شاته

د ډېنیل پرل کورنۍ د سپریم کورټ فېصله رد کړه

په پاکستان کې د وژل شوي امریکايي خبریال ډېنیل پرل کورنۍ د پاکستان سپریم کورټ دا فېصله رد کړه چې د وال سټریټ جرنل ورځپاڼې خبریال د تښتول کېدو او وژل کېدو په لړ کې سزا شوي کسان یې بري کړل.

د پاکستان سپریم کورټ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خپله فېصله کې د ډېنیل پرل په مقدمه کې سزا شوی مرکزي ملزم احمد عمر سعید شېخ او د دریو نورو کسانو د خوشي کېدو امر وکړو. عمر شېخ ته د مرګ او نورو کسانو ته د عمر قېد سزاګانې اورول شوې وې.

د سپریم کورټ د فېصلې په اړه د ډېنیل پرل د کورنۍ ردعمل د دوی وکیل فېصل صدیقي مطبوعاتو ته وړاندې کړو.

پرل کورنۍ په بیان کې وویل "د دې قاتلانو ازادي خبریالان هرځای کې او د پاکستان خلک په خطر کې اچوي."

پرل کورنۍ د امریکې په حکومت غږ وکړو چې د پاکستاني سپریم کورټ د فېصلې په لړ کې اقدامات وکړي. " مونږ د امریکې حکومت نه غواړوو چې دا ناانصافي سمولو دپاره د قانون دلاندې هر ضروري ګام واخلي...هیڅ بې انصافي زمونږ دې ارادې ته ماتی نشي ورکولی چې ډېنیل پرل دپاره د انصاف دپاره وجنګیږوو."

د احمد عمر سعید شېخ وکیل محمود شېخ وویل سپریم کورټ په خپله فېصله کې وویل احمد عمر سعید شېخ او نور کسان باید یوه ورځ هم په قېد کې نه وی تېره کړې.

د ترهګرۍ ضد یو عدالت په کال ۲۰۰۲ کې احمد عمر سعید شېخ ته د ډېنیل پرل د وژل کېدو په لړ کې د مرګ سزا اوروله. د احمد عمر سعید شېخ سره د ډېنیل پرل په کېس کې بند نورو کسانو ته د عمر قېد سزاګانې ورکړی شوې وې.

د وي او ای د رپورټ ترمخه سپریم کورټ احمد عمر سعید شېخ او د هغه سره په زندان کې بند درې نور کسان د ټولو الزاماتو نه بري کړل. عدالت وویل که دغه کسان په بل کوم کېس کې مطلوب نه وي نو په زر تر زره دې د قېد نه ازاد کړی شي.

تېر کال د اپرېل په میاشت کې د سند هايي کورټ د احمدعمرسعید شېخ او د مرګ سزا رد کړه او هغه ته یې اووه کاله د قېد سزا واوروله. عدالت وویل چونکې هغه د وړاندې نه په زندان کې وخت تېر کړی دی نو د هغه سزا دې ختمه وګڼل شي.

د ډېنیل پرل مور او پلار د سند هايی کورټ د فېصلې خلاف سپریم کورټ ته اپیل وکړو او سپریم کورټ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خپله فېصله واوروله.

د احمد عمر سعید شېخ وکیل محمود شېخ وویل سپریم کورټ د ډېنیل پرل په تښتولو او په مبینه توګه د هغه د وژلو په سر احمد عمر سعید شېخ او دریو نورو کسانو خلاف د ترهګرۍ ضد عدالت د کال ۲۰۰۲ فېصله مسترد کړه.

په امریکا کې د کال ۲۰۰۱ د سپټمبر د حملو وروسته ډېنیل پرل په پاکستان کې د ترهګرۍ په موضوع رپورټ تیاولو چې په کراچۍ کې وتښتول شو او بیا سر سر غوڅ کړی شو.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه واشنګټن تېره میاشت ویلي وو چې امریکا تیاره ده چې احمد عمر سعید شېخ ملک ته راولي او په امریکا کې پرې مقدمه وچلوي. واشنګټن وویل امریکا د دې خبرې اجازت نشي ورکولی چې د احمد عمر سعید شېخ دې د ډېنیل پرل په تښتولو او قتل کې د کردار په سر د انصاف نه ازاد شي