتومي تړون ته وروګرځي خو په دې شرط چې ایران خپل تعهدات پوره کړي.